اروپا اتلانو لیګ: له رونالډو پرته ریال میدرید په ماتې پېل وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۷ل):  د اروپا اتلانو لیګ سوپر کپ کې د ریال میدرید لوبډلې پخپله لومړۍ سیالۍ کې له کریسټیانو رونالډو پرته د اتلاتیکو میدرید پر وړاندې په ۴-۲ ستره ماتې وخوړه.

د ریال میدرید لوبډلې د ملا تیر لوبغاړی کریسټیانو رونالډو اوس د یوونتوس لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې د ریال میدرید لوبډله د نوي کال سیالیو له پېله په ماتې پېل وکړ.

دوه ورځې وړاندې د اروپا اتلانو لیګ په سوپر جام کې د ریال میدرید او اتلاتیکو میدرید لوبډلې مخامخ شوې چې اتلاتیکو میدرید په اضافي وخت کې د دوه نورو ګولونو په وهلو سره یاد جام وګاټه.

ددغه سیالۍ په لومړۍ دقیقه یا ۴۹مه ثانیه کې د اتلاتیکو میدرید تکړه اسپانوي لوبغاړي ډیاګو کوسټا ګول وواهه، چې تر ۲۷مې دقیقې یې دوام وکړ، په ۲۷مه دقیقه کې مسلمان فرانسوي لوبغاړي کریم بینزیما د ریال میدرید په ګټه لومړی ګول وواهه، او په همدې ډول لومړۍ نیمایي په ۱-۱ پای ته ورسېده.

ددوېمې پاڼۍ په ۶۳مه دقیقه کې ریال میدرید د سرجیو راموس په پینالتي ګول وهلو وړاندې شو، خو ډیاګو کوسټا په ۷۹مه دقیقه کې دویم ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه چې تر پایه یې دوام وکړ.

وروسته د لوبڅارانو لخوا ۳۰ دقیقې نور اضافي وخت ورکړل شو، چې د اتلاتیکو میدرید په ګټه تمام شو، لومړی یې په ۹۸مه دقیقه کې ګول وواهه او بیا یې په ۱۰۴مه دقیقه کې څلورم ګول وواهه او د ګټې پخلی یې وکړ.

دا چې د ریال میدرید لوبډله سږني کورنۍ سیالیو کې له کریسټیانو رونالډو پرته لوبیږي، او نه هم د نوموړي غوره بدیل لري، داسې بریښي چې په یادو لیګونو کې به یې د ناکامۍ لامل شي.

د یادونې وړ ده چې کریسټیانو رونالډو او د یادې لوبډلې مشر روزونکي زین الدین زیدان د تیرو اروپا اتلانو لیګ اتلولي ګټلو نه وروسته یاده لوبډله پریښې ده.