ازادي

لیکنه: سیداصغر هاشمي

که یو انسان په لاسونو بد کارونه وکړي، له پښو سمه استفاده ونه کړي، په ژبې درواغ، غیبت، بد او رد ووایې، په غوږونو ګناهګارې خبرې واوري، په سترګو ګناهونه وکړي او فکر یې د کار نه وي «یعنې له بیروني او دروني انساني ښکلا وو» سمه استفاده ونه کړي، نو د ازادۍ مفهوم به څه وي؟

هو! ازادي د فکر په کار ده. که یو انسان بې فکره او ناپوهه وي، د دې ازادي دا معنا لري، لکه یوه پرنده چې د قفس له اسارته خلاص شي. یا یو زمری له قفسه خوشې شي او په ځنګل کې خپلو ظلمونو ته ادامه ورکړي، دواړو په خپل ذات کې ازادي تر لاسه کړه، خو د دوی ازادي د انساني له ازادیه توپیر لري.

له انسانه سربیره که حیوان وتړل شي، کوښښ کوي، چې ځان خلاص کړي، پرنده ګان په قفس کې د خلاصون لپاره شور ماشور جوړوي او د ازادۍ غوښتونکي وي، خو د انسان ازادي باید یوازې د خلاصون په معنا نه وي.

که ړوند ته سترګې واچول شي، ګوډ ته ساختګي پښې، په دواړو لاسونو معذور ته لاسونه وړکړل شي، خو دوی د خیر پر ځای پرې د شر کارونه وکړي نو د دوی د ښه کېدلو نه یې په خپل حال پاتې کېدل ښه دي. که د ازادۍ په مفهوم څوک نه پوهېږي په اسارت کې ژوند ورته بهتر دی.

د انسان لپاره د فکر ازادي مهمه ده، چې فکر ازاد شو، د بدن نور اعضاوې هم د ازادۍ په مفهوم پوهیږي او ټول بدن د ازادۍ په ګټه کار کوي.

د انسان فکر دی چې ازادي پېژني او نورو اعضاوو ته هم د سالمې ازادۍ د پيژندنې لارښونه کوي.

د فکر ازادي په پوهې ساتل کېږې، ځینو ملکونو چې ازادي واخیسته په ساتلو کې یې هم کامیاب وو، دوی پوهیدل چې ازادي په پوهې ساتل کېږي، خو ځینې ملکونو ازادي واخیسته، خو په ساتلو کې یې پاتې راغله او لوی دلیل یې ناپوهي او بې علمي ده.

ازادي په زور اخیستل کېږي او په فکر او پوهې ساتل کېږي.