
ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمان ته
رحمت الله منیب
ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمـــان ته
څاڅکي څاڅکي یې تویېږي و ګرېوان ته
خدایه څومره ماشومان مو یتیمان شوو
سوله را ولي غمجن افغانستــــــــان ته
له بورا چې د ارمان پوښتنــــه وشـــــوه
په ارمان کې په ژړا شو ګلستـــــــــان ته
په دنیا کې که د میني ژوندون غـــواړې
بل ته هغه خوښوه چې څه دي ځــان ته
ما منیب دي هم دربار ته لاس اوچت کړو
ضرورت لري زخمونه مو درمـــــــــــان ته