د حج او عمرې  په اړه اړين علمي او  تاريخي معلومات

عنايت الله عادل

کله چې مو د احرام تړلو اراده وکړه نو مستحب دي، چې خپل نوکان، بروت، ترنامه لاندې ځای او تخرگونه له ویښتانو څخه پاک کړئ. وروسته اودس یا غسل وکړئ، البته غسل غوره دی ښه پاکي پرې راځي، حائضه ښځه هم باید د پاکۍ په نیت غسل وکړي او پاکې جامې واغوندي.

نارینه به هم له اوداسه یا غسل څخه وروسته دوه سپینې ناگنډل شوې نوې جامې (څادر او لنگ) اغوندي، بیا به دوه رکعته د احرام لمونځ په پټ سر اداء کوي، له لمانځه وروسته به د حج یا عمرې یا که قران حج کوي د د واړو نیت به کوي وایي به اللهم انی ارید الحج او العمرة – او ارید الحج و العمرة فیسره لی – فیسرهالی – فیسر همالی و تقبله منی و تقلبها منی و تقبلهما منی – ای الله زه اراده د حج لرم – یا زه اراده د عمرې لرم او یا زه اراده د حج او عمرې دواړو لرم ته یې راته آسانه کړې او ته یې راځنې قبول کړې.

له نیت وروسته به تلبیه وایي البته یو ځل او نوره سنت ده په دې ډول: لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَك لَبَّيْكَ، إنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَك وَالْمُلْكَ لاَ شَرِيكَ لَك.

هدف دا چې که عمره کوي، نو ترڅو چې حجراسود ته نه دی رسیدلی ترهغه پورې به لبیک ډیره وایي او که د حج اراده لري نو بیا به يې آن د عید تر ورځې عقبه جمرې ته تر رسیدلو پورې وایي. دا هم پاتې نشي په احرام کې خوشبويي استعمالولی شي خو له احرام وروسته نه خوشبویي استعمالولی شي او نه صابون او شمپو – البته پرته له شمپو او صابونه او پرته له ځان مښلو څخه غسل کولای شي او احرام هم بدلولی شي – حاجي به سر، مخ او پښې نه پټوي

لنډه دا چې د احرام په تړلو سره هر هغه څه پرې حرام شول چې مخکې ورته حلال وو.

خو تر ټولو دمخه به د جنگ، جگړې او کنځلو څخه په کلکه ځان ساتي، په عمره کې به تر هغه د خپلې بي بي سره نه یو ځای کیږي، څو د عمرې احکام یې ټول اداء کړي نه وي او سر یې خریلی نه وي او احرام یې لرې کړی نه وي او په حج کې خو ترڅو فرضي طواف ونکړي ترهغه پورې نشي ورسره یو ځای کیدای.

البته که قران حج کوي د عمرې له اداء کولو وروسته هم سرنشي خریلی او نه احرام لرې کولای شي او که تمتع حج کوي نو د عمرې تر اداء وروسته د سر په خریلو به احرام لرې کوي او د ذی الحجې تر اتم پورې هرڅه ورته حلال دي.

د ښځو لپاره ضروري خبره: ښځې په سر پټۍ تړي څو ويښتان یې معلوم نشي خو دا خبره ډېره ضروري او مهمه ده چې کله اودس کوي د مسحې لپاره بايد پټۍ لرې کړي او مسحه په وېښتانو وکړي، نو که په پټۍ مسحه وکړي نه لمونځ کيږي، نه يې طواف کيږي او نه نور افعال او مناسک، ځکه دا اصلا د مسحې  په پريښودو بې اودسه ده.

دا هم باید ووایو که کومه ښځه په حیض یا نفاس کې وي هغه به د حج ټول احکام او مناسک اداء کوي یوازې داخل د حرم او مسجد ته نشي تللی او نه لمونځ او طواف کولی شي – کله چې پاکه شوه بیا به فرضي طواف کوي او که د عذر له وجې طواف فرضي ورځنې وروسته شی هیڅ پروا نلري دم هم نه پرې اوړي او که طواف وداع ورځنې پاتې شو هغه ورته معاف دی هیڅ نه پرې لازميږي.

کله چې مکې ته داخل شوې نو به څه کوئ؟

کله چې مکې مکرمې ته داخل شوئ اول به خپل سامان او کالي په عماره کې ځای په ځای کوئ اطاق به معلوموئ او د اطاق کلي به د ځان سره اخلئ – بیا به غسل کوئ او ښه دمه به جوړوئ طواف ته بیړه په کار نده کله، چې مو ښه ستړیا لرې شوه نو بیا به د معلم یا کوم بل بلد سړي به ملتیا حرم ته ځئ کله چې د حرم جومات ته ورسیدئ نو غوره خو داده چې باب سلام څخه ننوځئ او که نه د هرې دروازې چې درته اسانه وه داخل به شئ په داسې حال کې چې ښۍ پښه به اول داخل کړئ  (اَلـَّلهُمَّ افـْتـَحْ لِي اَبْوَابِ رَحْمَتِکَ)  ژباړه:- الهي ستا درحمت دروازې ماته پرانيزه. دعا به ووايئ: کله چې مو سترگې په کعبه ولگیدې نو هره دعا چې مو غوښته قبلیږئ.

