افغانستان

فاریاب: دشیرین تګاب ولسوال د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

خواجه سراج الدین نن د دولت اباد – اندخوی په لویه لاره د طالب سرتېرو له لوري وژل شوی دی.

پژواک د ځایي امنیتي سرچینې په حواله وايي چې له نومړي سره د هغه یو زوی، خوریی او موټر چلونکی هم وژل شوی دی.

سرچینې د یو قومي مخور له خولې هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د هغه د جسد د انتقال لپاره کليوال ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

فاریاب هغه ولایت دی، چې دوه ورځې وړاندې يې په غورماچ ولسوالۍ کې هم لسګونه عسکرو وسلې پر ځمکه کېښودې او طالبانو ته تسلیم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x