په فراغت غونډو کي د ځانګړو کاليو اغوستلو اصل، تاريخ او حکم

عبدالمالک همت

له پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له نورو موسسو څخه د زده کړو د پای ته رسېدو په غونډو کي د محصلينو د فراغت ځانګړي کالي چي په انګريزي (Academic dress) ورته وايي پخوا د ځينو پوهنتونونو د محصلينو ورځنی رسمي لباس وو. (۱) خو نن مهال دغه کالي يوازي د پوهنتونونو د فراغت په مراسمو کي د استاذانو او شاګردانو له خوا اغوستل کيږي.

دغه کالي اوسمهال په عامه توګه له توري چپني ته ورته چوخې (قبا) او توري څلور غوږي خولۍ څخه عبارت دي، چي په چوخه کي څه نوري نقاشۍ او رنګونه هم ښکاري او پر خولۍ باندي يو ورېښمين زومبک هم وي چي بند يې د هغې په مرکز پوري نښتی وي.

د دې کاليو د اصل په اړه بېلي بېلي خبري سوي دي، ځيني وايي: ” دغه توره چوخه په منځنيو مهالونو کي کشيشانو او رهبانانو چي په دولت کي د دين مشران بلل کېدل اغوسته او کله چي به د دوی له مدرسو څخه زده کوونکی فارغ او راهب به سو، نو هغه به هم د کاهنانو او راهبانو دغه يوازنی لباس واغوست “. (۲).

خو دغه خولۍ بيا په څلورمه او پنځمه پېړۍ کي فيلسوفانو او هنرمندانو د دې لپاره پر سر کول چي له عامو خلکو څخه يې توپير وسي. لکه چي دغه خولۍ مسلمانو عربو په اندلس کي د دې لپاره پر سر کول چي له پاسه يې قرآن کريم کښېږدي (۳) او د لوی څښتن دا قول پر ځانونو پلی کړي:

﴿ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ (76) ﴾ [يوسف: ۷۶]

ژباړه: او هرڅونه د علم خاوندان چي دي د هغو له پاسه يو بل د لوی علم درلودونکی سته (او د ټولو تر علم لوړ د لوی څښتن علم دی کوم چي پر هر څه عالم دی).

دا هم وايي چي لوديزيانو دغه چوخه او خولۍ د شيخ بوعلي سينا بلخي ـ¬ـ چي ستر عالم وو ــ د چوخې او لنګوټې په تقليد، د هغه علم ته د درناوي په موخه، په دغه ډول بدلون ورکولو سره رامنځ ته کړې ده. خو دغه خبره پوهانو د منلو وړ نه ده بللې.(۴).

دغه خولۍ ولي د آسمان خوا ته غورځوي؟

دا چي د فراغت په غونډو کي محصلين دغه خولۍ لوړي غورځوي لامل يې دا اعتقاد دی چي د دغو خوليو په پورته غورځولو سره د درس او تحصيل له مکلفيتونو او واجباتو څخه نور خلاص سول.

دغه تقليد په ۱۹۱۲ ع.کال د اناپوليس (ANNAPOLIS) په پوهنتون کي تر سره سو او له هغه مهال او ځايه تر ننه د پوهنتونونو د فراغت د غونډو په ترڅ کي يې تر سره کوي.

د فراغت د خولۍ د پر سر کولو فکر له کومه راغی؟

د دغي خولۍ بڼه او د پر سر کولو فکر د ودانیو د کارګرانو د هغو وسايلو څخه رامنځ ته سو چي د کار کولو پر مهال به يې سمينټ پکښي وړل. بل اعتقاد دادی چي دغسی خولۍ لومړی روميانو، په تېره د کاتوليک مذهب لويانو پر سر کولې. بيا په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ کي محصلينو او هنرمندانو پر سر کړې.

د دې کاليو د اغوستلو تاريخ:

دغه کوم کالي چي نن مهال له زده کړو څخه د فراغت په غونډو کي اغوستل کيږي له لویه سره ديني لباس دی چي په کليساوو او عبادت ځايونو کي به اغوستل کېدی، خو بيا يې اغوستل په دوولسمه او ديارلسمه عيسوي پېړۍ کي د اروپا په پوهنتونونو کي رواج وموند. څنګه چي په منځنيو پېړیو کي پر علم او تعليم باندي کليساګانو ولکه لرل، نو په اروپا کي دغه پوهنتونونه د کليسا ګانو په رسمي حکمونو او اجازو پرانيستل کېدل.