بیا ځان حجراسود ته ورسوئ که امکان ؤ حجراسود به مچو کړئ او که نه په لاس یې لمس کړئ او که دا هم ممکن نه و د حجراسود په برابرۍ به ودریږئ دواړه ورغوي به حجراسود ته پورته کړئ بسم الله الله اکبر ووایئ او خپل لاسونه مچو کړئ او په داسې حال به تر نیت کولو ورسته طواف شروع کړئ، چې کعبه مو چپ لاس ته راشي – دا خبره په یاد لرئ چې ښۍ اوږه به لوڅه کړئ او به اولو دریو گشتونو کې به پهلواني کوئ هر ځل به د حجراسود سره هماغه عمل ترسره کوئ.

د رکن یمانی په هکله مهه خبره داده که مو مسه کولی شوی نو ښه خبره ده او که مو مسه کولی نشوای نو بیا لاسونه هم مه ورته پورته کوئ او مچو کول یې هم نشته، هدف دا چې د حجراسود څخه پرته بل د هیڅ مکان مچو کول نشته.

د طواف په حالت کې باید ذکر او اذکار وشي که څوک په خفیه قرآن لولي هم ښه کار دی او که څوک د هر گشت دعا له یاده یا له کتابه وایي دا هم ډیر ښه کار دی په همدې کتاب کې د قرآن او صحيح احاديثو دعاگانې شته، هدف دا چې باید ټول طواف په ذکر، دعاوو او تسبيحاتو سرته ورسوئ، طواف د لمانځه حيثيت لري خبرې، مجلس او پټه خوله گرځیدل ښه کار نه دی او بل په طواف کې باید ډیر خیال وساتل شي چې چاته تکلیف ورنکړو، د ښځو سره ټکر نشو او نه ورباندې ولگو په ځانگړې توگه په حجراسود او رکن یماني کې باید ډیر خیال وساتل شي. د حجراسود مچو کول یا لمس کول سنت کار دی او مسلمانانو ته تکلیف ورکول حرام دي.

ښځو ته مناسبه داده چې کعبې ته نږدې طواف ونکړي او د حجراسود او رکن یماني له لمس کولو باید په کلکه ډډه وکړي، ځکه هلته د خوږېدو او غړو ماتیدو خطره ده او د نامحرمو خلکو سره هم چسپیږي دا هم روا نده.

کله چې له طواف څخه وزگار شوئ، بیا به د مقام ابراهیم سره نږدې او د ازدحام په صورت کې د مسجد حرام یا مطاف په هره برخه کې چې ممکنه وه دوه رکعته د طواف واجب لمونځ وکړئ او د زمزم اوبه وڅښئ د صفا او مروه په لوري به ولاړ شئ.

کله چې صفا غونډۍ ته ورسيدئ، نو دومره به پرې وخیږئ چې کعبه درته ښکاره شي هلته به ودریږئ – کعبې ته به دواړه لاسوه جگ کړئ او دعاوې به ووایئ خصوصاً  قرآني اومسنونې دعاوې، بیا د مروه په لوري حرکت وکړئ د دوو شنو راډونو ترمنځ به لږ منډه کوئ او دلته به هم اذکار، تسبیحات او یا قرآن کریم وایئ او دعاوې به کوئ. کله چې مروه ته ورسیدئ هلته به ودریږئ د صفا په شان به دعاوې او اذکار ووایئ. بالآخره چې کله د صفا او مروه ترمنځ اوه ځله تگ راتگ وشو، نو که مکروه وخت نه ؤ دوه رکعته نفل به هم وکوئ البته په طواف پسې هم که مکروه وخت ؤ د طواف لمونځ به نه کوئ کله چې مکروه وخت تیر شو بیا به لمونځ وکړئ – بیا به سر وخريئ که عمره کوونکی وئ احرام به لرې کړئ ستاسو عمره تکميل شوه او که قارن وئ نو یو بل طواف به د حج لپاره کوئ چې هغه ته د قدوم طواف وایي او د صفا او مروه ترمنځ به سعی هم کوئ. بیا د ذی الحجې تر اتم تاریخ پورې نفلي طوافونه کوئ – هر لمونځ به د مسجد حرام په داخل کې په جماعت سره کوئ او که عمرې کوئ د تنعیم مقام څخه هغه هم لاښه او بهتره کار دی. بیا چې کله د ذی الحجې اتم ورځ شوه نو بیا به د حج لپاره احرام وتړئ په هغو شرطونو چې مخکې مو د عمرې لپاره تړلی ؤ که ممکنه وه په حرم کې یو نفلي طواف هم وکړئ او که د صفا او مروه ترمنځ مو سعی کوله نو بیا د عید په ورځ له سعی څخه خلاصیږئ د عید په ورځ به تنها فرضی طواف وکړئ او که مو د خپل اطاق څخه احرام تړلو هم روا دی. په حرم کې طوافونه، ذکر، نوافل او کعبې ته کتل هم عبادت دی لنډه دا چې د حرمینو ورځې باید غنیمت وگڼو په مکي حرم کې هر عمل په سلو زرو حسابیږي او په مدني حرم کې هر عمل په یو زر حسابیږي.

