د اختري نصاب څو دی؟

علمي څېړنه: عبدالغفار جُبیر

علماء کرامو د اختري نصاب د سپینو زرو څخه و سرو زرو ته واړوﺉ

مخکنیو علماء کرامو نصاب د سپینو زرو له قراره ټاکلی وو، داچي سپین زر ورځ تر بلي خپل ارزښت د لاسه ورکوي، نو ځکه اوسني علماء کرام دا فتوا ورکوي چي نصاب باید دسرو زرو له قراره وټاکل شي د سپینو زرو نصاب په شریعت کي (612. 35) ګرامه کیږي، اوس یو ګرام ښه سپین زر په (37.83)افغانۍ دئ، چي ټولې= 23165.2005 درویشت زره یوسل او پنځه شپیته اعشاریه دوه سوه پنځه افغانۍ کیږي، او په پاکستان کي د یوه ګرام سپینو زرو قیمت: 65 پاکستانۍ روپۍ دي، چي ټولې = 39802. 75 نهه دیرش زره اته سوه دوې اعشاریه پنځه اویا پاکستانۍ کالدارې کیږي، موږ پخپل ټولنه کي و دغه کس ته چي 23000افغانۍ یا 39000 کالدارې ولري شتمن نه وایو، له همدې کبله هغه څوک چي نغدې پورتني رقم یا افغانۍ یا کالدارې ولري پر هغه باندي اختری واجب نه دئ.

د سږ کال د سرو زرو اندازه:

په شریعت کي د سرو نصاب (87. 479)اووه اتیا اعشاریه څلور سوه نهه اویا ګرامه سره زر دي، چي په اوس وخت کي یو ګرام سره زر په افغانستان کي په 2749 افغانۍ کیږي، چي ټولې = 240479.771 افغانۍ کیږي، او په پاکستان کي یو ګرام سره زر په 4500 روپۍ دئ چي ټولې = 393655.5 درې لکه درو نوي زره پنځه پنځوس اعشاریه پنځه کالدارې کیږي.

او که چا 240479.771 افغانۍ یا 393655.5 کالدارې درلودې پر هغه باندي اختری (قرباني کیږي)، خو بیا هم که چا تر دغه رقم افغانیو یا کالدارو لږ درلودې او قرباني وکي، ثوابونه یې زښته ډېر او ښه کار دئ.

یادونه: که چیري یو نر/ ښځې خپله نغدې روپۍ نه درلودې او صرف پورتنۍ اندازه سپین زر یا سره زر یې درلوده پر هغه باندي قرباني واجبه ده ، که چا لږ روپۍ، لږ سپین زر او لږ سره زر درلوده او هر یوه نصاب نه پوره کاوه، بیا به ټولې یا افغانۍ یا کالدارې کیږي، که د سرو زرو اندازه نصاب ور څخه پوره سو پر هغه باندي هم قرباني واجبه ده.

هغه علماء کرام چي نصاب یې سره زر ټاکلي دي :

کالشیخ امام ابوزهره والشیخ وهبة الزحیلی فی الفقه الاسلامیه : ج۳ ص ۱۸۳۴ مکتبه علوم اسلامیه

والشیخ یوسف القرضاوی فی فقه الزکاة ج ۱ ص ۲۶۴ وشیخ الازهر شیخ جاد الحق علی جاد الحق فی الازهر من فتاوی فضیلیة الامام ص: ۶۷ والشیخ دوکتور علی جمعه الاستاذ باالجامعة الازهر فی الفقه الجدید ج ۷، ص ۶۵۷ والشیخ الدکتور مصطفی کمال وصفی علی الشرح الصغیر ج۱، ص: ۵۸۶

والذی یظهر للعبد ان تقدیر النصاب بالذهب اولی من تقدیره بالفضة مع ارتفاع تکالیف المعیشة ونزول قیمة الفضة نزولا ملحوظاً فقل ان تجد من من لایملک نصاباً من الفضة واذاکان الامر کذالک فلن تجد فقیراً تؤدی الیه الزکاة فاالانفع للفقراء والاغنیاء اعتبار نصاب الذهب وبمثل ماذکرنا صرح فقهاء الامة ومحققوها فی العصر الحاضر

تبصرې (1)

  • دا چې دغه نصاب شرعی دی باید حد اقل يو صحيح مستند حدیث ولری ، خو کتل کيږي چې په ټوله ليکنه کې هېڅ دليل نه لیدل کیږی