fbpx

حج او حکمتونه یې

ژباړه او خلاصه: عنايت الله عادل (د سرمؤلف مرستیال)

بسم الله الرحمن الرحیم

الله تبارک و تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پداسې حال کې په پیغمبرۍ مبعوث کړ چې جهان خصوصا عرب د ډیرو زیاتو دښمنیو، نفرتونو او اختلافونو په حال کې وو او ژوند یې له کینو او حسدونو څخه ډک وو او روځ په روځ یې د جنګونو شغلې تازه کیدلې، نو الله (ج) وغوښتل چې په زړونو کې یې الفت او مینه واچوي او ټول د یوه قانون او یوه بیرغ تر سیوري لاندې راجمع کړي او د اتفاق لارې او د ائتلاف اسباب ورته وضع کړي.

نو کله چې الله (ج) ولیدل چې دا طریقه د ټولو مسلمانانو د توحید او یووالي او د یو بل سره د الفت او فایدې رسولو لپاره کافي نده؛ ځکه مسلمانان له یوې خوا په شرق او غرب کې سره میشته او تیت دي او له بلې خوا په عناصرو او ژبو کې هم سره متفاوت دي، نو الله جل جلا له د حج رکن ورته وضع کړ تر څو د ټول جهان مسلمانان د هر جنس او هر مذهب څخه چې وي په یوه میدان کې سره راجمع شي لکه چې په دې آیت کې ورته اشاره کوي « په خلکو کې د حج اعلان وکړه هغوی به تاته پیاده او په سفر وهلو خوارو اوښانو سپاره د ډیرو لرې ځایونو او لارو څخه راځي» (سورت حج  27آیت). لپاره ددې چې له یوې خوا يې په خپلو منځو کې تعارف او پیژندګلوي راشي او له بلې خوا د یو او بل له حال او احوال او یو د بل د تجارت، صنعت، زراعت او نورو نیکو او بدو څخه خبر شي څو یو د بل څخه دفاع او یو د بل سره مرسته او خواخوږي وکړي او هم د یو بل څخه د هغه ډول ډول منافعو اقتباس وکړي چې دلته د ټولو ذکر کول د اصل موضوع نه وتل دي.

په خلص توګه ویلی شو چې: په حج کې د ټولو مسلمانانو تر منځ د دنیوي او اخروي مصلحتونو او فوائدو تبادله راځي او دا هغه د اسلامي جامعې معنا ده چې شرق او غرب ځنې ویریږي خو د افسوس او مایوسۍ خبره داده چې د اسلام دښمنان دا فریضه د اسلامي جامعې تائید او مضبوطیا ګڼي او د همدې خبرې څخه په خوف او ویره کې پراته دي او مسلمانان ددې مؤثره منافعو څخه غافل او بې خبره دي او که د اداء کولو قصد يې وکړي هم په ظاهري بڼه یې په دې خاطر اداء کوي چې دا یوه فریضه ده او اداء یې واجب ده قطع نظر له هغو منافعو او حکمتونو څخه چې موږ رڼا پرې واچوله او هم به يې په راتلونکو صفحاتو کې څه نا څه بیان کړو.

په بدائع کتاب کې راغلي دي چې ټول عبادات د عبودیت د حق د اظهار په خاطر رویا د نعمتونو د شکرانې په خاطر فرض شوی دی. یا په بل عبارت عبادت خپل خالق او معبود ته د عبودیت او عاجزۍ اظهار دی. او دا عاجزي او تذلل کټ مټ په حج کې هم لیدل کیږي، ځکه حاجي د احرام او طواف په حالت کې هر ډول د تزین او ښایست اسباب په ځان بندوي او خپل ځان د یوه داسې غلام په حیث تمثیلوي چې مولی او بادار یې پرې قهر وي او دی د خپل مولی او بادار توجه او مهرباني ځانته راجلبوي.

یعنې حاجي د عرفات په میدان کې (چې په حقیقت کې حج د همدې شي نوم دی) خپل ځان د الله په حضور کې د داسې عاصي او ګنهکار غلام په توګه ښکاره کوي چې الله (ج) لره عاجزي کوونکی، حمد او ثنا ویوونکی، د خپلو زلاتو او  نا فرمانیو غوښتونکی، د خپل مولا حضور ته خپل عذرونه وړاندې کوونکی، د تیر ضایع شوي ګران عمرتلافي او جبرانوونکی، د خپل خدای سره د نوي عهد تړونکی او بالآخره په آینده ژوند کې د اطاعت او فرمانبردارۍ  او په نیکیو توفیق غوښتونکی وي.

