فراه: د بهرنیانو په هوايي برید کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې هوايي بریدونو کې يې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

محصلین ویبپاڼې د شمشاد په حواله د یوې امنیتي سرچینې له خولې ويلی چې په بریدونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي او ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا برید د دې ولسوالۍ په شېوان سیمه کې شوی دی، چې لا هم پکې عملیات دوام لري.

د فراه ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې نن په غزني کې هم د فوټبال د یو روزونکي محمد نظیم شالیزي په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي په بمبار کې ووژل شول.

په غزني کې دغه برید د خشک په نوم سیمه کې وشو، چې د وژل شویو تر څنګ يې شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په غزني کې د خپلې مداخلې او بمبارۍ پخلی کړی او ويلي يې دي چې خپل افغان همکاران يې یوازې نه دې پرېيښې، خو د ملکي تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویلي.

په فراه کې د دې مرګوني بمبار اړوند بهرنیان او کورني لوړپوړي چارواکي لا هم چوپه خوله دي.

تبصرې (1)