hajj-2010-4

د حج فضیلتونه او حکمتونه

استاذ عنايت الله عادل (د سرمؤلف مرستیال)

د حج تعریف:

حج په لغت کې ارادې،عزم، تکل یا د سپیڅلو او مقدسو ځایونو د لیدلو هوډ کولو ته وایي.

علامه ابن همام وایي: حج د معظم کار قصد کول دي.

حج په اصطلاح کې: په ځانکړي او معین وخت کې،د ځانګړو ځایونو زیارت کول دي په ځانګړو کړو وړو او اعمالو سره، یا په بله وینا: حج د ځانګړو کړو وړو نوم دی، د فرضي طواف، سعی او د عرفات له دریدلو او نورو څخه په خپلو ټاکلو وختونو (اشهر الحج) کې په داسې حال کې چې د حج په نیت سره یې احرام تړلی وي.

د حج د فرضیت دلیل: حج په قرآن ،احادیثو،اجماع، عقل  (قیاس) ثابت دی.

ژباړه: پر خلکو د الله دا حق(فرض)دی چې که څوک هغه کور ته د رسیدو وس ولري د هغه حج دې وکړي او که څوک ددې فرمان له عملي کولو نه انکار وکړي نو هغه دې په دې پوه شي چې الله له ټولو نړیوالو څخه بې نیازه دی. آل عمران: 97

ابو هریره رضی الله عنه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: الله په تاسو حج فرض کړی دی نو حج اداء کړئ.

او حج په عمر کې یو ځل فرض دی ځکه د امر صیغه تکرار نه واجبوي او نه د تکرار احتمال لري او ثابته عبادتونه چې په امر سره تکراریږي هغه د هغو د سببونو په تکرار سره دي او د حج سبب واحده بیته ده.

همدارنګه د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې کوم عملونه غوره دي؟ ده وفرمایل: ایمان په الله او دده په رسول.ورته وویل شوه بیا کوم عمل؟ ده وفرمایل: دالله په لاره کې جهاد،وویل شوه بیا کوم عمل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: قبول شوی حج.

په بل حدیث کې راځي: یوه عمره  تر بلې عمرې پورې د مینځني وخت لپاره کفاره ده او د مقبول حج بدله جنت دی.([1] )

په بل حدیث کې راغلي: څوک چې یوازې د الله د خوښې او رضا لپاره حج وکړي او له جماع او د جماع له دواعیو اونورو ګناهونو څخه ځان وساتي نو داسې پاک به راستون شي لکه د مور څخه چې د پیدا کیدو په ورځ پاک ؤ.

حضرت سعید بن جبیر،ابراهیم نخعي، مجاهد او طاووس رحمهم الله د مشهورو تابعینو علماوو څخه دي وایي: د کوم شخص په باره کې چې څرګنده شي چې بډای دی او له حج پرته وفات شي نو پر ده د جنازې لمونځ نه اداء کیږي.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د حج څخه څرګنده اړتیا یا ظالم پاچا یا بندوونکې بیماري منع نکړي نو پرته له حج اداء کولو مړ شي، نو خوښه دده ده یهودي مري او که نصراني. رواه الدارمي والبیهقي.

او په بل روایت کې راغلي: څوک چې ظاهري حاجت یا ظالم پاچا یا بندوونکی مرض د حج نه منع نکړي نو مړ شي او حج ونکړي نو خوښه یې یهودي مري او که نصراني . رواه الترمذي وبخاري.

همدارنګه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د توښې او سپرلۍ مالک وي چې دی بیت الله ته ورسوي او حج ونکړي نوڅه پروا پرې نشته یهودي مري او که نصراني.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: حج او عمره فقر او نیستي داسې له منځه وړي لکه د آهنګر کوره چې د اوسپنې خیری له منځه وړي.

*حضرت عمر رضی الله عنه فرمایلي دي: قصد لرم څه سړي ښارونو ته واستوم څو د هغو خلکو پلټنه وکړي چې مال درلودلو سره یې د حج فریضه نه وي اداء کړې په هغوی جزیه مقرره کړم.

*علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله په خپل معارف القرآن تفسیر کې لیکلي: یو بزرګ وایي چې کله د حج څخه راستون شوم نو په زړه کې مې د یوې ګناه وسوسه راغله، نو ناڅاپه یو غیبي آواز راغی چې تا حج نه دی کړی؟ نو دغه آواز زما او ګناه تر منځ د یوه دیوال حیثیت غوره کړاو الله تعالی زه دهغې ګناه څخه وژغورلم.

