fbpx

د امت د آزادۍ حقیقي اتلان / لومړۍ برخه

احمدمدثر دلسوز

لکه څرنګه چي راتلونکې یکشنبه د افغانستان د سپېڅلي خپلواکۍ ۹۹ کلیزه ده، نو ددې لپاره چي په ځوانانو کي مو د امت د آزادۍ سپېڅلی حس ويښ ساتلی وي، لاندي څو کرښي د امت د آزادۍ د حقیقي اتلانو په اړه لیکم.

ځکه د غرب یو هدف همدادی چي ددوی مزدور او لاسپوڅي موږ ته د أتلانو په څېر معرفي کړي.

کوم وخت چي مسلمانان د یو واحد قیادت او رهبري لاندي ژوند کاوه نو له هر دوښمن څخه په أمان او له هر جابر څخه په أمن کي وه ، مسلمانان هغه وخت له ذلت او سپکاوي سره مخ سوي چي کله یې رهبري وېشل سوې نو بیا أمت ټوټې ټوټې سوی او له هري خوا ورباندي د صلیبیانو له لوري د خپلي خوښي لاسپوڅي حکومتونه مسلط سوي دي.

کله چي د مسلمانانو تر مېنځ اختلافات اوج ته ورسېدل د یوه رهبر سیوری یې له سرونو څخه لیري سو، داسي وخت راورسېد چي په یوه وخت کي په اسلامي نړۍ کي دریو خلیفه ګانو ژوند کاوه هر یوه به د خپل خلافت په ساحه کي په خطبه کي خپل نوم یاداوه، په مصر کي فاطمي خلافت، په بغداد کي عباسي خلافت او په أندلس کي أموي خلافت وجود درلود. له همدې دورې څخه د أمت د زوال شېبې شروع سوې، د صلیبیانو لاسوهنو ته هم یوه ښه موقع برابره وه، صلیبیانو پر اسلامي نړۍ یرغلونه پیل کړل.

په ترکیه کي اسلامي تحریک – (تحریک نور، د بدیع الزمان سعید نورسي رحمه الله په قیادت)

تر دي چي په ۱۹۲۴ مېلادي کال کي د مسلمانانو د وحدت بله ډېوه (عثماني خلافت) هم د کمال اتاترک لخوا لمېنځه ولاړ، او پر ځاي یې یو بې دینه او سیکولر حکومت مېنځته راغی، اتاترک د غربیانو ټول أهداف په مسلمانه ترکیه کي عملي کړل، په ۱۹۲۴ م کال کي یې د حج او اوقافو وزارت حذف کړ او په تعلیم او تربیې پوري یې ونښلوئ، حقاني علماء یې ټول په شهادت ورسول، ځینو علماء ځانونه پټ کړل مصطفی اتاترک د هغوی لپاره د عفوي اعلان وکړ او په راډیو کي یې وویل چي زما څخه لویه غلطي وسوه پر خپلو کارونو سخت پښېمانه یم نو د خپلو غلطیو د کفارې لپاره غواړم چي پاته علماء د حج و مراسمو ته واستوم، په دې چل سره کوم علماء چي ځانونه یې پټ کړېوه بیرته ځانونه ښکاره کړل، خو د اتاترک په وجود کي یهودی وینه ګرځېدل، زړه یې له اسلام سره د کېني ډک ؤ له منبر او محراب، ملا، طالب او قرآن سره یې دښمني درلوده نو کوم علماء چي ورته راټول سوه هغوی یې هم په شهادت ورسول.

او څه د ګوتو په شمار علماء چي پاته وه هغوی ږیري وخریېلي، پتلونونه یې واغوستل او لنګوټې (پګړۍ) یې لیري کړې تر څو د ظالم او طاغوت حکومت څخه ځانونه وژغوري. چي له هماغه وخت څخه د ترکیې د علماؤ ظاهري شکل او قیافه همداسي پاته ده.

اتاترک ټول جوماتونه وتړل، لومړی یې آذان په ترکي ژبه اعلان کړ او له څه وخت وروسته یې مکمل پر آذان بندیز ولګاوه د ترکیې مسلمانانو ۲۹ کاله د آذان ږغ وانه ورېد، هر ډول دیني حلقې یې بندي کړې او د هر ډول اسلامي تحریکونو او قیادتونو مخنیوی یې وکړ.

