ولسمشر غني د غزني ويجاړ شوي ښار د بيا جوېدو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعهه، ۲۶زمري، ۱۳۹۷ل):د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار د غزني ولايت وروستيو خونړيو پېښو د اروزنې لپاره دغه ولايت ته ‏رسېدلی دی.‏

له ارګه په خپره شوې ويناپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر غزني ته له رسېدو وروسته د وروستيو جګړو قربانيانو ته د قرانکريم ختم او فاتحه وکړه او له ‏امنيتي مسوولينو سره په وروستيو پېښو تفصيلي خبرې کړي دي.‏

اشرف غني سره په دې سفر کې د کورنيو چارو وزير ويس برمک، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال اختر محمد ابراهيم، د ۳۰۳ تندر قول ‏اردو قومندان جنرال دادان لونګ او يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.‏

د افغانستان لوی درستيز جنرال شريف يفتلي او د غزني امنيه قومندان فريد مشعل ولسمشر ته وويل، چې د غزني وضعيت عادي شوی او د ښار په ‏ګڼو سيمو کې امنيتي کمربندونه بېرته ځای پر ځای شوي دي.‏

ولسمشر امنيتي چارواکو ته ويلي، چې د غزني وروستۍ پېښه په هر اړخيزه توګه وڅېړي، د کمزورۍ او قوت ټکي په نښه شي او د غزني د امنيت لپاره ‏بايد ځانګړی پلان جوړ شي، تر څو په راتلونکې د دغه ډول پېښو مخنیوی وشي.‏

دولتي سرچينو رسنيو ته ويلي و، چې د طالبانو له لوري پر غزني د بريد پر مهال ولسمشر ته ناسم معلومات ورکړل شوي وو او پر غزني د جګړې تر ‏درېيمې ورځې نوموړی د غزني له حاله ناخبره و، خو دا هم نه روښانه چې امنيتي چارواکو به اوس ښاغلي غني سم معلومات ورکړي وي او که بيا به ‏يې هم ناسم معلومات ورکړي وي.‏

د ګډ حکومت مشر د غزني له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د غزني ښار د بيا ودانولو لپاره به شل ميليونه ډالر ځانګړي کړي، خو تر اوسه نه ده روښانه چې ‏نوموړی به دا ژمنې عملي کړي او که د پخوانيو ژمنو په څېر به يوازې د خولې خبرې پاتې شي.‏

په غزني کې د دولتي ودانيو سربېره د قالينو او رختونو مارکيټونه هم سوځېدلي، چې حکومتي چارواکي يې د طالبانو کار بولي، خو ځايي خلک او ‏طالبان وايي، چې ملکي ځايونه او مارکيټونه د دولتي چورلکو په بمباريو کې ويجاړ شوي دي.