*حضرت حسن بصري رحمه الله وایي: په حرم شریف کې یوه روژه د سلوزرو روژو برابر ثواب لري، یوه روپۍ صدقه د سلوزرو روپیو ثواب لري همدارنګه یوه نیکي په حرم کې د سلوزرو نیکیو سره پرته له حرمه برابره ده.

او دا خبره هم د یادلو وړ ده چې په حرم کې د ګناه وبال هم همداسې زیات دی ـ همدا وجه ده چې ځنو علماوو په مکه مکرمه کې اوسیدنه مکروه ګڼلې ده.

*همدارنګه حسن بصري رحمه الله «من کفر فان الله غنی عن العلمین» آیت په ظاهر حمل کړی او په دې جمله کې یې یوې عجیبې نکتې ته اشاره کړیده فرمایي: دا چې د بیت الله په هکله الله فرمایلي دي: «هدی للعلمین» او بیا د حج پریښودو په صورت کې هم «عالمین» کلمه یاده شوې ده دا په دې دلالت کوي چې د دنیا بقاء د بیت الله تر بقا‌ء پورې اړیکې لري تر څو چې  د ځمکې په سر کعبه شتون لري او د هغه درناوی کیږي دنیا به آباده وي.

همدارنګه په بل آیت کې الله تعالی فرمایي: الله د درناوي وړ ځای کعبه د خلکو لپاره(د ټولنیز ژوندانه) د سمبالښت وسیله ګرځولې ده. المائده :۹۷

*رسول الله صلی الله علیه وسلم د بریده رضی الله عنه په روایت فرمایلي دي: مال لګول په حج کې لکه د الله په لاره کې مال لګول دي په اووه سوه چنده مال لګولو سره. رواه احمد

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابن عمر په روایت سره فرمایلي دي: د حاجي اوښ پښه نه جګوي او نه یې په ځمکه ایږدي مګر الله یوه نیکي پرې لیکي او یوه ګناه پرې محوه کوي او یوه درجه یې پرې لوړیږي. رواه البیهقی وابن حبان.

همدارنګه ابوهریره رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه فرمایي:حج کوونکي او عمره کوونکي د الله تعالی ډله ده که چیرې د ا لله نه څه غواړي قبولتیا یې کوي (ورکوي یې) او که بخښنه ترې غواړي بخښنه ورته کوي. رواه النسائی وابن ماجه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج د مناسکو د ثواب په هکله فرمایلي دي: کله چې ته له خپل کوره د بیت الحرام په نیت وځې نو ستا اوښه (سپرلۍ) قدم نه پورته کوي او نه یې ایږدي مګر الله پاک تاته یوه نیکي لیکي او یوه ګناه دې محوه کوي.

او کله چې له طواف وروسته دوه رکعته لمونځ کوې نو لکه د بنی اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه دې یو غلام آزاد کړی وي او کله چې د صفا او مروه تر منځ سعی کوې لکه اویا غلامان دې چې آزاد کړي وي.

او کله چې په ماسپښین کې په عرفات ودریږی نو الله تعالی د دنیا آسمان ته راکوزیږي او د پریښتو په وړاندې په تاسو ویاړي.

الله فرمایي: زما بندګان ګردونو وهلي له لرې لرې ځایونو څخه راغلي او زما د جنت هیلمن دي نو که ستاسو ګناهونه د ریګ د دانو په اندازه وي یا د باران د څاڅکو په اندازه وي یا د بحرد ځګونو په اندازه وي خوامخا مې دربښلي دي.کوز شئ اې زما بندګانو له عرفات څخه په داسې حال کې چې بښنه درته شویده او او چاته چې تاسو سپارښت کوئ هغه ته هم بښنه شویده.

د جمرو په ویشتلو هره شګه د یوې لویې ګناه کفاره ده.او پسه حلالول درته د الله په وړاندې ذخیره ده او د سرپه خرېیلو سره د هر ویښته په مقابل کې یوه نیکي درکول کیږي، یوه بدي او ګناه دې محوه کیږي او بیا چې کله فرضي طواف اداء کوې نو ته به په داسې حالت کې طواف کوې چې هیڅ ګناه به دې پاتې نه وي او یوه پرښته به ستا د ولیو په منځ کې لاس کیږدي او درته وایي به: په راتلونکې کې کړه وړه کوه تیر شوي ګناهونه دې ټول بښل شوي دي.

