استرالیاوي روزونکي پاکستان لوبډلې سره له کار کولو انکار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۷ل): د استرالیا پخواني روزونکي ډيرن بیري د پاکستان کرېکټ لوبډلې هغه غوښتنه نه ده منلې چې ګواکې له دوی سره دې د ډګر ساتنې روزونکي په توګه دنده ترسره کړي.

ټاکل شوې وه چې د استرالیا ولایتي لوبډلې غه پخوانی روزونکی به د پاکستان لوبډلې سره د ډګر ساتنې روزونکي دنده پرمخ وړي خو اوس تازه راپورونه وایي چې نوموړي د پاکستان کرېکټ بورډ غوښتنه نه ده منلې.

ډیرن بیري چې د پاکستان سوپر لیګ (PSL) کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې روزونکی دی وایي چې نوموړی د کورنیو او نورو ستونزو له کبله نشي کولای اوږده مسافري وکړي او دغه دنده پر مخ ویسي.

نوموړي زیاته کړې چې دا دده لپاره له وخت وړاندې ده چې په نړیوالو سیالیو کې د یوې لوبډلې لپاره بشپړ وخت دنده ترسره کړي.

له دې وړاندې د پاکستان پخواني روزونکي سټیو ریکسن د وخت پوره کېدو نه وروسته پریکړه وکړه چې پاکستان لوبډلې سهر خپل قرارداد تمدید نه کړي، له هغې وروسته پاکستان کرېکټ بورډ له ډیرن بیري سره خبرې اترې کړې وې خو نوموړي انکار وکړ.

ډیرن بیري ویلي: خوښ دی چې د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا ورته د روزنې فرصت ورکړل شو خو د بوختیاو او د کورني ستونزو له امله نشي کولای دنده ترسره کړي، نوموړي زیاته کړه دده لپاره اوس همدا بس دی چې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې دنده پر مخ ویسي.

بیري ۱۵۳ د استرالیا فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړي خو کومه نړیواله لوبه یې نده کړې، نوموړی د خپل وخت ښي لاسی توپوهونکی او ویکټ ساتونکی و، او اوسمهال د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې کامیابه روزونکی دی، چې لوبډلې یې دوه وار د یاد لیګ جام ګټلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د