نی: غزني کې طالبانو ټولې رسنۍ تړلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره، نی؛ وايي په غزني کې طالبانو ټولې رسنۍ تړلې او دا يې د بیان ازادۍ خلاف ګام بللی دی.

د دې ادارې مشر مجبب خلوتګری نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، چې طالبانو د غزني په جګړه کې ټولې رسنۍ تړلې وې او د همداسې تړلي پاتې کېدو امر يې ورته کړی دی.

هغه وویل، په غزني کې نهه راډيوګانې دوه تلویزونونه او دوه چاپي رسنۍ موجودې دي، چې طالبانو يې فعالیت په ټپه درولی دی.

خلوتګر دعوه وکړه چې دا د «اسلام او هېواد» د قوانینو خلاف کار دی.

طالبانو په غزني کې د رسنیو د تړل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي، خو په دې ولایت کې د شریعت غږ راډيو پر کارکوونکو بمباري د نی ادارې مشر ستایلې وه او د دې راډيو خپرونې يې د ولس په «زیان» بللې وې.

طالبانو هغه مهال د رسمي اعلاميې له مخې له مجیب خلوتګر نه د خپلو څرګندونو وضاحت وغوښت، خو هغه يې په اړه کوم ځواب ورنه کړ.

شریعت غږ راډيو په غزني کې د روان کال په غويي میاشت کې فعاله شوه، چې نږدې میاشت وروسته پرې بمبار وشو او حکومتي چارواکو يې د شپږو کارکوونکو د وژلو دعوه وکړه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

د خلوتګر لپاره په پکارده چې په خپل خلوت کې کښینی او او د خپل مرګ لپاره باید تسبیح شروع کړی او که دا یې څرګندونې یي او دا مجاهدین یې داسې خلوت ته به یې مجاهدین ورولیژې بیابه راوتلﺉ نشی