د امکان په صورت کې ځینې تاریخي ځایونه هم باید ولیده شي اگر چې د حج جز او فعل نه دی دهمدې کتاب په آخرکې مې د تاريخي ځايونو يادونه کړې ده.

که د حج له ورځو مخکې مو له جمرو، عرفات او قربانگاه څخه لیدنه کوله هم ښه خبره ده د حج په ورځو به بلد اوسئ کله چې حاجیان په اتم د ذی الحجې منی شریف ته ځي دې ورځې ته یوم الترویة ویل کیږي ځکه په دې ورځ به د حاجیانو لپاره اوبه برابرېدې نو هلته د حاجیانو لپاره سنت دی چې (۵)لمونځونه ماسپښین، مازدیگر، ماښام، لماسختن او د عرفات د ورځې د سهار لمونځ وکړي – اما اوس يې د ازدحام په خاطر د شپې عرفات ته نقلوي او د سهار لمونځ په عرفات کې کوي دا یو ضرورت دی پروا نلري.

په عرفات کې واجب وخت د لمر له زوال څخه تر ماښام پورې دی – که څوک له ماښام څخه مخکې له عرفات څخه ووځي پسه پرې لازمیږي – او که څوک له ماښام څخه مخکی راووځي او بیرته د ماښام څخه مخکی عرفات ته داخل شي پروانه لري یعنې دم نه پرې اوړي. اما دومره هم باید وپوهیږو چې د عرفات وخت د عید د ورځې تر صبح صادق پورې دوام لري – که څوک د شپې عرفات ته راشي هم عرفات یې اداء کيږي – بله مهمه مسئله په عرفات کې داده چې که چېرې د نمرې جومات ته څوک ځي نو هلته د ماسپښین او مازدیگر لمونځونه دواړه په ماسپښین کې یو ځای په یوه آذان او دوه اقامتونو اداء کیږي او که څوک په خپلو خیمو کې پاتې کيږي، نو هغوی باید دواړه لمونځونه په خپل خپل وخت په جماعت یا تنها اداء کړي.

خو د نمرې جومات په اداء کولو کې هم اختلاف دی هدف دا چې هلته دواړه لمونځونه په قصر اداء کیږی نو که څوک مسافر گڼل کیږی هغه باید د امام سره مسافرانه لمونځ وکړي او که څوک مسافرنه وي هغه باید د امام له سلام گرځولو وروسته فورا جگ شي او دوه رکعته پاتې لمونځونه اداء کړي.

او دا خبره په یاد مو وي چې د ماښام او ماسختن دواړه لمونځونه باید حتماً په مزدلفه شریفه کې اداء شي نه په لارو او نه په عرفات کې که چا په لارو وکړ باید بیرته راوگرځول شي. په مزدلفه شریفه کې هم په جماعت لمونځ اداء کولی شی او هم يې تنها کولی شي خو په يوه آذان او دوه اقامته باید وشي – اول باید د ماښام دری رکعته فرض اداء شي بیا د لماسختن څلور رکعته فرض بیا د ماښام دوه رکعته سنت بیا د لماسختن سنت او بالآخره وتر واجب.

په مزدلفه شریفه کې غوره داده چې مشعر الحرام جومات ته نږدې شپه تیره شي څو د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کړئ او دغه شپه هم باید په ډېر ذکر او تسبیحاتو او نفلونو تیره شي کله چې مو د سهار لمونځ په تیاره کې اداء کړ نو بیا په دعا ودریږئ او دعا وکړئ هر ډول دعا په دغه وخت کې قبلیږي او د صبح صادق څخه تر روښنایي پورې وخت تیرول په مزدلفه کې واجبه وخت دی. شپه پکې سنت ده نه واجب.

کله چې روښنایی شوه که څه هم لمر نه وي راختلی نو د عقبې (لويې جمرې) په لور به روان شئ په داسې حال کې چې شگې به مو له مزدلفې څخه درسره اخیستې وي که څلور ورځې جمرې ولئ نو ۷۰ شگې درسره واخلئ او که درې ورځې یې ولئ نو بیا پنځوس (۵۰) شگې درسره واخلې د احتیاط لپاره که یو څو زیاتې اخلی هم ښه خبره ده.

بیا به لویه جمره په اوو شگو وولئ، البته لویه جمره مکې ته نږدې واقع ده یعنې له اولې او وسطی جمرې څخه به تیر شئ او دریمه جمره به وولئ. کله چې موجمره وويشتله نو ښه نږدې ورشئ څو هره شگه مو آخور ته ولویږي پرته له هغه صحیح نده د ‌ډیرو کسانو جمرې په هدف نه لگیږي په عجله او هیجان یې له لرې څخه ولي، له جمرې څخه چې خلاص شوی نو پرته له دعا د قربانۍ لپاره حرکت وکړئ او ډیره مهمه خبره داده چې باید قرباني په خپله وکړئ ډیر کسان خلکو ته روپۍ ورکوي په هغه کې ډیرې دوکې او درغلی لیده کیږي او یا یې قصابانو ته ورکوي ژوندی پسه که چا ته ورکړ شي هغه قرباني نه کیږي.

