fbpx
طالب سرتېري

ولې د افغانانو بریا، پردیو ته منسوبېږي؟

لیکنه: بخت الرحمن ((شرافت))

پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې څو ځلي دنړۍ ابر قوتونو او سوپر طاقتونو ته ماتې ورکړې، د ابر ځواکونو د ماتې او د پاکستان دبریا شعارونه خپله پاکستان نه، بلکې ددغه هیواد په څنګ کې د افغانستان د اوسني حکومت چارواکې په دې اعتراف کوي چې پاکستان تیرو څلورو لسیزو کې څو واره ابر قوتونو او دهغو نړیوالو ملګرو ته شکست ورکړی، او افغانستان کې د امریکا او نا ټو ائتلاف اوسنۍ ماتې هم پاکستان ته منسوبه وي.

دافغانانو دغه اعتراف او د نړیوال سوپر قوت په مقابل کې د پاکستان د واک او ځواک شعارونو او نارو دهغو افغانانو مورال هم ضعیف کړی څوک چې د ډیورنډ چیغي وهي.

کله چې د (۱۳۵۷) کال دثور دمیاشتي پر اومه نیټه د سردار محمد داود (رحمه الله علیه) د حکومت په مقابل کې دثور کودتا وشوه، سردار محمد داود یې دخپلي کورنۍ دغړو په شمول شهید کړ، افغانستان کې د سره انقلاب د ګرم او برم نغارې وږغول شوې، کمونیستانو فکر وکړ چې نور مو د ټول وخت لپاره د اسلام او اسلامیت ټغر ټول کړ.

خو دالله فیصله بیا بل ډول وه، یو په بل پسې د شرق او غرب په روزل شویو کې اختلاف رامنځ شو، استاذ او شاګرد یو او بل تر ستوني ونیول او دواړه مړه شول، دثور انقلاب و لړزید، مقابل کې یې دهیواد اصلي بچیانو دتکبیر چیغه پورته کړه، د ټانګ او دبوتل جنګ پیل شو، نړیوال سوپر طاقت پوه شو چې نوریی د ډیسکو او کلب ملګري د مدرسې او دمسجد دغازیانو په مقابل کې بي وسه دې، نو یې دببرک کارمل په نوم د کوم کلب منشي د حرب او درب ټانګ پر سره میل سپور کړ دحیرتان له بندر څخه یې له سرو لښکرو سره یو ځای افغانستان ته را وست.

کابل کي یې د افغانستان د بې واکه او بي ځواکه باچا نوم ورکړ، نور سور لښکر افغانستان کې تیت او پرت شو، افغانستان د روسانو دسره انقلاب یو برخه اعلان سوه، نړیوالو ګمان کاوو چې نور به دنړۍ په نقشه کې نه افغانستان وي او نه به دافغانستان نوم وي.

دسرو قواوو په راتګ سره یې مقابل کې دهیواد هره سیمه په سنګر سنګر بدله شوه، که یوې خواته یې مسجد او مدرسي مقابل کې دبغاوت چیغه پورته کړه بلې خواته له لیسو او پوهنتونو څخه هم د تکبیر نارې راپوته سوې، دنړیوال یرغلګر ځواک په مقابل کې یې توري له تیکو وایستلي او د هیواد د ازادۍ په نوم یې قسم وکړ.

یو نیم ملیون افغانان شهیدان سوو، پنځه ملیونه مهاجر سوو، څو ملیونه ګوډ او ړانده شوو، یواځي دښمن نه بلکې نړیوال سوپر طاقت په ګونډو سو، یواځي افغانستان نه بلکې نیمه دنیایې له شر څخه وژغول سوه.

خو دغو تالي څټو او پردي پالو یو ځل بیا ددغي ستري او عظمي بریا تاج دپاکستان په سرکیښود، داچې افغانان یې په دې ستره بریا سره ویاړلي وای او اعتراف یې کړی وای چې دڅو بد بختو غولیدلو افغانانو په شمول دنړۍ ستر ځواک درښتنې ازادۍ او خپلواکۍ مينو افغانانو په ګونډو کړ، نارې او سورې یې جوړي کړې وي، چې ننګرهار کې له دښمن سره پاکستاني جنرالان جنګیږي، خوست او کندهار ته پاکستاني عسکر راغلي ددښمن په مقابل کي، (د کمونیستي بلاک) په خلاف جنک دافغانانو جنګ نه بلکې د پاکستان جنګ دۍ.
که نړۍ ددغو بدبختو بد شګومه انسانانو چیغو ته غوږ سي ضرور به ووایي چې نړیوال سور ښامار افغانانو نه بلکې پاکستان په ګونډو کړ، او پاکستان نور سوپر طاقت دئ.