د عرفات په میدان کې درېدل د یوې خوا نه د اسلام د شان او شوکت یو ډیر عظیم الشان نمایش او نندارتون وي او له بلې خوا دا لویه اجتماع انسان ته د حشر ورځ ورپه یادوي، همدا سبب دی چې د حج سورت  د حشر په بیان شروع کیږي. او ددې اجتماع بې نظیره او مؤثره منظره په زړونو کې د خدای د مغفرت او رحمت جزبې په جوش راولي او ټول عمر دغه خوند په زړونو کې د تیږې د نقش په شان محفوظ پاتې کیږي.

او دا هم باید ووایو چې حج یو ظاهري شکل لري او بل معنوي او روحاني؛ ظاهري شکل هغه مروجې قربانۍ، منډې رامنډې او نور احکام په ځای کول دي. معنوي او روحاني شکل یې همدا ؤ چې بیان شو او همدې روحاني شکل ته یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم حج مبرور ویلی دی یعنې هغه حج چې ټول د نیکیو او برکتونو څخه ډک وي. لکه څنګه چې د ابراهیم (ع) په دعا کې هم دې مطلب ته اشاره شوې ده: « اې زموږ ربه موږ خپل فرمانبردار (مسلمانان) کړه او زموږ له اولاد څخه یوه فرمانبرداره ډله جوړه کړه او موږ ته د خپل حج احکام او دستورات راوښیه او په موږ رجوع وکړه (موږ معاف کړه) یقینا ته ښه رجوع کوونکی او رحم کوونکی یې».( د بقرې سورت 128آیت). او په دې کې شک نشته چې د حضرت ابراهیم (ع) دا دعا هم قبوله شوېده . او له همدې کبله محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: حج او عمره ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې اور اوسپنه او سره او سپین زر د خیرو څخه صفا کوي، او کوم مؤمن چې دا د عرفې ورځ د احرام په حالت کې تیروي، نو کله چې د عرفې د ورځې لمر پریوزي د هغه ګناهونه هم د ځانه سره وړي.

او هم د حضرت بي بي عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی: نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا زیری ورکړ چې د عرفې د ورځې څخه بله ورځ لویه او زیاته ښه ورځ نشته دا هغه ورځ ده چې په دې ورځ کې الله تعالی خپل بندګان د دوزخ له عذاب څخه خلاصوي او په دې ورځ هغه خپلو بندګانو ته رانژدې کیږي او خپله جلوه ورښیي او د ملائکو په مخ کې پخپلو بندګانو فخر کوي او وایي: هر څه چې هغو (حاجیانو) وغوښتل هغه مو قبول کړل.

او د امام مالک  په موطأ کې راغلي دي چې پیغمبر (ص) خلکو ته دا زیری هم واور ؤ: چې د عرفې او بدر د جنګ د روځې نه پرته په بله هیڅ کومه یوه روځ شیطان داسې ذلیل، خوار او په قهر نه وي ځکه دا هغه ورځ ده چې په دغه روځ هغه ویني چې د خدای (ج) رحمتونه اوریږي او ګناهونه بښل کیږي.

نو بنا پر دې کله چې حج ته روحاني شکل ورکړ شي، نو د تیږو څخه سخت زړونه هم ددې حالتونو او مشاهداتو په لیدلو سره د مومو غوندې نرمیږي او په انسان کې داسې اثر پیدا کوي چې د دې اثر په نتیجه کې د انسان د ژوندانه مخه د شر او فساد نه د خیر او فلاح خوا ته راګرځي او د ژوند نوې دوره يې شروع کیږي. له دې کبله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویلي دي: چا چې د خدای لپاره حج وکړ او په دغه حج کې یې نه هوسراني وکړه او نه یې ګناه وکړه نو هغه د حج نه بیرته داسې راګرځي لکه چې نوی د مور څخه پیدا شوی وي.

او نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا هم فرمایلي دي: څوک چې مړ شو او فرضي حج یې نه ؤ اداء کړی  په داسې حال کې چې ظالم پادشاه یا سخت مرض او یا ښکاره دښمن هم نه ؤ منع کړی نو مړ دې شي که نصراني مري او که مجوسي یعنې دده او نصراني یا مجوسي د مرګ تر منځ کوم فرق نشته. او داسې روایت هم راغلی دی چې: څوک د اولاد او لارې نفقه او راحله لري او فرضي حج ونکړي نو نشته څه فرق په ده باندې که یهودي مري او که نصراني.

