fbpx

افغان ورزشي لوبغاړي اولمپیک سیالیو کې ګډون لپاره اندونیزیا ته لاړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان اولمپیک ملي کمیټۍ له خوا تېره ورځ د شپاړس ورزشي رشتو ۱۲۰ کسیزه ډله په اسیایي اولمپیک سیالیو کې ګډون لپاره د اندونیزیا مرکزي ښار جکارته ته ورسېده.

د اسیایي اولمپیک سیالیو ۱۸م پړاو کې د ګډون لپاره د افغانستان ورزشي لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې د ۱۹ روزونکو په ګډون ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي شامل دي چې وړمه ورځ یاد هېواد ته لاړل.

د افغانستان اولمپیک ملي کمیټۍ ویاند منور شاه شهزاد وایي چې افغانستان په ځغاسته، لامبو وهنې، باسکټ بال، غیږ نیونې، تیکواندو، پراشوټ اوچتونې، بیډمنټن، جوجیستو، جودو، کراټې، سوک وهنې، وزن اوچتونې، ووشو، والیبال، رګبي او کورش برخه کې سیالۍ لري.

د راپورونو پر اساس په سږني اسیایي اولمپیک سیالیو کې به له افغانستان څخه ۶۵ لوبغاړي په ۱۴ رشتو کې چې ۸ یې ښځینه او ۵۷ یې نارینه دي ګډون کوي، او پاتې ۱۴ لوبغاړي د ساتونکو لوبغاړو په حیث تللي.

افغانستان د سویلي‌ کوریا په کوربه توب په تېر ۲۰۱۴ کال اسیایي اولمپیک سیالیو کې د ۴۷ ګډونوالو افغان‌ لوبغاړو په‌ واسطه یوازې ۲ مډالونه ګټلي وو چې په کرکټ کې د سپینو زرو او د تکواندو ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د احمد رومان عباسي افغانستان ته د برونزو مډال ګټلی و.

د اندونیزیا په کوربه توب د سږکال ۱۸م پړاو اسیایي اولمپيک سیالۍ د روانې میاشتې اګست پر ۱۸مه نېټه پیلېږي چې د افغانستان په ګډون په ‌کې د ۴۵ اسیایي هېوادونو زرګونه لوبغاړي په ۴۲ ورزشي رشتو کې د ستمبر تر ۲مې نېټې سیالۍ وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د