د استانبول دوه لوی او مشهور جوماتونه یې وتړل د اباصوفیا د جومات څخه یې موزیم جوړ کړ او د فتح د جومات څخه یې ګودام جوړ کړ.

په ۱۹۲۶ م کي یې د هجري کلیزي پر ځاي غربي کلیزه رواج کړل، د ترکیې رسم الخط چي عربي ؤ هغه یې له عربي څخه انګلسي رسم الخط ته تغیر کړ، اتاترک د ترکيې د مسلمان نسل سره د رسم الخط په بدلولو سره دوه کاره وکړه لومړی دا چي د ترکیې د مسلمان نسل او د هغه د ماضي او اسلامي نړۍ دماضي تر مېنځ اړیکه پرېکړل، ځکه پخواني ټول کتابونه په عربي رسم الخط باندي لیکل سوي وه او بل دا چي د ترکانو سره یې د ټولي اسلامي او عربي نړۍ اړیکي پرې کړې او لدې وروسته چي په عربي ژبه کوم کتابونه چاپېدل، د ترکیې ځوان او نوی نسل به نور ددې کتابونو د ویلو جوګه نه وي، اتاترک په عربي ژبه تألیفات، اخبارونه او مجلې خپرېدل منع کړل.

د رخصتۍ ورځ یې د جمعې څخه و یکشنبې ته واړول، په قسم (لوړه) کولو کي یې د الله تعالی نوم لري کړ او هر چا به د خپل ځان په شرف او عزت قسم کاوه، ټولي مدرسې یې وتړلې، د استنبول د شرعیاتو پوهنځي یې مکمل په بشپړ ډول بنده کړه.

د رقصونو او فحشاء ستر مرکزونه یې پرانیستل، د ښځو کنسرتونه یې فعاله کړل، پر حجاب باندي یې مطلق بندیز ولګاوه چي ددې بندیز تمثیل په افغانستان کي امان الله خان هم وکړ خو د افغانستان مجاهد ولس ورته زیات وخت ورنه کړ او له هیواده یې په خړو سترګو وشړی.

امان الله خان داسي فکر کاوه چي دې ملت ته به د دین په پرېښودلو سره پرمختګ راوړي او پرمختګ یوازي په بې دیني او سیکولریزم کي دی، امان الله خان د کمال اتاترک له افکارو او عاداتو څخه زیات متأثره سوی شخصیت ؤ.

مصطفی کمال اتاترک د اسلام اړیکي په بشپړ ډول له ترکیې سره وشلولې هغه به قرآن کریم په لاس کي واخست او ویې ویل چي کومو خلګو د داسي زړو قوانینو او أصولو په پلي کېدو کي پرمختګ کړی دی؟ او ویې ویل چي هیڅ ملت به دداسي أصولو په پلي کېدو پرمختګ ونکړي، امان الله خان هم غوښتل چي د کمال اتاترک هماغه ملت پالنه او غرب پالنه په افغانستان کي تطبیق کړي.

نورو سیکولر هیوادونو به د ترکیې حکومت د دلیل په توګه خپل ولس ته وړاندي کاوه او دا به یې ورته ویل چي د داسي زړو قوانینو (قرآن) و پلي کېدو ته هیڅ ضرورت نسته او کوم چا چي دا پرې ایښي او د غرب پر قدم یې قدم ايښی هغوی پر مختګ کړی لکه (ترکیه).

پر ترکیه باندي د بې دینۍ توره پرده غوړېدلې وه، تاسي فکر وکړئ چي کوم مسلمان ملت ۲۹ کاله د آذان ږغ وانه وري، د قرآن مصحف ونه ویني، د عالم، منبر، محراب مخ ونه ویني نو په هغوی کي به د اسلام کوم روح هم پاته وي؟

په دې وخت کي یو داسي انقلابي شخصیت ته ضرورت ؤ چي ټوله ترکیه راوپرځوي او په ځوان نسل کي د اسلام روح پوکي.

دا به څوک وي؟ دا د اسلامي نړۍ وتلی عالم او دعوتګر بدیع الزمان سعید نورسي رحمه الله ؤ، سعید نورسي په کال ۱۲۹۳ه کي د ترکیې د کردستان په یوه کلي کي چي نورس نومېده وزېږېد، نوموړي ابتدائيې زده کړي له خپل مشر ورور څخه وکړې او وروسته بیا د علم د حاصلولو لپاره نورو ښارونو ته هم ولاړ، نوموړی ښه ذهین او لایق شاګرد ؤ، علماء ورته هغه وخت ګوته په غاښ سوه چي د اصول الفقه لوي کتاب (جمع الجوامع) یې په يوه هفته کې مکمل زده کړ.