لنډه دا چې حج د اسلام یوازې مذهبي رکن ندی بلکې حج د اخلاقي، اجتماعي، اقتصادي او سیاسي ژوند په هر اړخ او هره خوا حاوي او مشتمل دی او د مسلمانانو د بین المللي حیثیت د لوړوالي لوی سنبول دی.

د څه حکمت لپاره مکه  د حج لپاره تعین شوه:

د لاندې امورو په خاطر دغه ځای د حج لپاره وټاکل شو:

1 – مکه په دنیا کې د الله د رحمتونو او برکتونو د نزول مرکز دی، دا هغه هنداره ده چې په دې هنداره کې د پاک خدای د رحمت او بخښنې صفتونه خپلې وړانګې خپروي او له دغه ځای او هندارې څخه د هغو وړانګې د ځمکې په ټوله کره کې تیتږي او دغه کره ورباندې روښانه کیږي، دا هغه سرچشمه ده چې له دې ځای څخه د حق پرستۍ، توحید او اسلامي کرامت چینه را وخوټیدله او د ځمکې ټول مخ یې خړوبه او ځلانده کړ.

دا هغه ځای دی چې د ابراهیمي ملت ابتدایي دعوت او د محمدي امت وروستی آواز د زرګونو کلونو وړاندې د نشلستۍ تنګې کړۍ وشلولې او ټول مسلمانان یې د ورورګلوۍ په پراخه کړۍ کې داخل کړل.

دا هغه ځای دی چې د پیړیو، پیړیو راپدیخوا په دغه ځای کې هر کال یو عالمګیر مجلس منعقد کیږي چې دا مجلس د علم، تمدن، مذهب او اخلاقو د وحدت ترجماني کوي.

دا هغه ځای دی چې په دې ځای کې د همیشه لپاره  یوه مشترکه عدالتګاه قایمه ده او ددې محکمې او عدالت حقیقي آمر په خپله احکم الحاکمین ذات دی چې د هغه د فیصلې نه هیڅوک د غاړې غړولو او سرکشۍ مجال نلري خصوصا په هغه وخت کې چې مسلمانان تر 150 کلونو پورې د یوه خلافت او یو حکومتي نظام لاندې پاته وو نو په دغه وخت کې د حج موسم د سیاسي او تنظیمي ادارې ډیر لوی عنصر ؤ او د مختلفو ملکونو حکام او والیان به په دغه ځای کې راغونډیدل او د خلیفه په حضور کې به یې په مهمو مسئلو بحث کاوه او ټولې مهمې معاملې به یې فیصله کولې او هم په دغه ځای کې لوی، لوی صحابه، عالمان، محدثین، مفسرین او فقهاء چې د اسلامي فتوحاتو په سلسله کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شوي وو کال په کال په دغه ابراهیمي درسګاه کې سره راغونډیدل او د یو بل څخه به یې استفادې کولې  او د یو بل سره به یې تعارف حاصلوه.

2- کله چې مسلمانان د حج فریضه اداء کوي نو خپل پلار (ابراهیم علیه السلام) وریادیږي ځکه دا عزتمنه کوټه همده جوړه کړیده او د خلکو لپاره د حج اعلان هم همده کړی دی.

3- مکه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اصلي ټاټوبی او همدې مشرفې بیتې ته نږدې تولد شوی دی.

4- دا هغه ځای دی چې د اسلام حنیف دین پکې ظهور کړی او د همدې ځای څخه یې د نور وړانګې د ځمکې ګوټ ګوټ ته خپرې شوې دي.

5- دا هغه ځای دی چې الله (ج) دلته د حضرت ابراهیم (ع) مبارکه دعا قبوله کړیده لکه چې په قرآن کریم کې دده څخه حکایة راغلي دي: « اې ربه زموږ بیشکه چې ما اوسولی دی ځینې له اولاد خپل      ( چې اسماعیل او اولاده یې ده) په داسې یوه وادي (ناو) کې چې نه دی خاوند د کښت په نزد د کوټې ستا چې حرمت( عظمت) والا ده اې ربه زموږه (  ومې اوسول دوی دلته) ددې لپاره چې سم ودروی (اداء کړی سره له ټولو حقوقو) لمونځ نو وګرځوه (مایل کړه) زړونه د ځینو خلکو په مینه چې راځغلي دوی ته او روزي ورکړه دوی ته له هر ډول میوو څخه د پاره ددې چې دوی شکر وباسي».( سورت ابراهیم 37آیت)

6- دا په شبه جزیرة العرب کې هغه مقدس او مطهر ځای دی چې د غیر مسلمینو نه بنا په دې حدیث شریف بالکل خالي او مبری دی: ( په جزیرة العرب کې دوه دینونه نه یو ځای کیږي) همدا وجه ده چې هلته د بل دین نفر هیڅ نه لیدل کیږي او مسلمانان پکې هر ډول دنیایي او دیني تدبیرونه کولی شي.

