
ویټالټي بلاسټ: د راشد خان درې ویکټو یې لوبډلې ته د کوارټر فاینل هیلې ورکړې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو کې سوکه توپ اچونکي راشد خان د خپلې لوبډلې په بریا کې درې مهمې او په زړه پورې ویکټې ترلاسه کړې چې لوبډلې ته یې کوارټر فاینل ته د رسیدو هیلې ورکړې.
راشد خان په داسې وخت کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه ځلیږي چې لوبډله ورته سخته اړتیا لري او کوارټر فاینل ته د رسیدو لپاره یې ماتې له سیالیو بهر کوي، د راشد خان لوبډله په ننۍ سیالۍ هم یو پوړ مخکې شوه، خو اوس ورته په راتلونکې سیالۍ کې د بریا سخته اړتیا ده.
د نړۍ لوموړی مقام لرونکي توپ اچونکي د خپلې لوبډلې په بریا کې نن ۴ اورونه ترسره کړل، چې درې مهمې او پر ځای ویکټې یې واخیستې، په بدل کې یې یوازې ۲۴ منډې ورکړې.
په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه سیال لوبډلې وکړه چې د راشد خان توپ اچونې یې د زیاتو منډو جوړولو مخه ونېوله او په ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۹ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د راشد خان لوبډلې چټک پېل وکړ او ټاکلی هدف یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو په ۱۹ اورونو کې پوره کړ، د سسیکس لوبډله اوس کوارټر فاینل ته تر رسیدو یوه بریا وروسته پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې راشد خان دوه ورځې وړاندې هم د خپلې لوبډلې په بریا کې د پاو وړ توپ اچونه ترسره کړې وه چې درې ویکټې يې ترلاسه کړې وې.