fbpx

کابل فوټبال لوبغالي کې د فلسطین لوبډلې بشپړ تمرینات ترسره کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ نن ماښام په کابل فوتبال فدراسیون لوبغالي کې ترسره کیږي چې د فلسطین لوبډله پرون سهار کابل ته راغلې ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یوه دوستانه سیالۍ ترسره کیږي، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په وینا یادې لوبډلې کوربه توب ته یې لازم چمتو والی نیولی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پرون سهار د فلسطین لوبډلې په کابل کې تود هرکلی وکړ، چې پرون ورځ یې په کابل لوبغالي کې د ماښام په ۷ بجو بشپړ تمرینات هم ترسره کړل.

دغه سیالۍ چې د دوه جنګ ځپلو هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي، نن ورځ د اګستا میاشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېل کیږي، چې په طلوع او لمر تلویزون به یې په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

یاده دې وي چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دوی د فلسطین لوبډله کابل ته دعوت کړې ده چې د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ د دوستانه تمریناتي سیالۍ هوکړه شوې ده.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د