fbpx

د حج اصلي ورځي

عبدالمالک همت

زهي سعادت آن بندۀ كه كرد نزول

گهي به بيت خدا و گهي به بيت رسول

حاجي چي د كوم ستر مقصد لپاره خپل كور، كهول، خپلوان، كاروبار او وطن پرېږ دي او د دونه اوږده سفر كړاوونه

پر ځان مني دا صرف د دغو ډېرو مهمو او متبركو پنځو يا شپږو ورځو لپاره دي. د لوی اختر( ذوالحجې) مياشتي اتمي، نهمي، لسمي، يوولسمي ، دوولسمي او ديارلسمي ته د حج ورځي وايي او په هغو كي د اسلام ډېر ستر ركن ”حج“ ادا كيږي.

د حج لومړۍ ورځ له مكې مكرمې څخه منا ته تلل:

د لوی اختر” ذو الحجې “ د مياشتي له اتمي څخه تر ديارلسمي پوري شپږ ورځي د ”حج ورځي“ بولي. دغه ورځي د دغه سپېڅلي سفر حاصل باله سي او په دې ورځو كي د اسلام ستر ركن ”حج “ تر سره كيږي.

د ” ترويې“ يعني د لوی اختر د مياشتي پر اتمه متمتع حاجي او د مكې اوسېدونكی حاجي د حج احرام تړي، غسل او داسي نور کوي، د احرام دوه ركعته لمونځ کوي، نيت تړي او تلبيه وايي،  بيا منا ته رهي کيږي.

د منا پر لار او په منا كي د اوسېدو پرمهال تلبيه ډېره وايي. پر دې سر بېره استغفار، درودونه هم وايي او دعاوي هم كوي.

حاجي چي منا ته ورسيږي په خپله ورته ټاكلې خېمه کي اړوي. خو که څوک د رسمي مقرراتو له مخي حج ته نه وي تللي مسجد خيف ته نژدې اوسېدل مستحب دي. په منا كي په اتمه نېټه بل هيڅ حكم نسته صرف دلته اوسېدل او پنځه لمونځونه پكښي كول مسنون دي.

منا له مكې څخه د ختيځ خواته اته كېلو متره ليري، د مكې او عرفات په لار كي پرته ده.

د حج دوهمه ورځ : له منا څخه عرفات ته تلل:

دا ډېره مهمه او د دوږخ له اوره د ژغورني او بخښني ورځ ده. رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي:«اَلْحَجُّ عرفةُ» يعني حج عبارت د عرفې له ورځي څخه دى. په دې ورځ پر عرفات درېده د حج ستر ركن باله سي. كه له حاجي څخه په خپل وخت كي د عرفې درېده پاته سوه ټوله خواري يې هدر ولاړه. پر كال به بيا حج ته ځي.

حاجي د ذو الحجې په نهمه چي ښه رڼا سي [اسفار  يعني د سهار رڼا خپره سي ] د سهار لمونځ كوي.  تر فرضو وروسته په لوړ آواز د تشريق تكبير وايي، بيا تلبيه وايي. كله چي لمر راوخيږي او د ثبير پر غره
وغوړيږي عرفات ته رهي کيږي.

د ذوالحجې د نهمي د سهار له لمانځه څخه د ذوالحجې د ديارلسمي د مازديګر تر لمانځه پوري تر هر فرض لمانځه وروسته يو وار په لوړ آواز تكبير تشريق ويل سنت دي. حاجيانو ته هم دغه حكم دى. حاجيان بايد تلبيه هم پسي ووايي، خو كه يې تلبيه دمخه وويل تكبير تشريق ساقط سو.

عرفات ته له هغي لاري تلل چي ضب ورته وايي مستحب دي. خو نن مهال هلته لاري او سړكونه ډېر سوي او عرفات ته تلل د معلمانو د انتظام سره سم په بسونو كي تر سره كيږي. خو ډېر خلك پلي هم ور روان وي. حاجي  پر لار تلبيه، دعا او ذ كر كوي. كله چي يې پر جبل رحمت سترګي ولګېدې تسبيح، تهليل، تكبير او استغفار وايي او دعا وي كوي. وروسته تلبيه وايي څو چي عرفات ته ننوزي.

