عمران خان د پاکستان ۲۲م لومړی وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۷ل): نن د جمعې په ورځ ماځیګر مهال د پاکستان په پارلمان کې د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټاکنې تر سره شوې، چې عمران خان په اکثریت سره وګټلې او نوموړی د پاکستان په تاریخ کې ۲۲م منتخب لومړی وزیر وټاکل شو.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د پارلمان د غړو ۱۷۶ رایې وګټلې او مقابل اړخ ته یې د پاکستان مسلم لیګ (ن) نوماند شهباز شریف ۹۶ رایې تر لاسه کړې چې په دې توګه عمران خان تر شهباز شریف ۸۰ رایې مخته شو. نوموړی به سبا د شنبې په ورځ نهه نیمي بجې په رسمي ډول د لومړي وزیر په توګه قسم اخلي.

د پاکستان تحریک انصاف په پارلماني ټاکنو کې ۱۵۲ چوکۍ ګټلي، خو د عمران خان د ګوند سره نورو ۷ ګوندونو اتحاد کړی چې له مخې يې د نوموړي ټول ایتلافي چوکۍ ۱۸۳ ته پورته کیږي.

هغه ګوندونه چې د عمران خان د تحریک انصاف سره یې لاس یو کړی، په لاندي توګه دي:

متحده قومي مومنټ پاکستان ۷ چوکۍ.

پاکستان مسلم لیګ ۳ چوکۍ.

بلوچستان عوامي ګوند ۳ چوکۍ.

بلوچستان نیشنل ګوند ۴ چوکۍ.

ګرانډ ډیموکراټیک الاینس ۳ چوکۍ، عوامي مسلم لیګ او جمهوري وطن پارټي یوه یوه چوکۍ. او نهه تنه ازاد کاندیدان د عمران خان سره په ایتلاف کې شامل دي.

د پاکستان په پارلمان کې دوهم لوی ګوند د پاکستان مسلم لیګ نواز شریف ګوند دی، چې ۸۲ چوکۍ لري، پیپلز ګوند ۵۳، متحده مجلس عمل ۱۵ او عوامي نیشنل ګوند یوه چوکۍ لري.

د پاکستان پیپلز ګوند په ننیو ټاکنو کې هیڅ برخه وانه خیسته او له رایې ورکولو څخه یې ډډه وکړه چې له امله یې د عمران خان پر ضد د معترضو ګوندونو په منځ کې اختلاف ښه څرګند شو. د یاد ګوند شریک مشر بلاول بهټو رسنیو ته وویل چې د لومړي وزیر په ټاکنه کې نه ګډون ددوی جمهوري حق دی چې غواړي استفاده ځیني وکړي. بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند هم د لومړي وزیر په ټاکنو کې برخه وانه خیسته.

د پاکستان د کرکیټ د ملي لوبډلې پخواني مشر عمران د کرکیټ څخه د تقاعد وروسته په کال ۱۹۹۶ کې د تحریک انصاف بنیاد کښيښود، د کال ۲۰۰۲ په ټاکنو کې د نوموړي ګوند یوازي یوه چوکۍ په پارلمان کې وګټله، په کال ۲۰۰۸ کې يې په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه وکړه، په کال ۲۰۱۳ کې يې تر ۷.۵ ملیونه زیاتې رایې تر لاسه کړي چې په دې توګه د پاکستان په سطحه دوهم ګوند وو چې زیاتې رایې تر لاسه کوي خو د چوکیو په حساب دریم ګوند وو.

تحریک انصاف د خیبرپختونوا حکومت یو ځل بیا جوړوي، د پنجاب ایالت حکومت پرېکړه به د یکشنبې په ورځ کیږي خو په صوبائي اسمبلۍ کې د نوموړي د ایتلافیانو شمیر اوس تر پخواني واکمن ګوند مسلم لیګ ن زیات شوی چې ګمان کیږي، دلته به هم حکومت ددوی جوړیږي.

بلخوا په سنده ایالت کې د پيپلز ګوند وروسته د تحریک انصاف ګوند دوهم لوی ګوند په توګه را برسېره شوی.