دنجیب د حکومت سقوط او دکابل فتحه:

دنجیب حکومت ړنګ سو، مجاهدینو کابل فتح کړ افغانستان یو ځل بیا خپلواکي واخیسته، هیواد کې دازادۍ او خپلواکي جشنونه په زور کي وو، نور هیواد کي وخت دحکومت جوړولو او هیواد رغولو و، جنګ او جګړو ته نوره اړتیا نه لیدل کیده، یرغلګر دښمن مړې سترګي ماته ومنله، رښتنتي غازیان او په هیواد مینو جنګیالانو نور دټوپک میلان له سپنکیانو ډک کړل، او دکور شاتي خوندي ځاي کي یې کیښودل، هیواد یې سیاسیونو او ټیکنو کراتانو ته پریښود ترڅو دغازیانو د وینو او دقربانیو شکر اداکړي هیواد کي سالمه اداره او مضبوط اسلامي حکومت جوړ کړي.

خو متاسفانه چې سیاسیونو د شهیدانو له وینو سره خیانت وکړ، د ازادۍ او خپلواکۍ ناشکري يې وکړه، هیواد یې کور په کور او کوڅه په څه په دښمنیو بدل کړ، افغانستان باندي د وحشت او بربریت فضا خپره سوه، کابل په وینو رنګ سو، د اسیا زړه وړوکي پاریس کې یې دچنګیز او چنګیزیانو یاد را تازه کړ.

داچې دالله پاک له لوري دسترې پیر زوینې ناشکري و سوه، نور الله هم ورته په قهر سو، هغه یو شمیر رښتني غازیان چې له بریا وروسته یې حکومت او د حکومت چاري دغو بد بختو ته سپارلې وي، او ټوپکي یې دکورونو شاته خښي کړې وي، یوځل بیا دهیواد روان ناورین ناکراره کړو، زړې توپکي يې راپورته او د هیواد روان ناورین په خلاف یې ملا وتړله، په ډيره لږ موده کې یې دشر او فساد بچوڼي یو په بل پسي ور ټول کړل، څوک ایران، څوک پاکستان او ځیني بیا کولاب ته په تيښته کامیاب سوو، هیواد کې اسلامي حکومت رامنځ ته سو، هیواد له داسي امن او استقرار، عدالت او انصاف څخه برخمن سو، چې دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه به یې خلګ لیدلو ته راتلو، د قرآن حکم عملا نافذ شو، دغل او غدوی جبر او فساد لمن ور ټوله سوه.

دلته یو ځل بیا ماتې خوړلو شغالانو دې سترې بریا ته دپاکستانۍ بریا نوم ورکړ، نادره خو داده چې ددې ماتي خوړلو یوه ډله په تیښته پاکستان ته بریالۍ سوو، د هیواد له رښتنیو بچیانو څخه د ځان خلاصولو ملجاء یي پاکستان وباله، بیا یې هم ددې بریا تاج دپاکستان په سرکيښود، له کوټې او پیښاور څخه یې ناري وهلې چې زمونږ په مقابل کې پاکستاني عسکر جنګیږي، نوکه هیواد وال او نړیوال ددوي چیغوته غوږ ونیسي، دلته یو ځل بیا پاکستان په افغانستان کې نړیوال شیطان ته ماتې ورکړه او پاکستان بیا سوپر طاقت سو، دلته یو ځل بیا دشیطان او شیطانت له ادارې څخه لوستلو شیطانانو دغه بریا خپلو هیوادوالو باندي پیرزو نه سوه، بلکې یو ځل یي بیا له هیواد څخه دشر اوفساد دټولولو ویاړ پاکستان ته ورکړ.

د څه وخت لپاره هیواد والو ددې هیواد داصلي بچیانو په موجودیت کې د ارام سا واخیسته، دیو نیم ملیون شهیدانو ارمانونه پوره سوو دشهیدانو روح په قبرونو کې دسکون حس کاوو، له هدیرو څخه د ارام او ډاډ اوازونه راپوته کیدو، دشیطان او شیطانت ملګري در به در ګرزیدو، دشیطاني ادارو دروازو ته یې لمني نیولې وي، غرب او شرق ته یې یو ځل بیا دوفادارې او ملګرتیا ژمني ورکولې، پرهیواد او هیوادوالو یې څو ورځي ارام ونه لورېد ، داځل د شرق ځیره خوړونکو دغرب ټوک ته کچکول غوړلی و.