عرفات :

له مكې مكرمې څخه د ختيځ پر لورتقريبا (۲۰) كېلومتره ليري عرفات يو ځنګلي ميدان دى. د دغه ميدان پولي يې د ځانګړو نخښو په ذريعه ټاكلي دي. څو حاجيان له هغه دباندي ونه درېږي. د ذو الحجې د نهمي تر زوال وروسته بيا د لسمي د سهار تر سپېدې چاود (صبح صادق) پوري په دغه ځاى كي په صحيح احرام [ چي د عمرې يا فاسد حج احرام نه وي] ان د يوې شېبې لپاره درېدل د حج ركن اعظم او د هغه د صحت شرط باله سي. كه څوك په دغه وخت كي عرفات ته ورسيږي او يو ګړى پكـي ودريږي حج يې وسو.

د عرفات ټول ميدان موقف ( د درېدو ځاى ) دى. خو په بطن عُرَنَه كي درېدل جايز نه دي. بطن عُرَنَه يوه شېله ده. د مسجد نَمِرَه لوېديز اړخ داسي په پوري دى چي كه د دغه مسجد لوېديز دېوال ونړيږي په دغه شېله  كي به ولوېږي.

په دې كي اختلاف دى. ځيني بطن عُرَنَه او نَمِرَه د عرفات يوه برخه ګڼي. ځيني يې د حرم برخه بولي. ځيني يې  دواړو د باندي شمېري.

د عرفات د پولو دننه درېدل د درېدو د صحت شرط باله سي. له عرفات څخه د باندي درېدل نه دى روا، په قصد سره وي كه بې قصده.

كله چي حاجي عرفات ته ورسيږي تلبيه، درود او نور وايي. ځان، مور او پلار او ټولو نارينه او ښځينه مړو او ژوندو خپلوانو او آشنايانو ته دعاوي كوي. تر څه آرام او ستړيا ليري كولو وروسته اودس تازه كوي خو غسل ښه دى. صابون په ځان نه وهي او د ځان خيري نه ليري كوي. د احرام په حال كي په هر غسل كي يوازي پر ځان اوبه اچوي. درېدو اوعبادت ته ځان ښه چمتو كړي. دا سنت باله سي، له خوراك، څښاك او نورو ضرورياتو څخه تر زوال دمخه ځان وز ګار كړي او په باطني وقار او ظاهري سكون خپل خالق عز وجل ته متوجه وي.

پر عرفات باندي درېدل:

په عرفات كي جبل رحمت ته نژدې ځاى نيول افضل باله سي. خو اوس د هر حاجي لپاره خپله خېمه ټاكلې وي. له دې امله حاجي نه سي كولاى چي رحمت غره ته نژدې واړوي.

په عرفات كي درېدل مستحب دي، شرط او واجب نه دي.

په ولاړه كي د دعا لپاره لاس پورته كول، دعاكول، تلبيه ، استغفار، د قرآن تلاوت، اذ كار ، ډېر درودونه ويل، توبه او استغفار، زارۍ او ژړا مستحب دي. په ښه عاجزي او فقيرانه صورت او د زړه له كومي ځان، مور، پلار، استادانو، مېرمني او اولادونو، عزيزانو، خپلوانو، يارانو او ټولو مسلمانانو ته دعاوي کوي.

حاجي په عرفات کي د مازديګر تر لمانځه پوري پرله پسې دعاوي او نور كوي او د دعا په منځ كي كله كله تلبيه هم وايي.

پر عرفات باندي د درېدو ركن:

پر عرفات باندي درېدل ضروري دي كه څه هم يوه شېبه وي. نيت يې كړى وي كه يې نه وي كړى. ورته معلومه وي چي دا عرفات دى كه نه وي ورته معلومه. ويښ وي كه ويده. پر هوښ وي كه بې هوښه، په خپله خوښه ولاړ وي كه چا په زور درولى وي. ولاړ وي كه په منډه پكښي تېر سي. البته كه يوه شېبه په عرفات كي ونه درېدى وقوف يې نه دى سوى.

پر عرفات باندي د درېدو لپاره له حيض، نفاس او جنابت څخه پاكي نه ده شرط.

د ذوالحجې د نهمي له زوال څخه بيا تر لمر لوېدو پر عرفات درېدل واجب دي. كه څوك د عرفات له پولي څخه تر لمر لوېدو دمخه ووتى دم پر واجب دى. خوكه تر لمر لوېدو دمخه بېرته د عرفات ارشو ته راغى نو له دمه خلاص سو. اما كه تر لمر لوېدو وروسته راغى دم پر اوړي. البته كه څوك تر لمر لوېدو وروسته عرفات ته ننوزي او د شپې ودريږي دغه واجب ځني ساقطيږي.

