طالبان: حکومت د شرم پټولو له امله د غزني جګړه پردیو ته منسوبوي

طالب سرتېري د نظامي روزنې پر مهال

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني په جګړه کې د دوی په ځواکونو کې د بهرنیانو موجودیت کلک رد کړی او دا يې د حکومتي شرم د پټولو هڅه بللې ده.

هغه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دوی له سرتېرو سره د پاکستانیانو په ګډون د هیڅ بهرني هېواد افراد نشته، خو حکومت خپله تکراري دعوه کوي چې اساس نه لري.

ښاغلي مجاهد د فراه او کندوز په دوه ځلې سقوط کې هم د حکومتي چارواکو دعوې را یادوي او وايي چې هغه مهال يې هم د دوی بریا پردیو اړخونو ته منسوبوله.

«مزدور دښمن په غزني کې له خپل شکست او فضاحت څخه د عامه ذهنیت اړولو لپاره ادعا کوي چې ګنې دغزني په جګړه کې د پاکستانیانو په شمول بهرني اتباع شامل و، موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، دښمن د خپل شرم پټولو لپاره داسې بې اسنادو تبلیغاتو ته مخه کړی ده، دوی د کندز او فراه ولایتونو د فتحې په مهال هم دې ته ورته ادعاوې کړې وي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هغه څرګندونې بې اساسه بللې، چې ګواکې په غزني کې د ځينو وژل شویو طالب سرتېرو جسدونه پاکستان ته وړل شوي دي.

د شنونکو په باور حکومت یوازې په دا ډول څرګندونو سره غواړي خپل مسؤلیت کم وښيي، په داسې حال کې چې طالبان ځايي اوسېدونکي او تر جګړې څو ورځې وړاندې يې د غزني پر مرکز برید تیاری ټولې سیمې پخپلو سترګو لېدلی دی.

په پارلمان کې د غزني پخوانی استازی عبدالجبار شلګری وايي، د ښار په ټولو شاوخوا سیمو کې خلک خبر و، چې طالبان پر ښار د برید پلان لري، خو حکومت يې د مخنیوي لپاره هیڅ ونه کړای شو.

هغه دا هم وویل، چې په څو ورځې کې د غزني په روغتون کې د عسکرو جسدونو بویونه وکړل، خو د انتقال لپاره يې هم پر وخت اقدام ونه شو.

تبصرې (1)

  • ماشاالله دیته وایی مبارزه دیته وایی زړورتیا افرین داسلامی امارت په سرښندونکو اتلانو بیشکه داسی جګړه مو وکړه چی غلیم درته هکپک حیران دی غلیم په موډیرنه وسلو سمبال مګر داسی وارمو پری وکړ چی لاره مو تری ورکه کړی وه آن تردی چی خپلو غربی لونډه ګانوته مجبور شول او مرسته یی تری وغوښته الله مو بریالی لره او غلیم مو نیست او نابود شه .