دا چي د دغو کالو رنګ تور ټاکل سوی دی، دا د دغوکالو د ديني حالت او اصليت او له نورو عامو خلکو څخه د توپير رمز دی. (۵).

او داچي په ځينو منابعو کي راغلي دي چي دغه کالي په اصل کي د اندلس د اسلامي پوهنتونونو د محصلينو له کاليو څخه اخيستل سوي دي په دې هکله هم اسلامي عالمان وايي چي په دې اړه کوم مستند مطلب چي دا خبره جوته کړي نه دی موندل سوی. (۶).

په اسلام کي د دغو کاليو د اغوستلو حکم:

له بده مرغه په اسلامي هيوادونو کي زموږ او زموږ د ديني او دولتي مشرانو د بې پروايۍ او د کفارو د د ښمنيو او لاسوهنو او د سيکولرو عناصرو د پردي پالني او د دين سره د ضديت له امله د یهودو او نصاراوو ډېر دودونه او عادتونه په موږ کي رواج سوي دي، چي يو يې هم همدغه د پوهنتونونو د محصلينو د فراغت په غونډو کي د استاذانو او محصلينو له خوا د دغو کالو اغوستل او په اغوستلو يې وياړ او خوښي کول او مينه ور سره لرل دی. په داسي حال کي چي دا د یهودو او نصارانو د فرهنګ، تمدن او پرمختګ رمز باله سي او زموږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم موږ ته د دوی د کړنلارو له متابعت او آثارو له پيروۍ څخه د ډډي کولو لارښوونه کړې ده. پر دې سر بېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي علمای کرامو او د فقهي مفتيانو د کتاب (قرآن) او نبوي سنتو په رڼا کي د دغو کاليو د اغوستلو د عدم جواز فتواوي ورکړي دي. زه به دلته په لنډون سره د دغو فتواوو يو څو درته راواخلم:

د سعودي د علمي څېړنو او افتا دايمي لجنې (اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء) په دې اړه داسي فتوا ورکړې ده: مسلمانانو ته د کفارو (له يهودو څخه وی که له نصاراوو څخه يا نورو څخه وي) د ځانکړو کاليو په اغوستلو سره د هغو سره مشابهت او ورته والی حرام دی. دا له دې امله چي په کتاب او سنتو کي داسي عام دلايل راغلي دي چي د کفارو سره مشابهت منع کوي. له دې دلايلو څخه يو هغه حديث دی چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په ثبوت رسېدلی دی، هغه صلی الله عليه وسلم وايي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ». يعني: هر چا چي خپل ځان د يوه قوم سره ورته کړ، نو له هغه قوم څخه دی.(۷).

همداراز کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم عبدالله بن عمرو وليد چي دوې په ژيړ رنګ ژيړي سوي جامې يې اغوستي وې، نو ورته ويې ويل: « إِنَّ هَذِهِ مِنْ ثِيَابِ الْكُفَّارِ فَلَا تَلْبَسْهَا » يعني: دغه د کفارو له کالو څخه دي نو مه يې اغونده. (۸).

حضرت عمر رضي الله عنه په آذر بايجان کي خپل والي عتبه بن فرقد رضي الله عنه ته يو ليک وليکی. په دغه ليک کي يې دا هم ورته ليکلي وه: ګورئ چي د ناز او نعمت ژوند غوره نه کړئ او د مشرکانو کالي او ورېښميني جامې وانه غوندئ. (۹).

نو پر دې بنسټ له ښوونځي، انستيتوت او پوهنځي څخه د فراغت په مراسمو کي د فراغت د کالو اغوستل جواز نه لري. ځکه چي دا د نصاراوو کالي دي او مسلمان ته ښايي چي د خپل دين او د خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم د متابعت عزت او قدر وکړي او د هغو تقليد ونه کړي چي لوی څښتن غضب پر کړی دی او ګمراه کړی يې دي کوم چي نصارا او يهود او نور دي. (۱۰).

د سعودي د هيواد لپاره لوی مفتي، د لويو عالمانو د ډلي او د علمي څېړنو او افتا د ادارې مشر شيخ عبدالعزيز آل الشيخ د دغو کاليو د اغوستلو پر عدم جواز ټينګار کړی دی او وايي: دا د کفارو له شعايرو څخه دي او د دوی ځانګړي کالي باله سي او په دې اړه نصوص په کتاب او سنت کي بېخي زيات دي.(۱۱).

