fbpx

آیرلینډ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ سیالیو لپاره نن د جمعې په ورځ آیرلینډ لوبډلې خپله قوي لوبډله اعلان کړه، چې دوه بېلا بېل مشران لري، د شل اوریزو سیالیو مشري يې ګیري ویلسن او د یو ورځنیو سیالیو مشري یې ویلیم پورټرفیلډ کوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ د راتلونکې دوشنبې په ورځ له شل اوریزو سیالیو څخه پېل کیږي، چې په ۲۰، ۲۲ او ۲۴ اګست درې شل اوریزې او په ۲۷، ۲۹ او ۳۱ اګست درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي.

ددې لپاره چې آیرلینډ لوبډله پخپله کور کې د افغانستان تکړه سوکه توپ اچونکو او چټک توپوهونکو مخه ونیسي خپله تکړه او قوي لوبډله اعلان کړه، چې په لاندې ډول ده:

د شل اوریزو سیالیو لپاره اعلان شوې لوبډله:

ګیري ویلسن (لوبډلمشر)، انډریو بلبیرني، پيټر چیس، ډیویډ ډیلاني، ګورج ډوکرل، جوش لیټل، انډریو مبراین، کیوین اوبراین، ویلیم پورټرفیلډ، بوید رینکن، جیمس شنون، سیمي سینګ، پال سټرلنګ او سټارټ تومپسن شامل دي.

د یو ورځنیو سیالیو لپاره اعلان شوې لوبډله:

ویلیم پورټرفیلډ (لوبډلمشر)، انډریو بلبیرني، پيټر چیس، ډیویډ ډیلاني، ګورج ډوکرل، جوش لیټل، آنډریو مکبراین، کیوین اوبراین، نیل اوبراین، ټیم مورتاغ، بوید رینکن، جیمس شنون، سیمي سینګ، پال سټرلنګ او ګیري ویلسن شامل دي.

یاده دې وي چې په نړیوالې پوړ بندۍ کې د افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې هم له آیرلینډ څخه وړاندې ده او په یو ورځنیو سیالیو کې یې هم د آیرلینډ لوبډله وروسته پریښې ده.

د دواړو لوبډله ترمنځ تر دې دمه لس شل اوریزې او ۱۷ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوي، چې له لسو څخه ۷ شل اوریزې افغانستان او درې آیرلینډ ګټلي، همدا رنګه له ۱۷ یو ورځنیو سیالیو څخه یې ۸ افغانستان او ۹ آیرلینډ لوبډلې ګټلې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډلې یادو سیالیو ته لوبډله له وړاندې اعلان کړې، چې اوس په سیالیو کې د ګډون لپاره آیرلینډ ته رسیدلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د