همدارنګه ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کله چې حاجي په حلاله نفقه د حج په نیت له کوره وځي او پښه د سپرلۍ په رکاب کې ایږدي او وایي: لبیک اللهم لبیک، نو یو آواز کوونکی آواز کوي: حج دې قبول دی او په ګناه کې دې نه اچوي. او کله چې حاجي په حرامه نفقه له کوره وځي او پښه د سپرلۍ په رکاب کې ایږدي او لبیک وایي نو د آسمان څخه یو آواز کوونکی آواز کوي: لا لبیک ولا سعدیک . یعنی حج دې قبول نه دی او نه ته نیکمرغه یې، ځکه توښه دې حرامه ده، خرڅه دې حرامه ده او حج دې هنوز ګناه راجلبوي او قبول نه دی.

یو شاعر وایي:

اذا حججت بمال اصله سحت   *** فما حججت ولکن حج العیر

لا یقبل الله الا کل طیبة       ***   ما کل من حج بیت الله مبرور

یعنی کله چې ته په حرام مال حج اداء کوې نو ګواکي تا حج ندی کړی بلکې قافلې (سپرلیو) حج کړی دی.

الله نه قبلوي مګر هر پاکیزه پاک او د بیت الله ټول حجونه مقبول نه دي.

د امت علما وایي : ان الامة اجتمعت علی فریضته، الحج فرض مرة بالاجماع علی من استجمعت فیه الشرائط.

یعنی: ټول امت د حج په فرضیت اجماع کړې ده وایي حج په ټول عمر کې یو ځل فرض شوی دی په چا کې چې د حج شرائط را جمع شوي وي. هو! حج یو نوی حکم او رکن نه دی بلکې د آدم علیه السلام څخه اووه زره کاله مخکې ملایکو د دې کور طواف کړی دی، آدم علیه السلام (40) ځله د دې کعبې په زیارت مشرف شوی دی او هرپیغمبر دا فریضه اداء کړیده .

د حج د فرضیت په هکله عقلي دلیل دادی: کله چې حج د بندګۍ د څرګندونې لویه ذریعه ده او د عبودیت اظهار واجب دی نو حج هم واجب دی. بل دا چې په حج سره د مالي او ځاني عبادتونو او د دې دواړو نعمتونو شکر اداء کیږي او د نعمت شکر هم په عقل، هم په شرع او هم په دود او عرف سره فرض دی نو حج هم فرض دی.

دحج د اداء کولو وخت:

د امام ابو یوسف په وړاندې د حج ادء کول فوراً واجب دي (کله چې د حج شرطونه پوره شي).

او امام ابو حنیفه رحمه الله وایي: حج تر ځانګړي وخت پورې خاص دی او مرګ په یوه کال کې نادر او بعید نه دی، نو تعجیل(بیړه) پکې غوره ده او نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په حج کې بیړه وکړئ ځکه هیڅوک د تاسو نه نه دی خبر چې څه ورته پیښیږي.

امام احمد او امام شافعي رحمهماالله وایي: حج په تراخي (وروستوالي) سره واجب دی که څه هم تعجیل غوره دی ځکه حج د ټول عمر فریضه ده نو عمر په حج کې داسې دی لکه وخت په لمانځه کې، نو لمونځ که تر آخره وخته پورې اداء شي هم صحیح کیږي.

د حج سبب بیت الله ده کله چې په آخر وخت کې دغه بیته ونړیږي نو بیا حج هم نشته ځکه سبب یې له منځه ځي .او هرکله چې بیته یوه ده نو سبب یې هم یو دی .

د عرفات د ورځې غوره والی:

د عرفې ورځ ډیره لویه او مبارکه ورځ ده . نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: غوره د ورځو د عرفې ورځ ده او کله چې دغه ورځ د جمعې له ورځې سره موافقه شي نو دغه حج د نورو ورځو په پرتله له اویا حجونو څخه غوره دی.

ابن نجیم وایي: دعرفات په ورځ له جنګ، جګړې،شخړې او ناوړه وینا بلکې له مباح خبرو څخه هم ډډه وکړئ.

حضرت عائشه رضی الله عنها وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د عرفات په ورځ الله تعالی د اور څخه دومره ډیر بندګان آزادوي چې په بله یوه ورځ یې هم نه آزادوي، بیا الله ددنیا آسمان ته راکوزیږي او ملایکې په بندګانو فخر او ویاړ کوي، نو الله تعالی وایي دا کسان چې څه غواړي ما ورکړل.

