اختر ياني څه؟

ابو المنظور «عطشان»

يو عرب شاعر د اصلي اختر په اړه وايي:

ليس العيد لمن لبس الجديد :: انما العيد لمن امن الوعيد

ياني اصلي اختر دا نه دی چي يو څوک نوي جامې واغوندي، بلکي اصلي اختر دا دی چي يو څوک د آخيرت د ورځي له عذاب څخه په امن سي.

شاعر زياتوي:

ليس العيد لمن تبخر بالعود :: انما العيد لتائب الذي لا يعود

ياني اصلي اختر دا نه دی چي يو څوک د عود په عطرو ځان خوشبويه کړي، بلکي اختر دا دی چي يو څوک له ګناهونو څخه توبه وباسي او بيا ور ونه ګرځي.

شاعر نور هم پسي زياتوي:

ليس العيد لمن تزين بزينة الدنيا :: انما العيد لمن تزود بزاد التقوی

ياني اختر دا نه دی چي ي، څوک په دنيوي ښکلا ځان ښکلی کړی، بلکي اختر دا دی چي يو څوک د ځان لپاره د تقوا توښه او سرمايه برابره کړي.

شاعر بيا هم زياتوي:

ليس العيد لمن رکب المطايا :: انما العيد لمن ترک الخطايا

ياني اختر دا نه دی چي يو څوک پر ښه سپرلۍ سپور سي، بلکي اختر دا دی چي يو څوک خطاوي او ګناهونه پرېږدي.

شاعر نور هم زياتوي:

ليس العيد لمن يبسط البساط :: انما العيد لمن جاوز الصراط

ياني اختر دا نه دی چي يو څوک د خلګو لپاره فرشونه وغوړوي، بلکي اختر دا دی چي يو څوک له صراط پل څخه په امن تېر سي.

محترمو لوستونکو! ابو ليث سمرقندي رحمه الله په تنبيه الغافلين کي د ګناه کولو په اړه ليکي چي يوه ګناه لس ستر زيانونه لري:

کله چي يو کس يوه ګناه وکړي؛ نو

۱- خالق يې ناراضه او په غوسه کړ، ځکه د هغه جل جلاله له امره يې سرغړونه وکړه.

۲- ابليس لعين يې خوښ او خوشاله کړ، چي هم د هغه دښمن دی او هم د الله جل جلاله.

۳- ځان يې له جنت څخه ليري او بې برخي کړ.

۴- ځان يې جنهم ته ورنېژدې کړ.

۵- له خپل محبوب ترين نفس سره يې جفا او بې وفايي وکړه.

۶- خپل ځان يې نجس او چټل وګرځوی، حال دا چي الله ج هغه پاک او ستره پيدا کړی وو.

۷- خپلي ساتونکي پرشتې يې زهيري کړې.

۸- خپل خوږ پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه يې وسلم يې زهير او ناراضه کړ.

۹- پر خپل ځان يې مځکه، شپه او ورځ شاهدان وګرځول.

۱۰- له ټولو مخلوقاتو سره خيانت وکړ. ځکه په ګناه کولو سره اورښتونه کمېږي، نو ټولو مخلوقاتو ته يې زيان ورسوی او له هغوی سره يې خيانت وکړ.

دا د هغه چا حال دی چي يوه ګناه وکړي؛ نو د هغه چا به څه حال وي چي بېلا بېل او ډول ډول ګناهونه کوي، په ځانګړي ډول د هغه چا چي د اخترونو په دې مبارکو ورځو کي ګناهونه کوي، ځکه دا مبارکي ورځي د طاعتونو، عبادتونو، سپېڅلتيا د الهي قرب د ترلاسه کولو ورځي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د