ازادۍ

رحمت الله منیب

تـوهین دي نه کـــــــــــوم درنې ازادۍ
خو اوس دي نه دي ورځې شپې ازادۍ

طاق ظفر سره دي یاد دي که نه؟
چې تا لیدم او مــــا لیدې ازادۍ

دا دي څلــــــــور لسیزۍ تېرې شولې
څه وخت به ویښه شې ویدې ازادۍ

ما به هغه سیمه ګل پوشه کـړله
په کومه سیمه چې راتلې ازادۍ

ما به په لاس در ته سلام کــولو
ته به مسکۍ وې خندېدې ازادۍ

تا مو په پیغلو کی جزبه راوستې
ته مو رګو کې ګـــــــرزېدې ازادي

په جګو غرو کې د بیرغ په شکل
خـواږه نسیم ته رپـــــېدې ازادۍ

د پورې کلي د دېوال په انځور
را ته له لـــــري ځـلیدې ازادۍ

منیبه فخر مي وې ویاد به مي وې
چې مجلسـو کی یادېـــــدې ازادۍ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د