حضرت طلحه بن عبیدالله چې د عشرمبشره وو له ډلې څخه دی روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د عرفات د ورځې په پرتله بله ورځ شیطان دومره خوار او ذلیل، تښتیدونکی او ډیرپه غصه نه دی لیدل شوی ځکه په دې ورځ د الله رحمتونه راکوزیږي او دلویو ګناهونو څخه عفوه کوي .

دعرفات د ورځې مشهوره دعا« لا اله الا الله وحده لا شریک له، له الملک وله الحمد وهو علی کل شئ قدیر» بل د تلبیې او په نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندی درود زیات ویل دي .

همدارنګه په دغه وخت « لا اله الا الله محمد رسول الله، الله اکبر، سبحان الله ، استغفار» باید زیات وویل شي او په دې ورځ باید ځان، مور او پلار، استاذانو او نور عامه مسلمانانو او همدارنګه په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د امن او سولې او آبادۍ او استقلال لپاره دعا وشي.

او تر ټولو غوره دعا: (اللهم ربنا آتنا فی الدنیا حسنة وفی الآخرة حسنة وقنا عذاب النار) ده

د سالم بن عبدالله بن عمر رضی الله عنهم په هکله ویل شوي چې ده یو درویزه ګر ولیده چې د عرفات په ورځ یې له خلکو څخه درویزه کوله، ده ورته وویل اې عاجزه په نن ورځ هم د الله نه پرته د نورو څخه غوښتنه کوې؟

د حج د فرضیت حکمتونه:

‌ 1- روحي او ایماني حکمتونه:

الف ـ حج الله تعالی ته د بندګۍ، مینې او محبت څرګندونه ده له همدې کبله د انسان تر ټولو لوړ لقب عبدالله دی: سبحان الذي اسری بعبده لیلا .

یعنی پاکي ده هغه ذات لره چې خپل بنده یې په شپه کې بیت المقدس (او له هغه ځای څخه آسمانونو ته بوتلو).

او حضرت علي کرم الله وجهه به ویل: «کفی بي شرفا ان اکون لک عبدا وکفی بي عزا ان تکون لی ربا » .

یعنی ماته دا شرف کافي دی چې ستا بنده یم او دا عزت ماته کافي دی چې ته زما رب او پالونکی یې.

ب ـ د حج په مناسکو سره د حاجي د شوق او مینې بیماري تسکین مومي.

د وهبي سلیمان غاوجي کتاب لیکلي چې یوه مسلمانه نیکه ښځه مکې ته راغله، نو ملګرو ته به یې ویل: أين بيت ربي؟ یعنی زما د رب (پالونکي ) کوټه کومه ده؟ ورته وویل شوه: اوس به یې ووینې.

کله چې بیته راڅرګنده شوه، ورته وویل شوه: «هذا بیت ربک» دغه ستا د رب بیته ده، نو د بیتې په لوري یې د مینې او شوق په قدمونو ورمنډه کړه، تر دې چې ور ورسیده، زړه، روح او بدن یې په بیته ور وچسپول، له لږ درنګ وروسته یې زړه ودرید، بدن یې آرام او روح یې په ډیر شوق سره الله ته والوته او مړه شوه، په داسې حال کې چې پر بیته پورې چسپیدلې وه، دا څومره ښایسته مرګ دی.

2ـ اخروي حکمت: کله چې د عرفات په میدان  کې په ملیونونو حاجیان راټولیږي نو دغه ځمکه د حشر له ځمکې سره مشابهت پیدا کوي او حاجي ته د حشر، حساب او کتاب ورځ وریادوي چې انسانان، پیریان، حیوانات او الوتونکي مرغان به ټول راجمع کیږي.

3- فردي حکمتونه:

الف – د حج په اداء کولو کې د توان او وس مطابق د الله امر منلو ته منډه کول او دا چې د حج فرضیت په قران او سنت ثابت دی،نو ددې عقیدې له مخې د حج عملي ترسره کول دي.

ب – د حج اداء کول یو عملي دلیل دی په داسې توګه چې ټول ژوند باید د الله تعالی لپاره ځانګړی شي او د هغه د رضا لپاره هله ځله وشي. اوپه دې لار کې د هر شي (کورنۍ، مال، هیواد او عمل) ایثارول دي.