له هغه څخه وروسته یې منطق، علم الکلام، حدیث، تفسیر، فقه، نحو، کیمیا، بیولوژي، جیولوجي، فلکیات، ریاضي، فلسفه او تاریخ هم وویل.

استاد سعید نورسي د ډیري پوهي او ذکاوت څخه برخمن وو نو ځکه یې په علماؤ کي د (بدیع الزمان) په نامه باندي شهرت پیداکړ.

استاد نورسي یوه ورځ اخبار لوستی چي لیکلي یې وه : د برتانیې وزیر (ګلاډسټون) د پارلمان وکیلانو ته په وینا کي وویل : تر هغې چې مسلمانانو کې قرآن وې، موږ پرې نسو حاکم کېدلاي د دي لپاره يا بايد قرآن کريم له منځه يوسو او يا د مسلمانانو اړيکي له قرآن کريم سره وشلوو.

لدې ورځي وروسته سعید نورسي رحمه الله خپل ټول ژوند د قرآنکریم د تعلیم او تعلم لپاره وقف کړ.

سعید نورسي له هغه وروسته د الزهرا په نامه مدرسه تأسیس کړه چي دیني او عصري زده کړي یې کولې.

یو وخت د الأزهر پوهنتون شیخ بخیت استنبول ته ورغی له بدیع الزمال سعید نورسي صاحب سره یې اوږده مباحثه وکړه، د الازهر شیخ له سعید نورسي څخه پوښتنه وکړه چي د عثماني ترکانو او أروپایانو په اړه څه نظر لرې؟ سعید نورسي رحمه الله ورته وویل چي عثمانې خلافت له اروپايې تهذيب څخه حمل اخستي دا به يوه ورځ بچي زېږوي.

شیخ سعید نورسي رحمه الله ټول عمر د یوه اسلامي نظام غوښتونکی، د اسلامي شریعت پلي کوونکی، د مسلمانانو د وحدت قائد او په ټوله اسلامي نړۍ کي د یوه واحد قیادت او نظام غوښتونکی ؤ.

له دې وخت څخه وروسته نو د بدیع الزمان سعید نورسي رحمه الله او د أتاترک د حکومت ترمېنځ لوي لانجې پیښیږي، سعید نورسي یو تحریک د (تحریک نور) یا د نور د تحریک تر نامه لاندي په خپله مشرۍ پیل کړ چي وروسته همدا تحریک یې شاګردانو پر مخ یووړ ، په همدې تحریک کي اکثریت هغه علماء وه کوم چي د اتاترک څخه یې ځانونه پټ کړي وه، سعید نورسي د رسائل النور په نامه رسالې ولیکلې او هغه یې په خلګو کي خپرې کړې، هر شاګرد چي به غوښته نو هغه ته یې په دې شرط ورکولې چي یوه به ترې خپل ځانته لیکې او ۳ رسالې به نوري لیکې ددې لپاره چي په خلګو کي په زیاته اندازه تکثیر سي، نو ډیر وخت نه ؤ تېر سوی چي د رسائل النور په زرګونو نسخې د خلګو ترمېنځ ووېشل سوې او خپرې سوې، همدا رسالې یې ددې لپاره خپرې کړې ترڅو په عامو خلګو، محصلینو، استادانو، شاګردانو، علماؤ او بالاخره په ټولو مسلمانانو کي اسلامي ويښتابه او اسلامي فکر راژوندی کړي او یو اسلامي تحریک د اتاترک د بې دینه او سیکولر حکومت پر ضد راپورته کړي.