کله چی مو پسه حلال کړ او له قربانۍ څخه خلاص شوئ البته د قربانۍ غوښه په خپله هم خوړلی شئ له هغه وروسته به خپل سر کل کړئ او زړه مو خپل که احرام لرې کوئ او که په احرام کې فرضي طواف کوئ هدف دا چې فرضی طواف باید په اوله ورځ، که معقول ضرورت ؤ په دویمه ورځ او که ډیر ضرورت ؤ په دریمه ورځ مخکې له ماښامه باید فرضي طواف اداء شي – کله چې فرضي طواف مو اداء کړ نو که د حرم د لمانځه آذان شوی ؤ په حرم کې همغه حاضر لمونځ اداء کړئ او که آذان نه ؤ شوی نو فوراً د منی شریف په لوري وخوځیږئ. باید شپه مو په منی شریف کې وي – د عید په دوهمه ورځ له زوال وروسته به درې واړه جمرې اول وړه بيا متوسطه او بیا عقبه جمرې وولئ په اوو – اوو شگو باندې، البته له اولې او دوهمې جمرې ویشتلو څخه وروسته دعا کولی شئ او دلته هم دعا وې الله قبلوي خو په دریمه عقبه جمرې پسې دعا نه ده راغلې.

د عید په دریمه ورځ به هم د زوال نه وروسته درې واړه جمرې وولئ – بیا که مکې ته مو تشریف وړلو هم گناه نشته او که څلورمې ورځې ته پاتې کیدی هم گناه نشته په څلورمه ورځ یې د زوال مخکې هم ویشتلی شئ.

کله چې مو فرضی طواف وکړ – د جمرو څخه خلاص شوئ نو حج مو مبارک شه یوازې د وداع طواف پاتې دی هغه به کوئ او بیا به د وطن په لوری حرکت کوئ – او کله چې لستونه درته ځوړند شول بیا د وداع طواف ته ولاړ شی او که مخکې یې کوئ هم څه پروا نه لري – که له وداع طواف څخه وروسته نفلي طوافونه کوی هم کولای یې شئ – البته هغه اخیري نفلي طواف مو بیا په وداع کې درته حسابیږي.

د مکې مکرمې تاريخې ځايونه

١. د محمد صلی الله عليه وسلم د زوکړې ځای: هغه کور چې محمد صلی الله عليه وسلم په کې دې دنيا ته راغلی دی، مروه ته مخامخ او شعب ابي طالب ته نژدې موقعيت لري، د همدې شعب ابي طالب خوا او شا ته د محمدصلی الله عليه وسلم کورنۍ (بنوهاشم) اوسېدله.

په کال ١٣٧٠ هـ چې له ١٩٥٠ ميلادي سره سمون خوري، شيخ عباس قطان رحمه الله پر دغه ځای يو کتابتون جوړ کړی، چې دغه کتابتون د مسجد حرام ختيځې څنډې سره د تړلي سړک پر غاړه دی او د (مکتبة مکة المکرمة) په نوم نومول شوی دی.

يادونه: که څه هم دغه ځای د تاريخ له پلوه يو ځانګړی اهميت لري، خو دغه ځای ښکول، ديوالونو پورې يې نښتل يا د موخو تر لاسه کولو لپاره په دروازو يا کړکيو يې تارونه تړل، ټول هغه څه دي، چې شريعت کې هېڅ ځای نه لري او نه هم صحابه وو، تابعينو، تبع تابعينو يا نورو اولياوو داسې کړي دي.

٢. د حرا غار: له مسجد حرام څخه نژدې څلور کيلو متره شمال لور ته د نور غره په سرکې حرا غار پرت دی، دغه غره ته د (نور) يا (حراء) غر ويل کيږي.

دغه غار د سمندر له سطحې څخه ٦٢١ متره او د ځمکې له سطحې څخه ٢٨١ متره لوړوالی لري، له ځمکې څخه دغه غار پورې نژدې يو ساعت مزل دی، دغار خوله شمال لوري ته ده او د غار منځنی واټن يوازې ٦٠سانتي متره دی اوږدوالی يې درې متره، لوړوالی يې دوه متره او پلنوالی يې په کوم ځای کې زيات او په کوم ځای کې کم دی، چې تر ټولو زيات پلنوالی يې ١،٣٠ متروته رسيږي.

دغه غار کې دوه کسان يو په بل پسې په ولاړه لمونځ کولای شي او د غار ښي خواته يو تن په ناسته لمونځ کولای شي.

دغه غار کې محمد صلی الله عليه وسلم له بعثت نه مخکې د الله جل جلاله عبادت کاوه او په همدې غار کې جبرائيل امين د وحي لومړني آيتونه (د العلق لومړي پنځه آیتونه) محمد صلی الله عليه وسلم ته راوړي وو.