ج ـ په حج کې د ایمان پیاوړتیا، د نفس سپیڅلتیا او د ګناهونو تکفیر دی، ځکه مومن په حج کې د عبادت، تفکر او د الله د ذکر لپاره وزګاریږي. حاجي د ژوند غمونه نه مشغولوي او نه یې د دنیا فاني څیزونه په فتنه کې اچوي او د کعبې سره په داسې حال کې مخ کیږي چې د دنیوي ډول او سنګار څخه یې ځان بالکل خالي کړی وي او د کعبې د هیبت او عظمت له وجې یې له سترګو اوښکې بهیږي او د الله کور ته زاري کوونکی، توبه کوونکی او بخښنه غوښتونکی حاضریږي او د عرفات په میدان کې چې کله ټول حاجیان تلبیه ویونکي ویني نو دغه حالت د قیامت ورځ ورپه زړه کوي.

د – حاجي په حج کې ددې هیلمن وي چې د کناهونو له ضرر څخه خلاصون ومومي او د ګناهونو او فتنو له تیارو څخه یې زړه نوراني وګرځي.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې دالله لپاره حج کوي خو نه پکې جماع کوي نه پکې ګناهونه، نو داسې به له ګناه څخه پاک شي لکه د مور څخه چې نوی زیږیدلی وي.او بیا هیلمن وي چې تر قیامته د الله د پیروۍ په سیورو کې ژوند وکړي.

ه- د حاجي په روح او حس کې د دین نښې نښانې نوې کیږي او حقایق یې ځلا مومي، ځکه  حاجي دغه پاکه ځمکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې زیږیدلی او دلته یې ژوند کړی او د ژوند خوږې ترخې یې پکې تیرې کړې او خلک یې اسلام ته رابللي او په دې لاره کې یې څومره ستونزې ګاللي دي او څرنګه یې په حرم کې لمونځونه کړي او طوافونه یې اداء کړي او بیا په هجرت مجبور شوی او د خپل قوم څخه یې کومې ناخوالې لیدلې دي، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه رښتینی امین او هغه اشرف المخلوقات دی چې د مولانا روم په ژبه یې د الله نه وروسته درجه ده.

او کله چې حاجي د مجاهدو صحابه وو حالات را یادوي چې د اسلام په لاره کې یې کومې ستونزې او کړاوونه زغملي دي نو د هغو له کړو وړو څخه د عبرت درسونه اخلي.

4- ټولنیز حکمتونه:

د حج په مناسکو او عبادتونو کې د انساني وررګلوۍ نښې نښانې څرګندیږي او د بشر د یووالي لپاره ډیر څرګند دلایل دي او دا یووالی د احرام په جامه کې راښکاره کیږي کله چې ټول په یو ډول جامه، په یوه ژبه تلبیه ویلو، په یو حالت سره عبادت کولو، په طواف، عرفات او د جمرو په ویشتلو کې په داسې حال کې لیده کیږي چې د سپین او تور، بډای او فقیر، آمر او مامور تر منځ هیڅ توپیر نه لیده کیږي.

لنډه دا چې حج یوه فریضه ده چې اداء کول یې لازم دي خو د الله تعالی دې احسان ته وګورئ چې نه یوازې فریضه زموږ له غاړې بیرته کیږي بلکې زموږ ګناهونه هم ورسره بښل کیږي او د حدیث له مخې په خوښیو او خوشحالیو نازول کیږو او د جنت زیری هم راکول کیږي.

حضرت ابن عباس رضی الله عنهما وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې حاجي ته د سپرلۍ پر هر ګام اویا نیکۍ لیکل کیږي او که پلی حج کوي پر هر قدم د حرم له نیکیو څخه اووه سوه نیکۍ ورته لیکل کیږي او د همده صلی الله علیه وسلم په وینا د حرم یوه نیکي له زرو نیکیو سره برابره ده.

حاجي باید حج ته له روانیدو مخکې د حج پوخ نیت وکړي او د الله تعالی سره ژمنه وکړي چې له حج وروسته به هم له ګناهونو څخه ځان ژغورم، ټول بد او ناوړه کارونه به پر ځان حراموم او له لوی الله پرته د هر شي سره به اړیکې شلوم.او کله چې لبیک وایي باید په ځواب کې لبیک تر لاسه کړي او کله چې په عرفات  دریږي باید حق او حقیقت مشاهده کړي او حق ته تسلیم اوله ناحقو بیزار شي، په مزدلفه کې نفساني غوښتنې پریږدي، د جمرو د ویشتلو په مهال د بدو ملګرو او باطلو نظامونو او ناوړه هیلو څخه هم جدایي غوره کړي او د قربانۍ په کولو سره خپل نفس هم ووژني.

