خپلواکۍ ته!

محمد آصف خواتي

خپلواکۍ ! ته زما روح یې او ستا په شتون کې زه ژوندی یم. بیله تا ژوند، ژوند نه دی. له تا سره ژوند خوږ او خوندور دی، له تاسره د ژوند په ارزښت او خوند پوهیږم. پدې ښه پوهیږم چې ته دمسلمانو افغانانو وینه، مینه او روح یې، بیله تا هغوی ځانونه مړه ګڼي او بیله تا ژوند ورته مفهوم او ارزښت نلري.

آزادۍ ! سږ کال دڅو وروستیو کلونو په شان ستا تلین پداسې شرایطو کې لمانځو چې سلګونه هیوادوال مو د ستا د ساتلو او یا بیا ګټلو په نامه وژل کیږي. یو شمیر وطنوال مو نن ستا بختوره کلیزه لمانځي، اتڼونه کوي اوحماسي سندرې وایي. نور بیا ستا د ساتلو او یا ګټلو په لاره کې دخپلو شهیدانو جنازې خښوي، یا د هغوی د ویر او ماتم په ټغر ناست دي او اوښکې تویوي.

خپلواکۍ ! نن تا پداسې یوه حالت کې لمانځي چې دا ولس تا نلري. پداسې یوه حالت کې دخپلواکۍ لمانځنه په زړه پورې ځکه هم نه ده چې یوې خواته خوښۍ او ولولې دي خو پر بله خوا بیا ژړاوې او واویلاوې. دا د خوښۍ ډکې شیبې به یوازې نن وي خو ژړاوې او واویلاوې به ادامه ومومي، ځکه چې د روانې تپل شوې جګړې د پای څرک نه لګیږي او اشغالګر لا تر اوسه زموږ سره د زور او وسلې په ژبه غږیږي.

خپلواکۍ ! څرنګه چې په هیواد کې جګړه روانه ده، ددې پر ځای چې نن خوښ وم، د سوکالۍ احساس وکړم او وخاندم، خواشینی یم، دردمن یم او ژاړم. پدې هم ژاړم چې تا نه وینم، تانه احساسوم، ته نشته یې، زه په خپل وطن کې هیڅوک نه یم ځکه چې د وطن واک مې د پردیو سره دی.

آزادۍ ! یوه خبره به درته وکړم هغه داچې تاته پردی پالو او ذهني غلامانو نوي تعریفونه او تفسیرونه هم موندلې دي او ستا د ګټلو د لارې غازیان غندي او ستا د لاسته رواړلو په لاره کې میړنیو جنګیالیو ته سپکې سپورې وایي او بده لا دا چې نن سبا ستا د ګټلو چارې ته جرم ویل کیږي.

خپلواکۍ ! پدې تمه او هیله چې د آزاد خیاله افغانانو ټاټوبي او مېنې ته بیا راشې او هغه مهال موږ تا ولمانځو نه داچې لکه نن چې ستا دګټلو بختور تلین لمانځو.

خپلواکۍ ! فکر کړم زه لیونی یم ځکه چې ستا د بیا راتلو په تمه ناست یم. ته دومره خواره هم نه یې چې پخپله دچا د کور دروازې ته ودریږې او یا یې کلي او کوڅې ته ورشې. ستا د ترلاسه کولو او ګټلو په موخه باید کړاوونه وګالل شي، قربانۍ ورکړل شي او چا چې ته راڅخه اخیستې یې هډونه، غاښونه او ښکر یې ور مات شي او نیښونه یې وکښل شي. دا کار د ولسونو پرمټ شونی دی. که څه هم لسګونه زره ځوانان ستا د ګټلو لپاره همدا اوس اوس په نیواکګرو او د هغوی په ګوډاګیانو د مځکې پر سر محشر جوړ کړی دی خو بیا هم یو شمېر غولېدلي او اړ وطنوال د اشغالګرو تر څنګ ولاړ دي چې دې کار ستا د ګټلو چاره ستونزمنه کړې او تا ته د رسېدو لار اوږدوي. خو دا درته وایم چې ددې ټاټوبي با احساسه او میړني بچیان، د قلم او تورې په ډګر کې ستا د ګټلو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي او قربانۍ ورکوي. پدې کې هیڅ شک نشته چې نني وحشي ښکیلاکګر به لکه د انګریزانو او روسانو په شان لدې هیواد څخه په سرکوزي تښتي او تا هرومرو ګټو او راتلونکي نسل ته به یو خپلواک او سر لوړی افغانستان وسپارو.

د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه دې د خپلواکو او هغوی چې اشغالګرو ته سرونه نه دي ټیټ کړي مبارکه وي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د