٣.  ثور غار : دغه غار د ثور په غره کې پرته ده، کوم چې له مسجد الحرام څخه د ٤ کيلو مترو په واټن پروت دی، دغه غار د سمندر له سطحې څخه ٧٥٨ متره او دځمکې له سطحې څخه ٤٥٨ متره لوړه ده، د ثور غار داخلي لوړوالی ١،٢٥ متره، اوږدوالی او پلنوالی يې ٣،٥ متره دی.

ثور غار دوه خولې لري، يوه خوله يې لويديځه څنډه کې ده، چې له همدې څخه محمد صلی الله عليه وسلم دهجرت په وخت کې ننوتی و او بله خوله يې ختيځه څنډه کې ده، چې دغه خوله يې له لويدځې خولې څخه زياته پراخه ده او د دواړو خولو ترمنځ واټن يې ٥،٣متره دی.

دغه غار د ثور غره له څوکې څخه يو څه ټيټ پروت دی اوله ځمکې څخه غار ته نژدې يو نيم ساعت مزل دی، په همدې غار کې د هجرت په وخت کې محمد صلی الله عليه وسلم او ابوبکرصديق رضی الله عنه درې شپې تېرې کړې وې.

٤. مسجد بيعت: دا جومات په هغه ځای جوړ کړل شوی دی، چېرې، چې د نبوت په دولسم کال چې ٦٢١م سره سمون خوري د مدينې خلکو سره لومړی بيعت وکړل شو، چې دغه بيعت کې د مدينې دوولسو تنو ګډون کړی و اوبيا ترې وروسته د نبوت په ديارلسم کال چې ٦٢٢م سره سمون خوري د مدينې دوه اويا کسانو محمد صلی الله عليه وسلم سره بيعت وکړ، چې ورسره د اسلام وړانګې په مدينه کې خپرې ا ومدينه د مسلمانانو خوندي ټاټوبی وګرځېد.

دعباسيانو خليفه ابو جعفر منصور په ١٤٤هـ چې ٧٦١م سره سمون خوري پر دغه ځای يو جومات ودان کړ، چې ددغه جومات د نوم تخته د مسجد قبلې دېوال کې لګول شوې ده.

دغه مسجد له جمراتو څخه نژدې ٣٠٠ متره لرې د غره په لمن کې پروت دی.

٥. مسجد جن: دغه جومات مسجد الحرام څخه د مکې هدېرې جنت المعلی ته پر لاره واقع دی.

دې جومات ته مسجد جن ځکه ويل کيږي، چې دلته د پېريانو يو ټولی د محمد صلی الله عليه وسلم په لاس مسلمانان شول، په دغه ځای کې محمد صلی الله عليه وسلم سره عبد الله بن مسعود رضی الله عنه هم و.

په زړه مو وي، چې د طائف له سفر څخه د ستنيدو پر وخت نخله نومي ځای کې هم د محمد صلی الله عليه وسلم په لاس پېريان مسلمانان شوي دي. دمسجد جن دویم نوم مسجد حرس دی.

٦.  مسجد راية (دبيرغ جومات): ابن هشام ليکلي دي چې د مکې د فتحې په ورځ محمد صلی الله عليه وسلم مکې ته له پورتنۍ خوا څخه ننووت او هماغلته محمد صلی الله عليه وسلم ته خيمه ولګول شوه. دغه ځای کې د عباس رضی الله عنه زامنو عبد الله بن عباس بن محمد بن علي بن عبد الله بن عباس (يو جومات ودان کړ، چې دغه جومات مسجد راية) ويل کيږي او راية په عربي ژبه کې بيرغ ته وايي.

٧. مسجد شجرة (د ونې جومات)

امام ازرقي رحمه الله ليکلي دي، چې د شجرې جومات مسجدجن ته مخامخ دی.

د دې جومات په اړه ويل کيږي، چې په هغه ځای باندې ودان شوی دی، کوم ځای کې چې محمد صلی الله عليه وسلم ونې ته بلنه ورکړه څو خواته يې ورشي او هغه ونه يې خواته ولاړه او بيا محمد صلی الله عليه وسلم ورته بېرته خپل ځای ته د تللو وويل.

٨. مسجد خالد بن وليد: د مکې د فتحې په ورځ محمد صلی الله عليه وسلم خالد بن وليد ته وويل چې مکې ته له لاندينۍ لارې ننوځي او (الليط) نومي سيمه (اوسني جرول) کې اسلامي بيرغ ولګوئ، نو په کوم ځای کې چې خالد بن وليد بيرغ لګولی دی هماغه ځای کې يو جومات رغول شوی دی، چې د خالد بن وليد په نوم مشهور دی او جومات ته نژدې سړک هم د خالد بن وليد په نوم نومول شوی دی.

دغه جومات د (حارة الباب ريع الرسام) نومي سيمه کې موقعيت لري، چې په کال ١٩٥٨م کې بيا ورغول شو.

٩. مسجد صغرة: دغه جومات د عرفات رحمت غره په لمن کې ښي خواته يو څه له ځمکې څخه پورته موقعيت لري، په همدې ځای کې محمد صلی الله عليه وسلم قصوا نومي اوښه باندې ناست دعاوې يې کولې په همدې ځای کې دغه آيت نازل شوی دی: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ.