د حج څه نورو حکمتونو ته دا ډول اشاره کوو:

-1د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت لپاره بیت الله شریف د اسلام د لویو شعایرو څخه ده، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دغه ځای ته پوهان او علماء راټولیږي او یو د بل د حال احوال څخه خبریږي او یو د بل له تجربو څخه ګټه اخلي او د مسلمانانو د ستونزو او نورو چارو په هکله لازم تصمیمونه نیسي او ددې سپیڅلي کور د عظمت او عزت څرګندونه کوي، او مسلمانانو ته دا ښیي چې دوی ټول پرته له کوم توکمي، ژبني، کلتوري او ټولنیز توپیر او تعصب څخه له یو شان حقوقو څخه برخمن دي او یو پر بل لومړیتوب، د ژبې، رنګ او هیواد پر بنسټ نه، بلکې د پرهیزګارۍ او تقوی پر اساس دي.

2- حج د یو او بل د پیژندګلوۍ، اتحاد او اتفاق او د اسلام ددعوت لپاره تر ټولو غوره وسیله ده، د حج پر مهال د اسلامي امت یوه ستره او پرتمینه غونډه جوړیږي چې په اوسنۍ اصطلاح کې ورته نړیوال کانفرانس ویلی شو.

۳- د حج د ارکانو او افعالو د ترسره کیدو ټول ځایونه هغه مقدس ځایونه دي چې هلته د الله تعالی پر انبیاوو او رسولانو باندې بې حسابه رحمتونه او فیوضات نازل شوي دي، اوس هم د چاسره چې ددوی د پيروۍ او متابعت مینه او ولوله شتون لري، پر هغوی د الله تعالی رحمتونه وریږي.

4- حج د نفس د تزکیې او د اخلاقو د سمون ډیره ښه ذریعه بلل کیږي.

5- حج د الله او رسول سره د مینې څرګندولو لپاره یو آزموینه ده، رښتیني مسلمانان او عاشقان تر هر څه تیریږي او د الله او رسول په لار کې د هیڅ ډول ستونزو او کړاوونو پروا نه ساتي، خو برعکس په نامه مسلمانان اود نفساني غوښتنو خاوندان ډول ډول پلمې جوړوي او ددې لویې فریضې څخه محروم پاتې کیږي.

6- د حج په سفر کې د مختلفو هیوادنو او ولسونو اخلاق او عادات څرګندیږي او ډول ډول تجربې، دیني او دنیوي ګټې ورڅخه لاس ته راځي.

7- د محمدي امت لپاره د کعبې شریفې په زیارت د الله تعالی رضا لاسته راځي او بل دا چې هغه مکان د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زیږيدو او استوګنې ځای دی چې ددیني پلوه مرکزي حیثیت لري، د مسلمانانو قبله ده او هلته په طواف او لمانځه اداء کولو سره ګواکي د الله په دربار کې حاضري ورکول دي.

8- د حج سفر د آخرت یادونه ده کله چې حاجي د احرام لباس اغوندي، د کفن وخت وریاديږي، د عرفات په میدان د ملیونونو وګړو راټولیدل او ددغه میدان ګرمي او تودوخه د محشر د ورځې بیګه ده. همدارنګه نور افعال یې هم د آخرت نمونه ترسیموي.

د مثال په توګه حاجي د احرام په اغوستلو سره ځان د مړو په څیر جوړوي او په دې لباس کې دا حکمت هم دی چې بډای، مسکین، فقیراو پاچا د الله دربار ته په یو ډول جامو کې حاضریږي او چاته د ویاړ او فخر موقع نه وي.

دا هم پاتې نشي چې احرام په حج یا عمره کې داسې دی لکه په لمانځه کې تحریمه تکبیر، هکذا څوک چې د حج یا عمرې نیت وکړي او تلبیه ووایي نو ډیر حلال شیان پرې حرامیږي چې هغو ته د احرام ممنوعات ویل کیږي.

د احرام سره انسان د بندګۍ او عاجزۍ تر ټولو لوړه مرتبه کې وي او د حال په ژبه خپل پروردګار ته په زارۍ وي چې ای الله! زه په دنیا کې له دغه دوه ټوټو رخت پرته چې یوازې خپل ستر مې پرې پوښلی بل څه نلرم او ته د هر څه مالک او خاوند یې، نو زما په حال رحم وکړه.