له عرفات څخه  مزدلفې ته تلل:

كله چي لمر ډوب سي نو په آرامۍ اوقار د مازمين ( دووغرو په مينځ كي لاري ) پر لار مزدلفې ته تلل مستحب دي. كه حاجي پر بله لار ولاړسي هم جايز دى، خو خلاف اولٰى باله سي. مزدلفه د عرفات او منا په منځ يو ميدان دى چي له عرفاته تقريبا اووه كېلومتره ليري دى.

حاجي بايد د مزدلفې په لار كي  تلبيه، تكبير، دعا او  درودونه ډېر  ووايي.

په مزدلفه كي د ماښام او ماخستن لمونځونه يو ځاى  كول:

په مزدلفه كي د ماښام او ماخستن لمونځونه ماخستن يو ځاى كيږي. كله چي حاجي مزدلفې ته ورسيږي بايد  ژر تر ژره  لمونځ وکړي ځکه چي دا مستحب باله سي.

په  مزدلفه كي اوسېدل او عبادت :

كله چي حاجي  د ماښام او ماخستن لمونځونه وكړي، په مزدلفه كي اوسي. په مزدلفه كي تر سپېدې چاود (صبح صادق ) پوري اوسېدل سنت مؤ كد دي.

په دې شپه كي ويښ اوسېدل او د عرفات غوندي ذكر، تلبيه د قرآن كريم تلاوت، نفلونه، دعاوي كول او نور مستحب دي. دغه شپه د ځينو په نزد د قدر تر شپې هم افضله ده. د دې شپې عبادت ستر غنيمت دی. حاجي په تضرع او فقيري سره د د عاوو، بخښني، ذ كر او نورو لپاره ګټه اخلئ. بيا د شپې په لومړيو كي د څه مهال لپاره آرام كوي، څو نور زيات عبادت ته ښه چمتو سي. بيدېدل منع نه دي، بلكي له حديث څخه ثابت دي.

د شګو ټولول:

حاجي په منا كي د جمرو د نخښو( څلو ) د ويشتلو لپاره له مزدلفې څخه اويا دانې شګي چي د نخود يا د خرما د مندكي يا د لوبيا د دانې غوندي وي د شپې يا د سهار تر لمانځه وروسته په يوه كڅوړه كي ټولوي . له مزدلفې څخه د اوو دانو شګو اخيستل مستحب او د نورو دا بېله كراهيسته جايز دي.

د حج درېيمه ورځ : په مزدلفه كي درېدل:

د حج درېيمه ورځ د لوى اختر لومړۍ د ذوالحجې لسمه ده. دغه ورځ د حاجي د ډېري بوختيا ورځ ده. په دې ورځ حاجي د حج ډېري چاري، واجبات او فرايض ترسره كوي. له دې امله حاجيانو ته د اختر لمونځ معاف سوى دى. د دې ورځي لومړى واجب په مزدلفه كي درېدل دي.

كله چي سپېدې وچوي حاجي د عامو ورځو په پرتله څه وختي، په تياره كي په  جماعت لمونځ وكړي، يوازي هم جايز دى. خوپه جماعت افضل دى. بيا له سپېدو څخه د  لمر  راختو تر څه دمخه وخته پوري قزح غره ( مشعرالحرام )ته نژدې د عرفې غوندي مخ پر قبله درېږي.

په دې درېدو كي سبحٰن الله والحمد لِله ولا الٰه الا الله والله اكبرولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظيم. او لا الٰه الا الله وحده لا شريك له. له الملكُ وله الحمدُ يحيى ويميت بيده الخير وهو علٰى كل شئٍ قدير.او نور اذ كار، تلبيه او درودونه په ښه غور او د زړه په حضورسره  وايي او په دعا كي لاسونه پورته كوي.  په دې وخت كي درېدل واجب دى كه څه هم يوه شېبه وي. كه دغه مهال څوك په مزدلفه كي مازي تېر سي درېدل يې وسوه. ان كه بېخي ويده يا بې سده وي او كه پوهيږي چي دا مزدلفه ده كه نه په هر حال كي يې درېدل د عرفات د درېدو غوندي صحيح باله سي.