١٠. جبل الرحمة:دغه وړوکی غر په عرفات کې له نمرې جومات څخه په يونيم کيلو مترو واټن د اووم اړو اتم نمبر سرکونو ترمنځ پروت دی، الال، نابت او قرين هم دجبل رحمت نومونه دي.

١١. المعلی هديرة: المعلی هديره د مکې له لرغونو ځايونو څخه يو ځای دی، دغه هديره د مسجد الحرام ختيځ لور ته د يو غره په بيخ کې پرته ده، په همدې هديره کې د مؤمنانو مور خديجې رضی الله عنها مزار دی، سربېره پر دې نژدې شپږ زره صحابه، بې شمېره علماء او صلحاء همدلته دفن دي.

١٢. د خديجې رضی الله عنها کور: دغه کور (شارع الصاغة) کې موقعيت لري، د سړک دواړه غاړو ته د زرګري دوکانونه دي، چې اوسمهال دغه ځای د فاطمة رضی الله عنها د زوکړې ځای باندې مشهور دی.

په همدې ځای کې خديجې رضی الله عنها سره د محمد صلی الله عليه وسلم واده وشو او په همدې ځای کې د محمد صلی الله عليه وسلم څلور واړه لوڼې او دوه زامن قاسم او عبد الله پيدا شوي دي.

خديجې رضی الله عنها له وفات وروسته هم محمد صلی الله عليه وسلم همدلته اوسېده، په همدې کور کې د محمد صلی الله عليه وسلم يوه ځانګړې خونه وه، چې عبادت به يې په کې کاوه او په همدې خونه کې پرې وحي راتلله.

١٣. مسجد تنعيم (مسجد عائشة):  مسجد عائشة تنعيم نومي ځای کې موقعيت لري، تنعيم د حرم له پولو څخه د باندې دی.

د خدای په امانۍ حج(حجة الوداع) کې محمد صلی الله عليه وسلم عائشة رضی الله عنها ته له همدې ځای څخه د عمرې د احرام تړلو امر کړی و، همدې ځای ته نژدې دغه جومات رغول شوی دی، چې له همدې څخه د عمرې احرام تړل مستحب دي.

١٤. مسجد حديبية: اوس مهال دغه ځای (شميسية) نوميږي، محمد صلی الله عليه وسلم په همدې ځای کې شل ورځې اوسېدلی و.

١٥.  مسجد جعرانة : د خدای په امانۍ حج (حجة الوداع) کې محمد صلی الله عليه وسلم له همدې ځای څخه دعمرې احرام تړلی و، دغه ځای هم د حرم په پولو موقعيت لري، د همدې مسجد خواته يو څاه ده ، چې اوبه يې د ګردو ډبرو ته شفا دي.

له دې ځای څخه هم خلک د عمرې احرام تړي ، د تنعيم په پرتله دغه ځای لرې دی.

١٦. مسجد خيف : د منی تر ټولو لوی جومات مسجد خيف دی، خيف په لغت کې دغره لمن ته وايي او دې جومات ته مسجد خيف ځکه ويل کيږي، چې دغره په لمن کې پروت دی.

د همدې جومات په منځ کې محمد صلی الله عليه وسلم خيمه لګولې وه او همدلته محمد صلی الله عليه وسلم پنځه لمونځو(د اتمې ذوالحجې د ماسپښين، مازديګر، ماښام، ماخوستن او دنهمې ذوالحجې د سهار لمونځونه) ادا کړي وو.

١٧. د مرسلات سمڅه: په منی کې دمسجد خيف سويل ته د (صفائح) غره په لمن کې يو وړوکی غار دی، چې محمد صلی الله عليه وسلم د همدې غره په سيوري کې ويده شو او بيا چې کله سمڅې ته ولاړ، د مرسلات سورت پرې نازل شو، نو ځکه دغې سمڅې ته د مرسلات سمڅه وايي.

١٨. مسجد نمرة: دغه جومات د عرفات په (عرنة) ناو کې موقعيت لري او دغه ځای ته نمره ويل کيږي، ځکه جومات هم په همدې نوم ونومول شو.

دغه جومات د حرم له پولو او دغه راز څه برخه يې د عرفات له پولو وتلې ده.

په همدې جومات کې محمد صلی الله عليه وسلم د عرفې د ورځې د ماسپښين او مازديګر لمونځونه يو ځای ادا کړل او وروسته جبل رحمت ته ولاړ او زوال څخه تر لمر لوېدلو هماغلته ودرېد.

١٩. مسجد مزدلفة: د مزدلفې په شپې چې محمد صلی الله عليه وسلم په کوم ځای کې عبادت کړی، په همغه ځای دغه جومات جوړ شوی دی، چې مسلمانانوته هغه تير تاريخ په زړه کوي، دغه راز دغه جومات ته مشعرالحرام جومات هم ويل کيږي.

٢٠. مسجد عقبة: مکې څخه د منی په لور دغه جومات د منی په لومړي سړک موقعيت لري، په همدې ځای کې د محمد صلی الله عليه وسلم د تره عباس بن عبد المطلب په شتون کې د مدينې انصارو محمد صلی الله عليه سلم سره بيعت کړی و، چې له همدې کبله ورته مسجد بيعت ويل کيږي.