7- مکه په عربي کې (سرة) یعنې نوم ته وایي، سرة د بدن نیمایي او منځ دی همدارنګه د جغرافیې پوهانو ثابته کړیده چې مکه معظمه، هم د بلادو د طول په اعتبار او هم د بلادو د عرض په اعتبار مرکز او منځ د ټولې نړۍ ده، نو ځکه الله پاک د خپل آخري پیغمبر، آخري کتاب او حج لپاره دا منځ وټاکه څو دا نور هرې خوا ته خپور شي او هم په دې ځای کې د مختلفو رنګونو او مختلفو طبیعتونو او مزاجونو خلک راجمع کیدل او د مکې خلک به هم ټولو ممالکو ته د تجارت لپاره تلل او د ټولو طبایع او مزاجونه ورته معلوم وو.

د څه حکمت لپاره حاجیان د احرام په حالت کې ګنډلې جامې نه اغوندي؟

1 – شارع حکیم (الله ج) موږ ته د احرام په وخت کې د نا ګنډلو جامو په اغوستلو او نه پټولو سره حکم کړی  دی تر څو حاجي د الله (ج) په وړاندې په آخري درجه خضوع او عاجزي کې خپله بندګي او غلامي ښکاره کړي، ګویا په دې حالت کې وایي: اې ربه  زه د هیڅ یو شي د شیانو او کاروبار مالک نه یم او نه مالک د دنیا او آخرت او زه نن روځ ستا په حضور کې داسې ولاړ یم لکه نوی چې د مور څخه تولد شوی وم، نشته پر وجود مې له دنیایي متاع نه څه شی مګر دومره چې په هغې مې خپل عورت پوښلی او بالآخره ؛ په همدې شان ستاسره ملحق کیږم، ځکه دا لنګ د خلکو په نزد له جامو څخه نه حسابیږي او هم په دې لنګ کې مشابهت د هغه نوزاد طفل سره راځي چې هغه هم په غیر ګنډلې جامه کې نغښتل شوی وي او د هیڅ شي مالک نه وي، نو ثابته شوه چې ملک او پادشاهي یوه واحد قهار ذات لره ده.

2- حاجي ته په دې حالت کې هم د محشر ورځ ورپه یادیږي چې هلته به هم د الله په حضور کې لوڅ او بربنډ ولاړ وي او دنیايي جاه وجلال او دارایي به هیڅ ګټه او فایده نشي ورته رسولی،

3- د احرام په حالت کې د ابراهیمي ملت ټول پیروان پادشاه او ګدا، امیر او خادم، غني او فقیر، تور پوستی او سپین پوستی، عرب او عجم او …….بالآخره د مختلفو هیوادونو، مختلفو تمدنونو او مختلفو ژبو او مذهبونو خلک ټول په یوه لباس، یوه وضع او یو هیئت د یوه قوم په شان بلکې د یوې کورنۍ د سکه وروڼو په څیر په یوه کور کې دریږي او په یوه ژبه د خدای (ج) سره خبرې کوي همدا وضع د مساوات ، وحدت او یووالي هغه رنګ دی چې ټول هغه مادي او فطري امتیازونه چې هغه په خلکو کې د جنګ او جدل، فتنې او فساد علتونه دي، له منځه وړي او په خپلو کې سره وروڼه ګرځي. او دا هم باید پاتې نشي چې په احرام کې مطلقا نا ګنډلې جامې مقصود دي اما دا چې خلک سپین لنګ استعمالوي دا د طهارت او نظافت یو ډیر لوی شعار دی.