دا واري یې د داسي ځواک په مرسته د خپل کور پر حریم باندي یرغل وکړ چې ټوله نړۍ یې چنلج کړه ورته یې اعلان وکړ زه افغانستان باندي دځینو ازار وهلو رټل شویو افغانانو په مرسته برید کوم تاسو به یا زما سره دریږي او یا زما له دښمن سره.

مادیاتو غولولې نړې و وېریده، چیري دافغانستان دکلیو او غرونو خړپړ افغان او چیري امریکا او ائتلافیان، نړۍ یې ټوله په یوه خوله ملګرې شوه، زما تاریخي هیواد باندي یوځل بیا دخپلو نامرادو هیوادوالو په مرسته نړیوال ښامار تیری وکړ.

هغه هیواد چې زما دهیواد پردي پاله یې همیشه دخپلي ماتي په مقابل کي دبریا تاج ور پر سرکوي، ددغه هیواد ځمکه او فضا دواړه نړیوال ځواک زما دهیواد دتسخیر لپاره استعمال کړه، دا نن چې یو ځل بیا دخپل بادار په شمول له شرموونکي ماتې سره مخ دئ، ددې هیواد دځمکي او فضا په مرسته یې افغانستان کې اسلامي حکومت ونړاوو، ددې هیواد له سمندر څخه یې جنګي الوتکو الوتني کولې، ددې هیواد له سمندر څخه زما دبچیانو د وژولو په موخه کروز مزایل وتوغول شول، دشر او فساد بې شرمه او ذلیله مشرانو ورته نارې وهلې چې بمان مو کمزوري دي، ښه درانه درانه بمان راخوشي کړۍ، دلته لا اوس هم څو افغانان د ژوندون سا اخلي.

افغانستان کې اسلامي حکومت ونړیدئ مشران یې څه شهیدان، څه ژوبل او نور دپره دي پالو افغانانو په مرسته د یرغلګر دښمن لاسونو ته ولویدو.

د سوپرځواک ددې صلیبي بریا جشنونه او میلې کابل او اسلام اباد کې یو شانته ولمانځل شوې، دلاس پوڅي حکومت سفیرته داسلام اباد پر هوایې ډګر باندي ګلان ورپه غاړه سوو، ولي زما دهیواد له رښتني او د نړۍ د مسلمانانو د امیدونو او هیلو له سفیر څخه همدغه میدان باندي جامې وایستل شوې.

څه مودې پوري مزدور او بادار ښه سره خوشحاله وو، پاکستان حکومت سره یې ښه شپې او ورځي درلودې، دښمن او لاس پوڅو یې فکر کړې وو، چې نور یې د تل لپاره هیواد خپل کړ، دلته به د همیش لپاره د امریکا او د امریکا د لاس پوڅو واک چلیږي، ددې هیواد د وګړو د ښه او بد، خیر او شر فیصلې به نوري دتل لپاره له سپیني ماڼۍ څخه صادریږي.

لاس پوڅو مزدورانو لیدل چې د پاکستان زندانونه زما هیواد دپاک نفسو او پاک زړو انسا نانو په مشرانو باندي ډک وو، د مهاجرت او پردیس په دیار کي داسي شپه نه وه چې زما دهیواد دغښتلي مجاهد سترګي یې د بچیانو په وړاندي دپاکستاني او امریکایې او افغاني عسکرو په ګډو چاپوکي نه وي تړل شوې.

د کابل ادارې او په اسلام اباد کې دکابل د ادارې سفارت دا هرڅه لیدل، یوه ورځ یې د پاکستان حکومت ته دشکایت او ګیلې په ډول هم ونه ویل چې تاسو څه حق لري هغه مهاجر چې تاسو خپله ورته خپله خاوره کې د اوسیدلو اجازه ورکړې، نیمه شپه کې له خپلو کورونو لاس تړلي باسي، پاکستاني پټ او نامالوم زندانونه زما دهیواد په وګړو ډک وو، ځیني لیوني سوو، ځیني نور بیا په وهلو او ډبولو باندي ووژل سوو، خو کله مي هم ددغو مظلونو افغانانو په حق کې دکابل دادارې کوم اواز تر غوږ نه سوو، ددغو مظلومو افغانانو په حق کې ږغ پورته کول خو لري خبره وه، بلکې ددوي په نیولو او امریکایانو ته سپارلو کې یې دپاکستان په خاوره کې دننه ګډ عملیات تر سره کول.