احرام په انسان کې خشوع او عاجزي پیدا کوي. او د مسلمانانو د یووالي ښه سمبول دی.

په احرام کې دیته هم اشاره کیږي چې په کوم حالت کې انسان دنیا ته راغلی وي چې په عامه توګه ماشوم په دوه ټوکرانو کې نغښتل کیږي په همغه حال به ددنیا نه بیرته ستنیږي.

9- په حج سره د الله د توحید او اطاعت څرګندونه کیږي ځکه د حج د کړو وړو موخه او مقصد د رب البیت پیروي ده نه د دروازو، دیوالونو، عرفات او نورو عبادت، نو ځکه حاجي یوازې الله ته د بشپړ غاړې ایښودلو په نیت لبیک وایي.

10- حج د اسلام د خپرونې لپاره یوه ښه زمینه ده که د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ته ځیر شو دا ورڅخه څرګندیږي چې دی له دې فرصت څخه د ګټې اخستلو پر مټ وتوانید چې د خپل دعوت پر بنسټ یې یو اسلامي هیواد تشکیل کړ او ددغه دعوت پایلې په اسلامي تاریخ کې د عقبې لومړی او دوهم بیعت په نوم یادیږي.

11-  همدارنګه حج مسلمانان دیته هڅوي چې په خپل منځ کې ټولنیزې، کلتوري او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او د دښمن پر ضد د یو ګوند دریځ غوره کړي .

12- حج مسلمان ته د عزت تیر تاریخ ورپه زړه کوي څو خپل راتلونکي ژوند کې د خپلو اسلافو پر پل پل کیږدي او دهغوی په څیر په دواړو جهانونو کې له بریالیتوب څخه برخمن شي.

13- حج د توبې مرستندویه عبادت دی چې مسلمانان په خپلو ګناهونو پښیمانتیا او خفګان ته جوګه کوي او د الله جل جلاله څخه یې بخښنې ته اړ باسي.

14- حج په انسان کې اخلاص پیدا کوي کوم چې د انسان د معنویاتو د لوړوالي یو ښه لامل دی.

15- د حج سفر د نورو سفرونو په څیر مسلمان صبر او زغم ته چمتو کوي او د اسلام لپاره هر ډول قربانۍ او فداکارۍ ته یې هڅوي.

16- حج داسې عبادت دی چې د مسلمانانو د یووالي څرګندونې سره سره د هغو سپیڅلو ځایونو لیدنه پکې شتون لري څو د الله هغه کور(کعبه) په عبادت آباده کړي کوم چې د دوی ستر نیکه حضرت ابراهیم علیه السلام د وحي سره سم د حنیفي دین مرکز ټاکلی ؤ څو خپل تیر تاریخي یاد په زړه کړي او د خپل ستر نیکه هغه سرښندنې چې د الله په لاره کې یې ورکړې وې هر کال ژوندۍ او هغه ته ښوول شوی عبادت ترسره کړي.

آیا په حج او عمرې ټول ګناهونه بښل کیږي؟

ابن نجیم رحمه الله وایي: په حج سره واړه او لوی ګناهونه ټول بښل کیږي ولو که حقوق العباد هم وي .

همدارنګه الاکمل په شرح المشارق کې فرمایي: (هدف دا چې) په اسلام، هجرت او حج سره پخواني ګناهونه بښل کیږي، واړه وي یا لوی ان تر دې چې حقوق الله او حقوق العباد ته هم شاملیږي.

البته د حربي په پرتله یعنی که حربي څوک وژلي وي یا یې د چا مال اخستی وي او دار الحرب کې یې ساتلي وي، خو بیا ایمان راوړي هیڅ شی ورڅخه نه اخستل کیږي.

او دا ذکر شوی حدیث د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په بیعت کولو بشارت او ترغیب دی.

اما نور علما وایي چې هجرت او حج د مظالمو کفاره نشي کیدای او نه کبائر کناهونه پرې بښل کیږي. بلکې واړه ګناهونه له منځه وړي.

او جواز لري وویل شي، لوی ګناهونه هم چې له حقوق العباد څخه نه وي، لکه اهل ذمه چې اسلام راوړي په دې سره هم هغه لوی ګناهونه چې د حقوق العباد له جملې څخه نه وي بښل کیږي.

همدارنګه امام طیبي ددې حدیث په شرح کې ذکر کړي دي وایي: ټولو شارحینو په دې اتفاق کړی دی.همدارنګه امام نووي او قرطبي هم د مسلم په شرح کې ذکر کړي دي.

