مايک پومپيو: امریکا له پاکستان ښې اړيکې غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل):‏‎ ‎د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چې هېواد يې له پاکستان د ښو اړيکو غوښتونکی دی ‏او هيله يې ښکاره کړې، چې په راتلونکو وختونو کې به دغه اړيکې نورې هم غښتلې شي.‏

مايک پومپيو ويلي، چې په جنوبي اسيا کې د امنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره له پاکستان سره د ګډو همکاريو له لارې د ښو اړيکو غوښتونکي دي.‏

د امریکا د بهرنيو چارو وزير له پاکستان سره د ښو اړيکو هيله په داسې حال کې څرګنده کړې، چې د روان ۲۰۱۸ کال له پيله د امریکا او پاکستان ‏اړيکې ترينګلې دي او امریکا پر پاکستان پوځي مرستې کمې کړي دي.‏

د پاکستان پارلماني ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف له بريا وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزير د پيسو نړيوال صندوق «ای ايم ‏ايف» ته خبرداری ورکړی و، چې پاکستان ته پورونه ور نه کړي او وېره يې ښکاره کړې وه، چې پاکستان به دغه پيسې له چين څخه اخيستو پورونو د ‏خلاصولو لپاره وکاروي.‏

پاکستان او چين دواړو د امریکا د د غو څرګندونو په اړه خواشيني ښودلې وه.‏

تېره اوونۍ امریکايي رسنيو د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» د سرچينو له خولې ليکلي و، چې امریکا د پاکستاني پوځيانو د روزنې پروګرام هم ځنډولی، ‏خو پاکستان او امریکا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د