پاکستاني زندانونوکې زما زنداني شوي هیواد وال نه غله وه او نه قاتلین، بلکې هیواد کې یې دبهرني یرغل په مقابل کې دبغاوت او سرکښي چیغه پورته کړې وه.

داچې ددې مظلومو انسانانو د مظلومیت او معصومیت آه الله قبول کړ، لوي الله يې اسماني مرسته وکړه، دهیواد دټولو وګړو په زړونو کې یې یو ځل بیا له دوي سره دملګرتیا او ایثار مینه واچوله، هیواد وال پوه سوو چې هیواد یرغل او حکومت لاس پوڅی دئ، هیواد کي سرتاسري بغاوت زور واخیست دښمن او ددښمن بادار یو ځل بیا په چیغو سوو.

مورال بایللي دښمن دلته یو ځل بیا دپخواني شیطانت کتاب وغوړاوو، یوځل یی بیا چیغه کړه چې زمونږ سره پاکستان جنګیږي، د بي وجدانه بچیه داچې ته خپله وایې چې غزني ښارکې له پنځه سوه څخه زیات سرتیري مو وژل شوي او دغه ښارته له سل ملیونه ډالرو څخه زیات زیان اوښتی، او دغه جنګ دپاکستان جنګ بولې په وازه خوله نارې وهي چې غزني کې راسره پاکستاني جنرالان جنګیدل، نو بیا په کوم ضمیر او کوم وجدا ن په کابل کي ورسره یوځاي د ازادۍ او خپلواکۍ ورځ لمانځې، هغه لاس چې ته وایې زما د اردو او فوځ په وینو سور دئ، څنګه دي زړه کیږي چې لاس کې یې ونیسې.

درته چلنج در کوم ولاړ سه ټول هیواد وګوره او بیا پاکستان کې خپل سفارت او قونسلګریو ته وظیفه ورکړه چې ستا او ستا دبادار په مقابل کي په جنګ اخته ننګیالیو بچیانو کوم داسي قومندان او یا مشر پیداکړي، چې تیره ورځ یې له کوم پاکستاني سره په ګډه ددوي د ازادۍ ورځ لمانځلې وي.

رښتیا درته وایم تیر کال دپاکستان کوم ښارکي د ددوي د ازادۍ په ورځ راوتلی وم، سل ځله به ماشومانو راته دپاکستان بیرغ وړاندي کړی وې څو وایې خلم زړه مي نه شو کولای چې وایې خلم، اسلامي هیواد دئ بده مي ورباندي نه ده پیرزو، بد ورکې ډير کم دي، ښه خلګ یې زیات دي او په دي کې هم شک نشته چې بد یې ستاسو ملګري نه وي؟ بلکې ستاسو ملګري دي او تاسو به بیا هم دشکست او ماتې په صورت کې ددوي به ګاونډ کې ورسره اړه وۍ.

خو افغاني غیرت او دملګرتیا همت راته اجازه نه راکوله چې داسي وخت کې لاس کې کې د هغه هیواد بیرغ ونیسم، چیري چې یې زندانونو کي زما دسنګر او هدف ملګري د حسرت او زحمت شپې صبا کوي.

نو افغانیه لاس پوڅې ښه پوهیږم چې نور دې د زوال شیبې رانږدې سوې نور دې ان شا‌ءالله مغرور بادار پیښې سپکي کړې، او ددي هیواد اصلي بچیان یوځل بیا دبریا او کامیابي په درشل کې دي.

ته اوس بیا غواړي چې ددې ستري بریا تاج دهیواد والو پرځاي دپاکستان پرسرکېږدې، یو ځل بیا دنړیوال ستر ځواک شرمونکي ماتي دافغانانو پرځاي پاکستان ته منسوبه وي، هیواد کي ددنه دهرې ماتې او شکست ګوته پاکستان ته نیسې، زما فدایان چې هیواد دخپلواکۍ په پاریې سینو پوري باروت تړلي چینا چینار ځوانۍ دهیواد دخپلواکۍ او ازادۍ لپاره قربانوي، ته یې نړیوالو ته پاکستاني جنرالان او کرنلان معرفي کوې، یو وار بیا غواړي نړیوالو ته وښیې چې مغروري امریکا ته افغانانو نه بلکې پاکستاني جنرالانو ماتې ورکړه.
دلاس پوڅي حکومت چارواکې لږ شرم وکړه، لږ څه دحیا په نوم څه وپیژنه بس کړه، داسلامي او رښتني افغاني لښکر په وړاندي نور دماتې او شکست اعلان وکړه، نوره دغښتلو افغانانو د ازادۍ جګړې ته دپاکستانۍ جګړې نوم مه ورکوه، اوس خو درباندي هاغه پخوانۍ د انګریزانو بهانه هم دریدلې، وړاندي به دي ویل چې پاکستان د انګریزانو په موټ زمونږ سره جنګیږي، اوس خو هغه انګریزان هم ستا په څنګ کې ولاړ دې.