٢١. مسجد منی: دغه جومات د جمره صغری او وسطی په منځ کې عرفات ته دتلونکې لارې ښي خواته موقعيت لري، په همدې جومات کې محمد صلی الله عليه سلم د لوی اختر لمونځ کړی و او همدلته يې د قرباني څاروي حلال کړي وو.

٢٢.وادي محسر:  د منی او مزدلفه تر منځ هغه ځای چې الله جل جلاله په کې د (ابرهه) د فيلانو لښکر له منځه وړی و، د هغه پېښې يادونه الفيل سورت کې شوې ده، سنت ده چې حاجيان د محسر ناو کې په چټکۍ مزل وکړي.

د مدينې منورې زيارت او تاريخي ځايونه

کله مو چې له مکې څخه د مدينې په لور د تللو وخت را ورسيږي، نو مکې څخه د جدايي دردوونکی غم مو د نبوي جومات سپېڅلې روضې د زيارت په خوشحالي بدل کړئ، ډېر په مينه او شوق درود شريف ووايئ، دغه راز محمد صلی الله عليه وسلم سره د خپلې مينې د ويښولو په موخه نعتيه شعرونه هم ويلی شئ.

مدينې ته ننوتل

مدينې ته وروستی تم ځای(ذوالحلفه) دی چې له مدينې څخه نژدې د لسو کيلو مترو په واټن پروت دی، هغه بسونه چې حاجيان مدينې ته انتقالوي عموما دلته درېږي، که مو که وه، نو غسل وکړئ، کنه اودس وکړئ او ښکلي جامې واغوندئ، عطر وکاروئ، په مينې او شوق درود وايئ.

په دې باور ولرئ، چې په مقدسو ځايو کې له پاک الله څخه غوښتنه کول د هغه ځاى په برکت يې خداى تعالى جلَّ جلا لهُ حتماً قبلوي نو  د الله له در باره دعا او غوښتنه په پاک او عاجزه زړه سره وكړئ.

دمسجد نبوي هر لمونځ  دنورو جوماتونو د لمونځونو په نسبت دپنځوسو زرو (۵۰۰۰۰) لمونځو ثواب لري، مګر د مکې شريفې په حرم  كې لمونځ دنورو جوماتونو د لمونځونو په نسبت سل زره ۱۰۰۰۰۰ برابره ثواب لري.

په شنې ګنبدې لومړی نظر

کله چې ذوالحليفې څخه مدينې ته روان شئ، نو يو څو دقيقې وروسته کله مدينې ښار ته ننوځئ، نو د هرمؤمن د زړه قرار او دسترګو يخوالی يعنې ګنبد خضراء به ستاسو تر سترګو شي، اوس نو په بشپړه پاملرنه او ادب سره درود وايئ او الله جل جلاله  ته دعا وکړئ: ای الله! دا ستا د محبوب ښکلی ښار دی، دې ښار ته د ننوتلو له برکته موږ له هر ډول عذاب څخه خوندي کړې.

کله چې مدينې ښار دروازې څخه ننوځئ دا دعا ووايئ:(بسم اللهِ، ماشاء الله لا حول ولاقوة الا بالله، رَبِّ أَدْخِلْنِى مُدْخَلَ صَدَقٍ وَأَخْرِجْنِى مَخْرَجَ صَدْقٍ وَاجَعَلْ لِى مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا).

مدينې ته له رسېدلو وروسته لومړی عماره کې خپله خونه کې سامان خوندي، کړئ او بيا مسجد نبوي ته ولاړشئ.

مسجدنبوي ته تلل

له سامان خوندي کولو وروسته مو که په ذوالحليفه کې غسل نه وي کړی، نو په خپله عماره کې غسل يا اودس وکړئ نوې يا ښکلې جامې واغوندئ، عطر وکاروئ او د نبوي جومات په لور روان شئ.

که شوني وي له نبوي جومات باب جبرائيل څخه ننوځئ، کنه له هرې دروازې څخه ننوتلای شئ او د ننوتلو پر وخت لاندينۍ دعا ولولئ: بسم اللهِ، وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَى رَسُولِ الله، اللُّهُمَّ افْتَحْ لِي أبْوَابَ رَحْمَتِكَ ([1])

په رياض الجنة کې نفل: لومړی د نبوي جومات هغه برخې ته ولاړشئ، چې د جنت باغچه ورته ويل شوې ده، که مکروه يا د فرضي لمونځ وخت نه وي دوه رکعته نفل تحية المسجد لمونځ وکړئ، که فرضي لمونځ جمعه ولاړه وي، ګډون پکې وکړئ دتحية المسجد ځای به ونيسي، له لمانځه وروسته شکر اداکړئ، چې الله جل جلاله حرمينو شريفينو ته دتللو توفيق درکړ او بيا په دعاوو کې ځان، مور اوپلار، خپلوان او ټول مسلمانان ياد کړئ.

سپڅلې روضې ته: اوس په بشپړه پاملرنه او ادب سره سپېڅلې روضې په لور په دې تصور ولاړ شئ، چې اوس زه د محمد صلی الله عليه وسلم روضې ته حاضرېږم کله چې جاليو ته ورسيږئ نو لومړی جالۍ پرېږدئ او دویمې جالۍ سره په ډېر ادب ودرېږئ او سلام وړاندې کړئ (السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِىُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ).

