fbpx

باد پکې ته مخامخ ويدېدل روغتيا ته خطر پېښوي

د عبدالمالک همت ژباړه

څه موده مخکي رسنيو خبر ورکړ چي د روغتيا يو برتانوی متخصص د خپلي څېړني پر بنسټ وايي چي بادپکې ته وېدېدل پر روغتيا باندي منفي اغېزي اچوي، ځکه نو باد پکې ته له مخامخ وېدېدو څخه ډډه وسي.

د برتانيې ميترو ورځپاڼي د خبر له مخي د روغتيا برتانوی متخصص ډاکټر مارک ريډيک ويلي دي چي که څه هم خلک په دوبي کي د تودوښي له امله پنکې ته مخامخ ويديږي، خو  بادپکه په خونه کي دوړه خپروي او باد يې روغتيا ته تاوان رسوي.

ريډيک څرګنده کړې ده چي باد پکې ته له پرېوتو يا زياتي ناستي څخه کېدای سي په مزاج کي د حساسيت او د بلغمو د پيدا کېدو او عضلو او پوزي د نليو د التهاب ستونزي رامنځ ته کړي.  پر دې سر بېره د پنکې باد کېدای سي د بدن د پوټکي او سترګو د وچېدو لامل سي.

روغتيا پوهان وايي د انسان د وېدېدو د ځای لپاره د تودوښي سمه او برابره درجه ۱۶ تر ۱۸ درجې ده. خو چي د خوب پر مهال د تودوښي درجه تر دې لوړه سي د انسان بدن خوله کوي او ورسره په تکليف کيږي.

د روغتيا دغه متخصص سپارښتنه کوي چي که څوک بيا هم باد پکې ته ويدېږي د هغې مخي ته دي د يخی سوو اوبو يو لوښی چي مالګه په ګډه سوې وي کښېږدي.

پر دې سربېره ښه داده چي د مالوچو(پنبې) بستر استعمال کړي، پر ځان کوم ټوکر واچوي، ډېري اوبه وڅښي او له کافئينو یا شرابو څخه پرهيز وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د