افغانستان

کابل: د ملي امنیت پر روزنیز مرکز ډله‌ییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار امنیتي مسؤلین وايي څو تنه بریدګرو په پنځمه حوزه کې د ملي امنیت پر یو روزنیز مرکز ډله‌‌ییز برید کړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایبریدګر د پنځمې حوزې اړوند قلعه وزیر سیمه کې یوه نیمه کاره ودانۍ ته ننوتي او د ملي امنیت روزنیز مرکز يې تر برید لاندې نیولی.

سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې د یوې درنې چاودنې غږ يې هم اورېدلی دی.

ستانکزي د بریدګرو د هویت او خپلو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو وايي امنیتي ځواکونه ساحې ته رسېدلي دي.

د برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې پرون بیا د کابل ښار اتلسمه حوزه کې په یوه برید کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کریم

پرون مو 40 و وژل په مکتب کی نن بیا 40 و وژنی خدای دی تاسو نابود کړی د پاکستان فوج

شهاب

هغوی دی 40 د ورځی وژنی او ته د ښځو غوندی ښیرا کوه.د پرونیو او نننیو پوښتنه له ګوډ شیطان اتمر نه وکړه.خدای دی د پنجاب پوځ له ناټو, اتمر او داعش ټول د مجاهدینو مرمیو ته جوړ کړی.
له عکس نه خو ځوان ښکاری. که په حقیقت ځان پوهول غواړی نو باید مطالع او دقیق تحلیل وکړی, یواځی د پردیپالو په پروپاګند تکیه مکوه. پاکستانی جیلونه له طالبانو ډک دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x