افغانستان

هلمند: ناوه کې امریکایانو ۱۹ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې امریکایانو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۹ تنه يې ځای پر ځای ووژل.

ځايي سرچینې وايي چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په حاجي جنګ اغا سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله.

طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او د پورته وژل شویو کسانو تر څنګ يې ویلي، چې ۱۶ اربکیان د دوی په برید کې هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا په روانه اوونۍ کې پر افغان عسکرو د امریکایانو دویم هوايي برید دی.

درې ورځې وړاندې چې د غزني جګړې ته د مرستې په هیله امریکايي او افغان عسکر ګډ له میدان وردګو ولایت تېرېدل د طالبانو پر کمین واوښتل.

په جګړه کې د امریکايانو درې ټانګونه د بمونو خوراک شول، چې طالبانو پکې د ۱۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړ، له همدې سره جوخت دې کتار ته مرسته راغلي هوايي ځواک د پولیسو پوسته په نښه کړه او اته تنه عسکر يې پکې ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x