اتاترک ډېر کوښښ وکړ چي سعید نورسي خپلي خواته راواړوي، هغه ته یې د لویو لویو منصبونو او پیسو وعده ورکړه، خو پرې بریالی نسو او ورسره جوړ نسو، وروسته یې هغه محکمه کړ د هغه د تحریک ۱۵ غړي یې اعدام کړه تر څو سعید نورسي وبیروي او له خپل کار څخه لاس واخلي، خو بدیع الزمان سعید نورسي رحمه الله د محکمې د ټولو غړو په مخکي داسي وویل: که د اسلامي حقايقو څخه د يوه حقيقت د ساتني په خاطر زما د ژوند قرباني ته اړتيا وي، زه به پکي هيڅ دريغ ونه کړم که زه زر ځله مړ هم سم، زه له اسلامي امت څخه پرته بل هيڅ هم نسم منلاي، زه د خپلو اعدام سوو وروڼو خواته ورتلو ته تيار يم، تاسو ماته د تبعيد جزا راکړي خو زه وايم چې له دي هم سخته جزا راکړئ.

آخر یې سعید نورسي رحمه الله له هیواده تبعید کړ پدې تور چي د ترکیې د نظام پر ضد خلګ راپورته کوي، کله چي نوموړی تبعیدېده په دې وخت کي دده د تحریک د غړو شمېر ۶ لکه کسانو ته رسېده.

شیخ بدیع الزمان سعید نورسي رحمه الله د لومړۍ نړیوالي جګړې څخه مخکي په یوه لاس کي توره او په بل لاس کي قرآنکریم ونیوه او د شپې لخوا به یې پر بې دینه دښمنانو باندي حمله کوله او د ورځي به یې د قرآنکریم تدریس کاوه او خلګو ته به یې فکري روزنه ورکول.

دا هغه وخت ؤ چي سعید نورسي رحمه الله نور غرونو ته مخه کړه او په غرونو کي یې خپل نظامي او فکري سنګرونه د غرب او دښمن پر ضد تیار کړل.

په غرونو کي به یې خلګو ته روزنه ورکول او علماء به یې په فکري او دیني اړخ سمبال د دښمن مخي ته استول.

تر دي چي په مخامخ جګړه کي زخمي سو او د دښمن په لاس اسیر سو، د دوه کاله څلور میاشتي او څلور ورځي زندان تېرولو وروسته بیا له زندان څخه په وتلو بریالی سو او بیرته استنبول ته لاړی او هلته یې په پټه او په غرونو کي د تحریک او قیادت کارونه شروع کړل، بالاخره استاد النورسي د روژي په پينځه ويشتمه د ١٣٧٩ هجري کال چي د مارچ ٢٣ د ١٩٦٠ميلادي کال مطابق له دې فاني نړۍ څخه یې سترګي پټي کړې.

درنو لوستونکو ! په اوسنۍ ترکیه کي چي اوس کومي نوي اسلامي هلي ځلي وینئ دا ټولي د سعید نورسي رحمه الله د هڅو برکت دی. الله دي جنت الفردوس نصیب کړي

هدف مو یوازي ((دعوت الی الله)) دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد
میلمه
حامد

رښتیا هم غرب چي څه دامونه موږ ته ایښي، هغه ډېر ژور دي خپل لاسپوڅي ئې زموږ اتلان کړي او رښتیني او حقیقي اتلان یې راته له سترګو پټ کړي دي، د هغوی تاریخ یې ورک کړی ، ترڅو د هغوی افکار او معنویات راتلونکي نسل ته انتقال نسي.
الله دي موږ ته ددوی له پلانونو أمان رانصیب کړي، الله دي اسلامي امت ته یو ستر او حقیقي اتل او رهبر نصیب کړي.

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

دلسوز صاحب! سلام. مننه له لیکنی مو امّا د ځینو تناقضی ټکو درلوونکې ده، تر هغه به تېر شو، اصلی خبره: تاسی امان الله خان په عقیدتی لحاظ له اتاتورک سره مقایسه کړیدی چه دا یوه تېروتنه برېښی. دا خبره باید راسره ومنل شی چه زموږ افغانانو یا زموږ د سیمی د اکثرو وګړو د منفی یا مثبتو احساساتو د حرارت د درجې اصلی فیر کنترول د لویو استعمار ګرانو په ګوتو کی نیول شوی ښکاری. ګوره وروره! منطقی بحث به کوو: اتاتورک د فری ماسونری یو تکړه غړی ؤ. په ځینو پخوانیو عکسونو کی لیدل شوی وه چه د… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

هغه سوك چي سلام په خولى كوى خپله شزه لوچ سرپه مينى ژوپ كى راباسى په مسلمانانو په زوره چادر،لنگى أو ژيره ليرى كوى،خپل پلارپه سترگو رندوى أو بيايي وژنى دا به سنگه متقى اومومن وى