fbpx

اتلانتیک: د طالبانو سره په عین زمان کي جنګ او خبري

واحد فقيري

ښاغلی کالامور د اګسټ پر ۱۵ مه په اتلانتیک مجله کي لیکي که څه هم افغان او امریکايي قواوو طالبان له غزني څخه وایستل، خو طالبانو د غزني څو ولسوالۍ، په فاریاب کي د چینايي کمپ، په بغلان او نورو ځایونو کي زیاتي سیمي تسخیر کړې. که دا ټول سره جمع کړو، دا انکشاف د افغان حکومت او امریکا لپاره واقعا یو ستر شرم او څرګنده ماتې ده. ځکه امریکایان او د کابل حکومت مدام وايي چي په جنګ کي ئې پرمختګ کړی دئ.

لیکوال کاږي د افغانستان د چارو یو ماهر ښاغلی بېل روګیو وايي،«طالبانو وکړای سوای چي د کابل حکومت او امریکا – ناټو تر ږیري لاندي د داسي یوې ستري نظامي حملې پلان عملي کاندي. حکومت او امریکایان اصلا د طالبانو په حرکاتو او پلان باندي خبر نه ول. حتی چیري طالبان پدې و نه توانېدل چي غزني کنټرول او وساتي، هغوی پدې و توانېدل چي د کابل حکومت او د هغوی امریکايي حامیان سخت وشرموي.» هغه زیاتوي د غزني نسبي سقوط د کندوز او فراه سقوط ته ورته وو. څه چي طالبانو تر اوسه ئې پوري په کولو نه دي قادر سوي، هغه د ډیر وخت لپاره د یو ولایت نیول دئ. د دې کار مخنیوی یوازي د امریکايي قواوو موجودیت کړی دئ. ټول پر دې خبري باندي توافق لري چي فقط د امریکایانو حضور د طالبانو د کامیابۍ مخه نیولې ده.

د متحده ایالاتو د سولي په انستیوت کي د افغانستان د چارو متخصص ښاغلی جاني والش وايي د غزني تراژدي واقعا یوه غمجنه حادثه وه. هغه وايي دواړي خواووي د جنګ کولو او په عین زمان کي د خبرو کولو په مفهوم باندي پوهېږي. «په افغانستان کي چي هر کله د سولي خبري شروع سوي دي، هلته په عین حال کي تشدد هم زیات سوی دئ.» والش وايي خطر دا دئ چي د طالبانو وروستي نظامي بریالیتوبونه به ښايي ځيني طالب قومندانان غیر واقعي غوښتنو ته وهڅوي.

ښاغلی کلامور ادامه ورکوي او علاوه کوي د غزني، د چینايي کمپ، او د بغلان حادثې ښايي په واشنګټن کي د افغان حکومت د قابلیت او دوام په هلکه اندېښنې لا زیاتي کړي. او هم د طالبانو سره د خبرو پروسه څه متاثیره کړي.

لیکوال وايي که چیري د طالبانو سره یوه موافقه وسي، د دې موافقې عملي کول به زیات وخت وغواړي. ځکه په حکومت او نظام کي د طالبانو داخلول به ښايي کلونه وغواړي. پدې اړه ښاغلی روګیو وايي،«په هغه صورت کي به د متحده ایالاتو د فوجیانو حضور ته ضرورت وي، ځکه د افغان حکومت د ساتلو او حمایت یوازنۍ منبع او تکیه د امریکا نظامي قوه ده.»

روګیو علاوه کوي،«تر هغه وخت پوري چي د افغان اردو د طالبانو غوندي جنګي روحیه نه وي ترلاسه کړې، حالات به همدا شان خراب او بحراني وي. ټول خلګ وايي چي طالبان له جنګ ستړي سوي دي، ځکه خبرو ته چمتو سوي دي. مګر زه داسي فکر نه کوم. څه چي زه ګورم هغه یو ستړی او ادوبدو د افغان حکومت او فوج دئ، او یو ستومانه او له اخه او ټوخه لوېدلې ناټو او امریکا ده چي په هر ډول د دې جنګ ختمول غواړي.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

اردو کې به څنګه روحیه پیدا شی دجنګ روحیه خو په ایمان د جذبې سره پیدا کیژی په دې خو د دولتوال هم ښه پوهیژی چې موژ په غلطه روان یو خو بس هسې ضد نیولې دي