درته په ایمان وایم ستا مقابل کې رښتني افغاني لښکري جنګیږي، په اسلامي عقیده، افغاني جذبه او انګېزه ستا او ستا دبادار په وړاندي ولاړدي.

دا لښکري دکابل او اسلام اباد ادارې ته دګیدړي او شغال په سترګه ګوري، تاسو یي مقابل کې دشغال په ډول راښکاره سۍ ورته دجنګ اوننګ نغارې وډنګوۍ او بیا په مونډه سۍ او اسلامي اباد بیا ورسره دګیدړي لوبه پیل کړې، کوښښ کوي، چې دهیواد ازادۍ او خپلواکۍ په مینه باغي شوی چرګ نور له اذان څخه منع کړي، د بغاوت او سرکښۍ له توت څخه یې په چم او چل راکښته کړي، فضا او چاپیریال ورته ګل او ګلذار ښکاره کړي د سولي او مذاکراتو په نوم یې کوم جال کې راګیر کړي او د ازادۍ او خپلواکۍ له معرکې څخه یې لاس به سرکړي.

خو تاسو او دوي یي دواړه خبر چې دازادۍ په مینه مست او دخپلواکي په هیله ملاتړی لښکر چې څو پوري ددې هیواد ازادۍ او خپلواګۍ ته ژمن وي، نه به یي ستا سو رنګه شغالان مقابله وکړي او نه به یی ددوي په څیر ګیدړي تیر باسي.

والســــــــــــــــــــلام

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

السلام علیکم قدرمن شرافت صاحب, الله پاک دی په ګوتو برکت کړه! دغه ټکی می ډیر ځوروی, د داسی لیکني ډیر ضرورت وه, هره جمله دی مونږ ته شکری او دی پردیپالو ته د اور بڅری دی. د پخوانو کمونستانو او نننیو ایجړاګانو همدا یو دړیدنګ ده چې پاکستان او پاکستان. له هغو بې ایمانو او د انګریز د غلامانو نه یې د دروغو اتلان جوړ کړل. کله چی د کابل داخلی جنګونه شول نو همدا کمونستان چی پاکستان ته را وتښتیدل نو پاکستانیانو به ویل چی دغه دی مهاجر, بیا به یې مونږ ته سخا مهاجر ویل. هاغه ذلیل… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

ځکه د افغانانو جګړه نورو ته منسوبیژی چې دلته یوځل بیا هغه زوړ تاریخ تکراریژی خلقیانو او پرچمیانو فکر کاوه چې بس نور نو دا جنګ موژ وګاټو مګر هغوﺉ تیر تاریخ څخه څه زده نکړل او د احمدشاه او دابدالی زامنو سره ډغرې وهی د افغانانو څخه یو هیله کیژی ګټلې جګړا پر نورو مه ور تاوانوۍ دا ده دې ملت قهرمانو بچيانو د مدرسې طالبانو په تش لاس ګټلې او نړیوال ځواکونه یې په ګونډو کړل انشاءالله هغه وخت راتلونکۍ دﺉ بیا به سپین بیرغ لاندې راټول دا مظلوم ولس به وی او د دې ملت دوښمنان به… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

ګوره شریکه! اکثره هغه شنونکی او تحلیلګران چه د تلویزیونونو او کاغذی یا دیجیتالی رسنیو پر مخ ښکاری او خپل نظرونه بیانوی ( که د طالب طرفداران وی او که د حکومت طرفداران وی او که آزاد خیاله څېرې) وی، یا له وېری یا د بیسوادۍ یا د لکۍ د تړاؤ او یا کوم بل علت له امله رشتیا نه وائي او رشتیا نه لیکی. د حکومت طرفداره څېرې چیغی وهی چه په افغانستان کی پاکستانی استخبارات او فوج ښکاره لاس وهنی تر سره کوی، ددوی دا خبره بالکُل سمه ده خو دومره جرئت نلری ووائی چه د پاکستان د… نور لوستل »