له حج کولو پرته د حج ثوابونه ترلاسه کړئ!!!

ابو المنظور «عطشان»

الله جل جلاله فرمايي:

{الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ}- {البقر:197}.

د حج د اداء کولو وخت څو مالومي مياشتي دي، نو څوک چي په همدې مياشتو کي (پر ځان باندي، په نيت او احرام تړلو سره) حج فرض کړي، نو په (همدې) حج کي به شهوتي اړيکي نه نيسي او ناوړه کړني او ويناوي به نه کوي او نه به جګړې او شخړي کوي. او تاسي چي هر سپېڅلی عمل كوئ الله علم په لري (نو بدله به يې هرو مرو درکوي). او له ځانونو سره مو د اړتيا وړ شيان (توښه) واخلئ باور وکړئ چي تر ټولو بهترينه توښه تقوی ده او اې د روښانه عقل څښتنانو! زما څخه وبېرېږئ.

په دې کي څه حکمت دی چي په کريمه آيت کي الله جل جلاله د درو شيانو يادونه وکړه، چي شهوتي اړيکي، ناوړه کړني او شخړي به نه کوئ؛ نه يې تر درو زيات کړه او نه يې کم کړه؟

په عقلي علومو کي دا خبره تثبيت سوې ده چي په انسان کي څلور قواوي شتون لري:

(۱): د څارويو شهوتي قوه.

(۲): د درندګانو غضبي قوه.

(۳): شيطاني وهمي قوه.

(۴): فرشتوي عقلي قوه.

د ټولو عبادتونو هدف د درو لومړنيو قوتونو ماتول دي، ياني شهواني، غضبي او وهمي قوتونه ورځني مراد دي؛ نو د الله جل جلاله دا قول چي «ولا رفث» اشاره ده د شهواني قوې ماتولو ته، د الله جل جلاله دا قول چي «ولا فسوق» د غضبي قوې ماتولو ته اشاره ده، هغه غضبي قوه چي سرکښي او غضب راپاروي او د الله جل جلاله دا قول چي «ولا جدال» اشاره ده د انسان د وهمي قوې ماتولو ته، هغه چي د الله جل جلاله پر ذات، د هغه پر صفتونو او فعلونو او د هغه پر نومونو او حکمونو د انسان د اختلاف احساس راپاروي، همدا ډول انسان له خلګو سره پر هر شي باندي جګړې کولو، اختلاف کولو او دښمني کولو ته راپاروي؛ نو دا چي د شر او بدۍ سرچينه يوازي همدا درې شيان دي له همدې امله نو الله جل جلاله وفرمايل: «ولا رفث ولا فسوق ولا جدال».

نو که څوک د الهي معرفت او محبت او د رب جل جلاله د جلال پر نورانيت علم او خبرتيا غواړي او د خواصو په لړۍ کي ننوتل غواړي، نو په هغه کي به دا درې شيان نه وي، دا ستر هدف او نفسي اسرار دي چي له قرآني آيتونو څخه څرګندېږي، نه ښايي چي هوښيار دي ورځني غافله وي- (تفسير الرازي: ۲ ج / ۱۶۰ ص).

هوکې! محترمو لوستونکو! دا درې ناوړه کړني يوازي په حج کي نه دي منعه سوي، بلکي مسلمانان بايد هر وخت ځانونه ورځني وساتي؛ هر مسلمان که هر ځای او په هر وخت کي له دې ناوړه کړنو ځان وساتي، نو د حج کوونکو په څېر ثوابونه به په خپل کور کي ترلاسه کړي، ځکه کېدلای سي هغه هم د حاجيانو په څېر له هغوی سره يو ځای د الهي رحمت تر چتر لاندي راسي.