د شاعرانو او ليکوالانو د پام وړ

لیکوال: قاري ارشادالله عُقابي

خوږو شاعرانو او لیکولانو وروڼو الحمدلله مونږ تاسې مسلمانان او د محمد ﷺ امتیان يو او په امت محمديه ویاړو هم. نو خامخا دا زمونږ د ایمان برخه هم د چې اللهﷻ سره د محبت تر څنګ به زمونږ مينه د ګران او محبوب پيغمبر حضرت محمد رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ سره هم وي، لکه څنګه چې قران و حديث، کلیمه، لمونځ، آذان و اقامت کې د رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وسلم ذکر شوی همداسې یې باید مونږ په نعتونو، شعرونو او محفلونو کې وستایو.

خو باید د محمد ﷺ په ستایلو کې ډېر احتیاط وکړو هسې نه د ستایلو پر ځای رانه بې ادبي وشي، د محمد ﷺ ستاینه به داسې هم نه کوو چې د نورو پيغمبرانو سپکاوی پکې وشي او کله هم چې په شعر يا ليکنه کې خپل خوږ محبوب مخاطب کؤو نو باید د ادب ډک الفاظ وکاروو او د پيغمبر علیه السلام ذاتي نوم سره هغهﷺ مخاطب نکړو، ځکه چې اللهﷻ پخپله هم حضرت محمد ﷺ په خپل ذاتي نوم سره نده مخاطب کړی.

ــــــــــــــــــــــــــــــ

په قران مجید کې اللهﷻ ډېر انبیاءکرام علیهم السلام خپلو ذاتي نومونو سره مخاطب کړي لکه فرمایي

ﻗُﻠْﻨَﺎ ﻳٰﺎٰﺩَﻡُ ﺍﺳْﮑُﻦْ ﺍَﻧْﺖَ ﻭَﺯَﻭْﺟُﮏَ ﺍﻟْﺠَﻨَّﺔَ . ( ﺍﻟﺒﻘﺮﺓ، :2 35 ‏)

ﻳٰــﻨُﻮْﺡُ ﺍﻫْﺒِﻂْ ﺑِﺴَﻠٰﻢٍ ﻣِّﻨَّﺎ ( ﻫﻮﺩ، :11 48 ‏)

ﻳٰـﺎِﺑْﺮٰﻫِﻴْﻢُ ﻗَﺪْ ﺻَﺪَّﻗْﺖَ ﺍﻟﺮُّءیا ( ﺍﻟﺼﺎﻓﺎﺕ، :37 105-104)

ﻳٰﻤُﻮْﺳٰﯽ ﺍِﻧِّﯽْ ﺍَﻧَﺎﷲُ ﺭَﺏُّ ﺍﻟْﻌٰـﻠَﻤِﻴْﻦَ o ( ﺍﻟﻘﺼﺺ، :28 30 ‏)

ﻳٰـﺪَﺍﺅﺩُ ﺍِﻧَّﺎ ﺟَﻌَﻠْﻨٰـﮏَ ﺧَﻠِﻴْﻔَﺔً ﻓِﯽ ﺍﻟْﺎَﺭْﺽِ ( ﺹ، :38 26 ‏)

ﻳٰﺰَﮐَﺮِﻳَّﺂ ﺍِﻧَّﺎ ﻧُﺒَﺸِّﺮُﮎَ بِغُلمِ نِﺍﺳْﻤُﻪُ ﻳَﺤْﻴٰﯽ ( ﻣﺮﻳﻢ، :19 7 ‏)

ﻳٰـﻴَﺤْﻴٰﯽ ﺧُﺬِ ﺍﻟْﮑِﺘٰﺐَ ﺑِﻘُﻮَّﺓٍ ( ﻣﺮﻳﻢ، :19 12 ‏)

ﻳٰـﻤَﺮْﻳَﻢُ ﺍﻗْﻨُﺘِﯽْ ﻟِﺮَﺑِّﮏِ ( ﺁﻝ ﻋﻤﺮﺍﻥ، :3 43 ‏)

خو چې کله د خاتم النبین ﷺ نوبت راځي بیا اللهﷻ خپل خوږ پيغمبر داسې ستایي

مَآ أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ

ته د خپل رب په پېرزویني سره ليونى نه یې

وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ

او په يقيني ډول ستا لپاره داسي اجر دى چي لړۍ يې هیڅكله پاى ته رسېدونكې نه ده؛

وَإِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِيمٍ

او بېشكه ته د لوړو اخلاقو مرتبه لرې. [سُوۡرَةُ القَلَم : 2-3-4]

لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِى سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ [سُوۡرَةُ الحِجر : 72]

ستا په روح قسم [اې پېغمبره (ص)!] په هغه وخت کښي پر هغو يوه نشه غوندي راغلې وه، چي له سده وتلي ول.