قاضي عیاض فرمایلي دي: ټولو اهل سنتو اجماع کړیده چې لوی ګناهونه له توبې پرته نه بښل کیږي، نو د بحث پایله دا شوه چې مسئله ظني ده او په حج سره لوی ګناهونه، حقوق الله وي یا حقوق العباد نه بښل کیږي. او څوک یې چې د ټولو وړو او لویو ګناهونو کفاره بولي، هم دا معنا نلري چې د چا دین او قرض ورڅخه ساقط شي، یا د لمونځونو، روژې او زکاتونو قضایي ورځنې ساقطه شي ځکه په دې توګه هیچا وینا نده کړې بلکې مراد دا دی چې هغه د قرض د تاخیر ګناه ساقطیږي که له عرفات وروسته یې قرض معطل کړ او اداء یې نکړ نو ګنهګار دی.

همدارنګه په حج سره د لمانځه د تاخیر ګناه له مینځه ځي خو قضایي یې بیا باید راوړي.

همدارنګه بحر الرائق ج/2ص 364 کې لیکلي: وبالجملة فلم یقل احد بمقتضی عموم الاحادیث الواردة في الحج کما لایخفی. یعنی په حج کې د راغلو احادیثو د عموم له غوښتنې څخه معلومیږي چې هیچا هم دا ندي ویلي چې په حج لوی ګناهونه بښل کیږي (البته دا خبره پټه نده).

ابن عابدین رحمه الله وایي: دا چې د حج معطلولو او وروسته کولو ګناه پرې ساقطیږي، ددې وینا موخه دا ده چې چا لمونځ له خپل وخت څخه وروسته کړ نو دی د ګناه مرتکب شو او په ده باندې یې قضایي راوړل واجب دي.

همدارنګه کله چې څوک قرض معطل کړي او یا څوک ووژني نو دی د ګناه مرتکب شو او دا یو جنایت دی په بنده باندې، ځکه د الله د منع خلاف یې وکړ نو په ده باندې که قصدي یې وژلی وي ځان قصاص ته سپارل دي او که سهوا وي نو دیت ورکولو ته ځان سپارل لازمي دي.همدارنګه نور مثالونه یې:

او دا چې حج د لویو ګناهونو لپاره کفاره ګڼي هدف دا دی چې دا د لویو ګناهونو کفاره ده لکه د لمانځه قضا کول، د قرض معطلول او بې ګناه بنده وژل. اما کوم واجبات چې په دې ګناهونو مرتب دي لکه د لمانځه قضایي راوړل، د قرض اداء کول او ځان قصاص یا دیت ته تسلیمول پرې لازم دي، هغه نه ورباندې ساقطیږي.

همدارنګه په توبه هم اتفاقا ګناهونه بښل کیږي، خو ددې نه دا ثابتیږي چې هغه مرتب واجبات په دې ګناهونو ساقط شي. مثلا که څوک یو شی غصب کړي بیا توبه وباسي نو دده توبه نه بشپړیږي مګر دا چې د غصب تاوان ورکړي. یعنی څو غصب شوی شی یا یې قیمت ورنکړي د آخرت له جزا څخه نه خلاصیږي. همدارنګه حکم دی په قرض معطلولو او لمانځه وروسته کولو کې.

لنډه دا چې حج د ګناه کفاره کیږي اما د الله او بنده حقوق پرې باقي دي، او دا چې ده د الله مخالفت کړی دی نو دغه مخالفت ورباندې ساقط شو.

مراجع:

  • قرآن کریم
  • احادیث نبوي صحیح مسلم کتاب الحج.
  • حكمة التشريع وفلسفته.
  • د حج او عمرې لارښود د حنفي عبدالحق لیکنه.
  • سیرة النبي صلی الله علیه وسلم د شبلي نعماني تأليف.
  • فقه علي مذاهب الاربعة.
  • الموسوعة الکویتیة الفقهیة.

[1]  مبرور حج: هغه دی چې په هغه کې ګناه نه وي یا مبرور حج مقبول حج ته وایي یا هغه حج دی چې د ریا او نامه لپاره نه وي یا هغه حج دی چې له هغه وروسته ګناه ونه کړي. حسن بصري رحمه الله وایي: مبرور حج هغه دی چې د هغه نه وروسته له دنیا څخه بې توجهي او آخرت سره یې مینه او رغبت پیدا شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د