له مزدلفې څخه منا ته تلل:

حاجي هغه مهال چي تر لمر خاته پوري د دوو ركعتو( لسو دقيقو ) په اندازه  وخت پاته وي نو منا ته رهي کيږي.
په لار كي تلبيه وايي او ذ كر كوي د ”محسر “ له كندي څخه په چټكي تېريږي. دا هغه كنده ده، چي لوى څښتن د ابابيلو [ كوچنيو الوتونكو] په ذريعه د ابرهه نومي واكمن لښكر او فيلان پو پنا كړل. له دې امله له دې ځايه په چټكي د تېرېدو حكم سوى دى.

د جمراتو د ويشتلو حكمت:

رمي الجمار ( شيطان ويشتل ) او داسي نور خو له اصله تعبدي چاري دي چي په دې كي عقل ته لار نسته. خو ځينو ويلي دي چي د دې اصل د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما له دې روايت څخه معلوميږي: هغه وايي چي رسول صلی الله عيه وسلم وفرمايل :«كله چي حضرت ابراهيم عليه السلام د حج مناسك تر سره كول نو شيطان د جمرۀ عقبه پر ځاى ور څرګند سو ، هغه عليه السلام دى په اوو شګو وويشتى او په مځكه ننوتى. بيات د جمرۀ وسطٰى پر ځاى څرګند سو بيايې په اوو شګو وويشتى. څو بيا په مځكه ننوتى. بيا د جمرۀ اولٰى پر ځاى وليدل سو، چي بيايې په اوو شګو وويشتى او ورك سو ». وروسته حضرت ابن عباس وفرمايل : تاسي چي رمي كوئ نو د ابراهيم عليه السلام پر دين ځئ.

د ذوالحجې په لسمه د عقبه جمرې ويشتل:

حاجي د اختر په ورځ په دې ترتيب څلور كاره كوئ: ۱. عقبه جمره ولي.۲. قرباني كوي. ۳. سرخري يا يې وېښتان لنډوي. ۴. بيا طواف زيارت كوي.

د ذبحي احكام:

حاجي چي د جمرة عقبه له رمي فارغ سي خپل ځاى ته ځي، بيا د حج د شکريې په نيت پسه حلالوي دا د مفرد لپاره مستحب ده او پر قارن او پر متمتع واجب ده .

سر خريل يا يې وېښتان غوڅول:

حاجي چي له ذبحي  فارغ سي سر خريي يا يي وېښتان غوڅوي، بيا برېتونه او نوكان او بغل او نور صفا كوي

ښځه صرف د سر د څلورمي برخي د وېښتانو د يوې ګوتي د بند په اندازه پرې کوي.

طواف زيارت:

حاجي چي له رمي، ذبحي او سر خريلو څخه فارغ سي بيا د بيت الله طواف کوي. دا طواف ډېر مهم، ركن او فرض دى، دې ته طواف افاضه هم وايي.

تر طواف زيارت وروسته منا ته ستنېدل:

حاجي تر طواف زيارت وروسته منا ته ځي، د حج په څلورمه، پنځمه او شپږمه ورځ لومړۍ جمره، منځنۍ جمره او عقبه جمره ولي، شپه په منا کي تېروي، بيا د ذوالحجې د دوولسم يا ديارلسمي تر رميو وروسته مکې مکرمې ته ځي او په دې توګه يې حج پای ته رسيږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د ګران او دروند ورور همت صاحب څخه په مننی سره. زه نه مُلا یم نه تبلیغی نه محتسب او نه کوم متعصب بلکه فقط د اخوت او پېرزوینی له رویه عرض کوم چه: د مغرب زمین ځینی خوراکی توکی زموږ د شریعت خلاف په ځینو ناپاکو موادو لړلی دی او عین مارکه او په اصطلاح کمپنۍ په خلیجی هیوادو خصوصاً سعودی کی هم تر سترګو کیږی منتهی د لاتین ژبی پر ځای عربی ژبه پر لیکلې ده چه نابلده خوړونکی مثلاً فکر کوی چه دا د سعودی ملی سرود یا مثلاً د پاچا د اخښی سوانح پر لیکلې ده… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د خوک یا خنزیر وینه. ما اشتباهاً خون لیکلی دی.