يسٓ .وَالْقُرْءَانِ الْحَكِيمِ.إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ [سُوۡرَةُ يٰسٓ :1-2-3]

يٰا، سين.په محکم قُرآن قسم دی؛چي ته په يقيني ډول له رسولانو څخه یې؛

يٰٓأَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ [سُوۡرَةُ المَائدة : 67] [اې پېغمبره (ص)!] څه چي ستا د رب له لوري پر تا نازل کړی شويدي، هغه خلكو ته ورسوه.

يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ [سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 64] [اې پېغمبره (ص)!] ستا او ستا مؤمِنو پيروانو لپاره خو یوازي الله كافي دى.

يٰٓأَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ [سُوۡرَةُ المُزمّل : 1]

اې (په جامو کي) ځان نغښتونكیه، ويده كېدونكيه!

يٰٓأَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ [سُوۡرَةُ المدَّثِّر : 1]

اې (په جامه کي) ځان نغښتونكي، څملاستونكيه!

مطلب مې دا وؤ چې د پيغبر خپل ذاتي نومونه دوه دي (۱)محمد ﷺ او(۲) احمد ﷺ .

(محمد ﷺ په قران کې څلور ځایه راغلی خو خطاب لپاره ندی)

هغه داسې

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 144]

محمد(ص) پرته د پېغمبر څخه نور څه نه دی، له هغه څخه مخکي نور پېغمبران هم تېر شويدي.

مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّۦنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 40]

(اې خلكو!) محمد (ص) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى، او الله د هر شی علم لرونكى دى.

وَالَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَءَامَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلٰى مُحَمَّدٍ [سُوۡرَةُ محَمَّد : 2]

او كومو كسانو چي ايمان راوړ او ښې چاري یې سرته ورسولې او دغه (قُرآن) یې ومانه چي پر محمد (ص) باندي نازل شوی.

مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ [سُوۡرَةُ الفَتْح : 29]

محمد (ص) د الله پېغمبر دى؛ او كوم كسان چي له هغه سره ملګري دي، هغوى پر كافرانو سخت او په خپلو منځو کښي خواخوږي دي.

(او احمد ﷺ په قران کې یو ځای راغلی هغه هم خطاب لپاره ندی )

هغه داسې

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يٰبَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ إِنِّى رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَىَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَمُبَشِّرًۢا بِرَسُولٍ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِى اسْمُهُۥٓ أَحْمَدُ ۖ
[سُوۡرَةُ الصَّف : 6]

او عيسى (ع) د مریم د زوی، هغه خبره یاده کړه چي ويلي يې وه: “اې بني اسرائيلو! زه تاسي ته د الله رالېږل شوى پېغمبر يم، د هغه تورات تصديق کوونكى يم چي زما څخه مخکي راغلى موجود دى؛ او د يو پېغمبر زيرى وركوونكى يم چي زما څخه وروسته به راشي چي نوم به يې احمد وي.

اللهﷻ فرمایلي دي

لَّا تَجْعَلُوا دُعَآءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُم بَعْضًا ۚ [سُوۡرَةُ النُّور : 63]

اې مسلمانانو! په خپل منځ کښي د پېغمبر بلل لكه ستاسي خپلو منځو کښي د يو بل بلني غوندي مه ګڼئ.

د دې ټول بحث مطلب مې دا ؤو چې اللهﷻ چې خپل محبوب په ذاتي نوم سره نده مخاطب کړی نو مونږ هم چې کله په شعرونو او نعتونو کې پيغمبر عليه السلام مخاطب کؤو نو باید په خپل نوم مبارک سره يې مخاطب نکړو لکه

(ستا د در غلام یم محمده، ته رباندې ګران یې محمده وغیره)

بلکې په کلام کې ښائسته او له ادبه ډک الفاظ راوړو

اوکه د خطاب لپاره نوي نو بیا پروا نکوي لکه د عبدالرحمان بابا شعر( محمد ﷺ دی د تمام جهان ابا)

نو زه هم عزم کوم چې تر اوسه راته کومې تېروتنې شوي په هغو به استغفار وایم او بیا لپاره به احتیاط کوم او تاسو ته هم خواست کوم چې پام کوئ چې د صفت پرځاي خدای مکړه بې ادبي رانه ونشي. والسلام