په حج کې تجارتي ګټې:

څرګنده خبره ده چې  د حج په موسم کې د مختلفو جنسونو او مختلفو هیوادونو او منطقو خلک راټولیږي لکه چې الله (ج) فرمایلي دي « په خلکو کې د حج اعلان وکړه، هغوی به تاته پیاده او په سفر وهلو خوارو اوښانو سپاره د ډیرو لرو ځایو او لارو څخه راځي ددې د پاره چې د فایدې په ځای کې سره راغونډ شي او په څو ټاکلو روځو کې په دې خبره د خدای نوم یاد کړي چې موږ هغوی ته څاروي روزي کړل».( د حج سورت 27 آیت).

او هم څرګنده خبره ده چې د هر مملکت وګړي د خپلو صنایعو او خپلو طبعي منابعو بهترینې نمونې د ځانونو سره راوړي او دا ځای په کال کې یو وار د اسلامي ملکونو د صنعتونو لپاره ډیر لوی او مهم نندارتون وي او هر سړی کولی شي چې خپل دلخواه شیان په مناسب قیمت لاس ته راوړي او حتی کولی شي چې د هغو ممالکو شیان واخلي چې هغوی ته سفر کول یا د لیرې والي په خاطر او یا د کوم بل سیاسی امر په خاطر ډیر مشکل او نا ممکن وي.

او هم به موږ لیدلي یا اوریدلي وي چې متمدن ممالک د خپلو تجارتي، صناعتي او زراعتي بازارونو د نشر لپاره په کال کې یو ځل، غټ غټ نندارتونونه او لیلام بازارونه پرانیزي او د مختلفو هیوادونو امتونو ته دعوت ورکوي اما بیا هم د هغوی تعداد لسمې حصې د حاجیانو ته نه رسیږي او نه هلته ټول دلخواه او د ضرورت وړ شیان پیدا کیږي، نو معلومه شوه چې حج هم د تجارت لپاره او هم د تجارت د نشر لپاره کامیابه طریقه ده، ځکه هر حاجي چې خپل وطن ته بیرته لاړ شي خپلو خپلوانو او وطنوالو ته د ټولو هغو شیانو چې لیدلي او یا یې اوریدلي وي قصې او بیانونه کوي، خلاصه دا چې لکه څنګه چې حج یو دیني عمل دی همدارنګه اقتصادي او تجارتي ګټه هم ورڅخه اخیستل کیدای شي.

خو د افسوس خبره داده چې د مسلمانانو د غفلت او لټۍ په خاطر نن هغه مرکز چې د اسلامي هیوادونو د منابعو او صنایعو مرکزي بازار ؤ ورو ورو د اروپایي مصنوعاتو په مرکزي بازار بدلیږي، خصوصا د ورستۍ لویې جګړې نه راپدیخوا دغه وضع نوره هم مخ په انحطاط روانه ده. دا خبره هم ضروري چې دار مدار د ټولو اعمالو په نیت پورې اړه لري،  باید اصلي او اساسي هدف خاص د الله تعالی د رضا په خاطر د حج اداء کول وي او ضمنا تجارت کول ورسره څه پروا نلري، ځکه تجارت او روزي ګټل ظاهرا یو دنیایي کار ګڼل کیږي؛ له دې کبله د اسلام نه وروسته ځینو صحابه وو په دې مذهبي سفر کې د تجارت او نورو دنیایي غرضونو ګډول ښه او مناسب نه ګڼل ددې مفکورې په اثر لاندینی آیت نازل شو « او د لارې توښه (خرڅه) د ځان سره وړئ چې د لارې ډیره ښه توښه تقوی (سوال نه کول دي) په تاسو ګناه نشته که د خپل پروردګار فضل پلټئ او ځئ»( بقره 198).

(( یعنې په داسې حال کې چې تاسې تجارت کوئ))، ځکه اول خو «د رزق طلب»  په اسلام کې په هر حال  عبادت او ښه کار دی او بل دا چې د حضرت ابراهیم (ع) د دعا په بنا دا کار پخپله د حج په مقاصدو کې داخل دی، ځکه بې له دې کار څخه ددې ښار آبادي او بقا امکان نلري، او دا هم پاتې نشي: پخوا وختونو کې سعودي عرب وچ او بې حاصله صحرا وه او ددوی ټول عائدات د حج په موسم کې برابریدل او دا د تیلو منابع ډیرې وروسته کشف شوې او دا منابع به د همیش لپاره نه وي آخر به بیا ختمیږي. والسلام

مراجع:

1 – قرآن کریم.

2- احادیث نبوي صحیح مسلم کتاب الحج.

3- حکمة التشریع و فلسفته او څه نورو منابعو څخه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د