د سرو زرو نصاب معتبر دی که د سپينو زرو؟‎

ليکوال : محمد يعقوب نائل

په ټولنيزو رسنيو کې ځينې ملګري سوال کوي چې د سپينو زرو نصاب معتبر دی او که د سرو زرو؟

په شريعت کې د سرو او سپينو زرو دواړو نصاب معتبر دی، لکه په ايت کريمه کې چې راغلي: «وَالَّذِيْنَ يَکْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَايُنْفِقُوْنَهَا فِيْ سَبِيْلِ اللهِ فَبِشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِيْمٍ» (سورة التوبة ۳۴ ايت)

ژباړه : هغه کسان چې سره او سپين زر جمع کوي او د الله تعالی په لاره کې يې نه خرچه کوي (زکات نه ورکوي) هغوی ته د درد ناک عذاب زېری ورکړه!

منم چې د دواړو په قيمت کې زيات فرق (تفاوت) دی؛ خو دا چې دواړه نصابونه په قراني نص سره ثابت دي؛ نو ځکه څوک نه شي کولی چې په خپل طبيعت يو نصاب لرې کړي او بل معتبر وګرځوي.

مفتي محمد شفيع رحمه الله ( ددې ايت په تفسير کې وړاندې ليکي :

د جمهورو فقهاوو او امامانو مسلک دا دی چې د «وَلَايُنْفِقُوْنَهَا» مؤنث ضمير «فِضَّةٌ» (سپينو زرو) ته راجع دی، مخکې د سرو او سپينو زرو دواړو يادونه شوې او ضمير يوازې سپينو زرو ته راجع دی، په تفسير مظهري کې يې ورته اشاره کړې چې د چا سره لږ سره او لږ سپين زر وي؛ نو د سرو زرو قيمت به هم د سپينو زرو په حساب لګول کېږي او زکات به ورکوي.

(معارف القران اردو مفتي محمد شفيع رحمه الله ( څلورم ټوک ۳۶۸ مخ)

معلومه شوه چې سپين زر اصل دي په نسبت سره سرو زرو ته، ځکه چې سره يې د سپينو زرو تابع کړي، لهذا سپين زر د نصاب څخه ختمول او يوازې سره زر نصاب ټاکل د قراني نص سره مقابله ده.

د سپينو زرو د نصاب په ټاکلو کې بله ګټه دا ده چې ډېری هغه غريبانان چې ۲۰۰۰ روپی هم نه لري؛ نو د هغوی چاره به د ۲۳۰۰۰ زره افغانيو او ۳۶۰۰۰ کلدارو څښتن سره وشي.

مفتي محمد شفيع رحمه الله په خپله رساله (د قربانی شاليد او ارزښت) کې ليکي:

قرباني په هغه چا واجبه ده چې مسلمان، پوه، بالغ او د دوه پنځوس نيمو تولو سپينو زرو څښتن وي، يا د سپينو زرو برابر ارزښت لرونکي توکي يا يې بيه ولري په هغه باندې قرباني کيږي.

(د قربانی شاليد او ارزښت د جمعه خان نائل پښتو ژباړه ۴۵ مخ)

په پېښور کې د عثمانيه مدرسې مشر مفتي غلام الرحمن صاحب په خپل کتاب فتاوی عثمانيه کې ليکي:

د سرو او سپينو زرو په نصاب کې اوس وخت زيات تفاوت دی، د غريبانو لحاظ په دې کې دی چې د سپينو زرو نصاب معتبر شي.

(د مفتي غلام الرحمن فتاوی عثمانيه دريم ټوک ۳۱۲ مخ)

والله اعلمُ!

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محب الله عزیزی
میلمه

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته ! محترمه وروره الله ج د ډیر اجر درکړی واقیعآ ښه مو ضوع مو انتخاب کړی خو یو څه چی زه نه ورباندی پوهیږم هغه دوه پنځوس نیمی تولی د څو ګرامه سره معادلت لری ( یوه توله څوګرامه کیږی )په دی اړه که معلومات راکړی ډیره مننه به دی وی.
اسلام علیکم.

اجمل پښتین
میلمه
اجمل پښتین

زموږ د معلوماتو له مخې چې له علماء کرامو مو اوریدلي دي ۵۲ﻧﯿﻤﯽ ﺗﻮﻟﯥ ﺳﭙﯿﻦ ﺯﺭ ‏( ۷۰۰ګﺮﺍﻣﻪ ‏) ﺳﭙﯿﻦ ﺯﺭﮐﯿږﯼ

محب الله عزیزی
میلمه

مننه