امرود د وینې لوړ فشار کمولو لپاره غوره مېوه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۷ل): امرود هغه مېوه ده چې له ښکلي خوند سربېره د ويټامنونو او معدني موادو بډایه سرچینه هم بلل کېږي، چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.

د وینې لوړ فشار کمولو او یا کنترول ساتلو لپاره معمولا درمل استعمالیږي خو ځينې داسې میوې هم شته چې په دغه ناروغۍ کې ګټورې ثابتیږي، یو له دې څخه امرود دی.

امرود د روغتیا له نګاه نه هم ډیر شمیر ګټې لري، د وینې لوړ فشار کنترولولو سربېره یې یو هاضمه راوستل هم دي، چې یوازې هماضمه انسان له ډیرو ناروغیو څخه ژغوري.

پوهان وایي چې امرود د وینې فشار په نورمال ساتلو کې خورا زیات ګټور او اغیزمن دی.

امرود په مزاج کې یخه مېوه ده، د ویټامن A او C سربېره نور ویټامنونه او کلسیم هم لوړه کچه لري، چې د یو شمېر ناروغیو پر وړاندې مقاومت کوي او بدن کې دفاعي وړتیا رامنځته کوي.

د روغتیا پوهان زیاتوې چې په امرود کې شته مواد د وینې رواني کموي او د بېځایه تګ راتګ مخه یې نیسي چې په پایله کې د لوړ فشار څخه په خلاصون کې مرسته کوي.

ددې ترڅنګ امرود کې یو شمېر نور ویټامنونه شتون لري چې بدن روغ ساتي، زړه ناروغي، هاضمي سیستم، وینې کمښت او د قبض ښه کولو لپاره هم ګټور دي.

د امرودو پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې ونې ایشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول ميکربونو څخه پاک کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د