سعودي عالم استاذ، دکتور شيخ سعد بن عبد الله الحميد د ” حكم لبس عباءة التخرج في حفل التخرج من الجامعة “ تر سرليک لاندي پوښتني ته په ځواب کي ويلي دي: دا يوه لوېديزه ښکارنده ده او د نصراني ديانت سره اړېکه لري، ځکه نو باید وانه غوستل سي. (۱۲).

بل اسلامي عالم شيخ عبد الرحمن البراك د يوې پوښتني په ځواب کي وايي: لکه چي څرګنده ده د شريعت له موخو څخه يوه داده چي له کافرانو څخه د مسلمانانو توپير وسي، له دې امله دی چي په شريعت کي له کفارو سره د مسلمانانو له ورته والي او تشبه څخه منع راغلې ده. په دې اړه ډېر جامع او قوي حديث د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا سپېڅلې وينا ده: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ». يعني: هر چا چي خپل ځان د يوه قوم سره ورته کړ، نو له هغه قوم څخه دی. او له دې ورته والي څخه يو هم د کفارو په عاداتو کي د هغو سره مشابهت دی او دغه د کفارو سره د ورته والي مظاهر د ډېرو مسلمانانو د ژوند په ډېرو اړخونو ننوتي دي، چي يو يې هم د تحصيل په برخه کي دی. (۱۳).

دغه راز شیخ محمد ابن عبدالعزیز المسند د محصلينو له خوا د فراغت د کاليو د اغوستلو د عدم جواز فتوا ورکړې. دا کار يې له لوديزيانو څخه پیروي بللې ده او ويلي يې دي چي د مسلمانانو له خوا له دغه لباس څخه ګټه اخيستنه جواز نه لري. هغه زياتوي: د خواشينۍ ځای دی چي مسلمانان له تحصيل څخه د فارغېدو پر مهال دغه لباس اغوندي.(۱۴).

اخيستليک:

[۱] وګورئ په شبکة سحاب السلفية ويب پاڼه کي د ” أصل مراسيم ولباس التخرج“ تر سر ليک لاندي مقاله، دغه يې پته ده:

https://www.sahab.net/forums/index.php?app=forums&module=forums&controller=topic&id=129925

[۲] وګورئ ويکيبيديا الموسوعة الحرة (لباس التخرج) https://ar.wikipedia.org/wiki [۳] پورتنی مأخذ. [۴] وګورئ: په انټرنيټ کي د (لباس فارغ التحصیلی دانشجویان برگرفته از لباس ابن سینا نیست) تر سرليک لاندي څرګندوني او دغه يې پته ده: https://forum.hammihan.com/thread68921.html [۵] وګورئ ويکيبيديا الموسوعة الحرة (لباس التخرج) https://ar.wikipedia.org/wiki [۶] وګورئ د استاذ دکتور خالد بن عبدالله المصلح په رسمي ويب سايټ کي د (حکم پوشیدن قبا و کلاه فارغ التحصیلی) تر سرليک لاندي فتوا، دغه يې پته ده: https://almosleh.com/ar/index-fa-show-34970.html [۷] دغه حديث امام احمد، ابوداود او نورو تخريج کړی دی. [۸] دغه حدیث امام مسلم روايت کړی دی. [۹] دغه اثر په صحيح مسلم کي داغلی دی. [۱۰] وګورئ: (فتاوى اللجنة الدائمة (21052) شمېره فتوا، دغه يې پته ده:
http://www.alifta.net/Fatawa/FatawaChapters.aspx?View=Page&BookID=3&PageID=9332&back=true&languagename=ar [۱۱] وګورئ: په انټرنيټ کي د (ماحكم لبس عباءة التخرج؟) تر سرليک لاندي څرګندوني او دغه يې پته ده:
https://www.ahlalhdeeth.com/vb/showthread.php?t=142772 [۱۲] وګورئ: https://www.ahlalhdeeth.com/vb/showthread.php?t=142772 [۱۳]وګورئ:https://www.ahlalhdeeth.com/vb/showthread.php?t=142772او http://www.alftwa.com/v/98a8367bcc4114bd [۱۴] وګورئ: په انټرنيټ کي د (پوشیدن لباس فارغ التحصیلی حرام است) تر سرليک لاندي څرګندوني او دغه يې پته ده: https://www.fardanews.com/fa/news/110861