قرباني (لمړۍ برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

د قربانی فضائل ډېر زیات دي غوره عمل دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : هېڅ بنده د لوی اختر په ورځ د وینې تویولو نه غوره عمل الله ته نه دی کړی او د قیامت په ورځ به دا له ښکرو ، وېښتانو او نوکانو سره راوړل کیږي بېشکه د قربانې وینه مخکې لدې چې زمکې ته ورسیږي د الله تعالی تعالی په وړاندې یوه مقام ته رسیږي نو خپل نفسونه ورباندې خوشحال کړئ .

په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی : څوک چې د قرباني کولو وس لري او بیا هم قرباني ونه کوي نو زمونږ عیدګاه ته د نه راځي .

په عاجزانه لیکنه کې مې د حنفی مذهب مطابق د قربانۍ څه مسائل او احکام را ټول کړي دي که الله تعالی توفیق راکړو په یوڅو برخو کې به یې له خپلو محترمو لوستونکو سره د فایدې په امید شریک کړم .

د وجوب شرطونه

څه وخت واجبيږي ؟

د وجوب لپاره يې څه شرطونه دي :

اسلام

په غير مسلم باندې نه ده واجب .

که څوک د اختر په سحر کې کافر وو او وروسته الله تعالی ورباندې رحم وکولو او مسلمان شو نو ترڅو چې د قرباني کولو وخت وي نو قرباني ورباندې واجبيږي.

مالداري.

په غريب باندې نه ده واجبه .

او څومره مالداري ورته په کار ده؟

د قرباني نصاب د زکات نصاب دی خو په زکات کې د نصاب سره د کال تېرېدل هم ضروري وو او په قرباني کې حولان حول ورته ضروري بلکه چې په اوس وخت کې ورسره نصاب پوره وي قرباني ورباندې واجبه ده .

نصاب څومره دی؟

نصاب په پخوانيو درهمونو باندې دوه سوه درهمه دی (د سپينو زرو روپۍ) چې دا په وزن باندې 595 ګرامه سپين زر جوړو ي .

دا څو افغانۍ کيږي؟

د نن ورځې د نرخ مطابق خالص سپين زر ګرام په 34.122 افغانۍ دی نو 34.122 X ۵۹۵ = 20302.59 افغانۍ کيږي نو چې دا افغانۍ چې له چا سره په لاس کې خپلې موجودې وي نو د قربانۍ نصاب يې پوره دی .

اقامت

د قرباني د لزوم لپاره اقامت هم ضروري دى په مسافر باندې نشته دلته هم داسې ده که څوک د سحر په اول وخت کې مسافر وو لکن وروسته يې بيا د اقامت نيت وکولو ترڅو چې د قرباني کولو وخت ورسره شته نو قرباني کول ورباندې لازم دي.

پدې شرطونو کې نارينه او ښځينه يو ډول دي په دواړو باندې په يو شان قرباني لازمه ده چې دا شرطونه موجود شي .

د قربانۍ په مسئله کې لوى والى او بلوغ ضروري نه دى که ماشوم مال درلود نو چې د چا په لاس کې يې د مال تصرف وو نو هغه د ورته قرباني وکوي .( عالمګيري)

د انسان هغه اولاد چې لوى شي په پلار لازمه نه ده چې د هغوى د لورې نه قرباني وکوي او که هغو ورته وويلې ده په خپله خوښه وکوله نو صحيح ده .

د قربانۍ وخت

د قربانۍ وخت درى ورځې دي د ذى الحجې د مياشتې لسمه ، يولسمه او دولسمه که څه مشکل ورته نه وي تر ټولو نه اوله ورځ غوره ده او آخري ورځ يې بيا غوره نه ده .

پدې دريو شپو او ورځو کې قرباني کول صحيح دې که د ورځې څوک وخت ورته ونلري نو د شپې د وکوي.

په کومو ځايونو کې چې د اختر مونځ نه کيږي نو چې سحر شي بيا قربانې کېدلى شي او په کومو ځايونوکې چې مونځ کيږي نو تر مانځه څخه وروسته کول ضروري دي. (الظهيرية)

قرباني په لوى اختر کې داسې واجب عمل دى چې خاص وخت يې نه دى معلوم ترڅو چې د قرباني کولو وخت وي نو دى کولى شي چې قرباني وکوي ضروري نه ده چې خامخا به د اختر په اوله ورځ تر مانځه وروسته وي. (عالمګيري)

د قربانۍ څاروى

د قربانۍ څاروی به د دريو شيانو څخه وي

١. پسونه (ګډان) (يو څاروی د يو کس لپاره)

٢. اوښان (يو اوښ زيات نه زيات د اوو کسانو لپاره)

٣. غوايان (يو څاروی زيات نه زيات د اوو کسانو لپاره)

په پورتنيو درى واړو صنفونو کې نارينه او ښځينه يو شان دي او په دوى کې هر قسم يې د قربانۍ لپاره صحيح دى او پدې حکم کې سيرلي او بيزې د پسونو څخه دي او ګامېښان د غوايانو له جملې څخه دي .

عمرونه يې :

اوښ پنځه کاله

غوايى او ګامېښ دوه کاله

بېزه پسه (ګډ) يو کلن لکن که په پسونو کې وري وي چې هغه داسې ساتل شوي وي چې د شپږو مياشتو وي او په يو کلنو کې ګډ شي پکې ورکيږي نو په هغه باندې هم قرباني صحيح ده . نور بیا ان شاء الله