يادونه: عام خلک اوږده عبارتونه نشي يادولای او نه يې هم په معنی پوهيږي، نو ځکه علماء ليکي، چې په لنډو ټکو دې سلام وړاندې کړي.

ابوبکر صديق رضی الله عنه ته سلام :محمد صلی الله عليه وسلم ته له سلام وړاندې کولو وروسته لږ مخکې ولاړ شئ او درېمه جالۍ کې لومړنی خليفه ته داسې سلام وړاندې کړئ:( السَّلاَمُ عَلَيْكَ يا خلَِيفَةَ رسول الله صلی الله عليه وسلم، وثانِيَةُ في الغار أبابكر الصديق، جزاك الله عن امة محمد صلى الله عليه وسلم خيرا).

عمر رضی الله عنه ته سلام: بيا لږ مخکې څلورمه جالۍ کې عمر رضی الله عنه ته مخامخ ودرېږئ او په لاندې ټکو سلام وړاندې کړئ: السَّلاَمُ عَلَيْكَ يا أمير المؤمنين عمر الفاروق الذي أعزَّ الله به الإسلام ، جزاك الله عن امة محمد صلى الله عليه وسلم خيرا).

له سلام وروسته دعا:كله چې له سلام وړاندې کولو خلاص شئ نو له ګنبدې څخه هغه خوا يا چيرته چې شوني وي، قبلې ته مخامخ ودرېږئ او ځان، مور او پلار د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دعاوې وکړئ.

رياض الجنة کې لمونځ : رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينوته له سلام وړاندې کولو وروسته که شونې وي رياض الجنة کې (استوانة ابولبابة) ته نژدې نفل لمونځ وکړئ او که شوني نه وي بيا د مسجد نبوي په هره برخه کې نفل لمونځ کولای شئ، په دې شرط چې مکروه وخت نه وي، له لمانځه وروسته توبه او استغفار او دعاوې وکړئ.

څومره ورځې چې دسرور کائنات محمد سيد الانبياء عليهِ السلام همسايه وې نو که وکولاى  شئ هره ورځ  د خاتم الانبياء سلام وکړئ د باب السلام د دروازې له لارې چې داخل شئ  او په ډېر احترام او مينه د محمد صلى الله عليه وسلم مبارك ارام ځاى ته ورشئ دتېر په څېر به په محمد صلی الله عليه وسلم او يارانو سلام اچوئ.

يادونه: باب السلام ته ښځې په شپه ورځ کې دوه ځله پريږدي دسهار لخوا دوه ساعته دښځو لپاره پرانيستې دی او دمازديګر ترلمانځه وروسته دوه ساعته دښځو پر مخ پرانيستې  دی.

جنة البقيع \ بقيع الغرقد: ددغه ځاى مخامخ يوه ډېره مبارکه هديره ده چې جنة البقيع يې نوم دى او دا د جنت ځمکه ده، دلته دحضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه دحضرت رسول ُالله عليهِ السلام درېيم يار او د اسلام درېيم خليفه دفن شوى دى او هم د بي بي فاطمې دحضرت رسول الله عليهِ السلام لور او د حسن او حسين رضی الله عنهما مور او د حضرت علي کرم اللهُ وجهَهُ د عيال  آرامځاى دلته دى او هم د محمد صلى الله عليه وسلم د درى واړو زامنو قبرونه او هم دزرګونه صحابه کرام رضوان الله عنهم اجمعين په کې مدفون او ځينې يې محمد صلی الله عليه وسلم په خپل لاس خښ کړي دي په دې هديره کې عباس، عبد الله بن مسعود رضی لله عنهم شتون لري، پردې سربېره د مؤمنانو زياتره ميندې، د محمد صلی الله عليه وسلم لوڼې، بې شمېره تابعين، تبع تابعين او نور ائمه مجتهدين همدلته دفن دي.تاسې كولاى شئ دلته ياسين شريف وواياست او ثواب يې ددغه مبارکې مقبرې مړو ته ور وبخښئ او يانور سورتونه مثلاً درى ځله قل هو الله يا نور ذکرونه مو چې زده وي ويې واياست او ثواب يې ددغې مقبرې مړو  ته هديه کړئ. لازمه ده، چې په هره دعا او غوښتنه کې يوازې له الله څخه غوښتنه وشي. له بنده څخه که مړ وي او که ژوندى دعا نه غوښتله كېږي، حتى امام ابو حنيفه رحمة الله عليه فرمايي: د هغه دعاکوونکي دعا مکروه ده، چې ووايي يا الله ستا دانبياوو په روى او ستا دملائکو په روى، ځکه دعا يوازې دالله حق دى او بس د مخلوق پکې يا دول او شفيع کول جائز ندي.

مسجد قباء:  دا مبارک مسجد له مسجد نبوي څخه يو څو کېلومتره لرې واقع دى او دا مبارک مسجد تر کعبې شريفې وروسته داسلام لومړنى مسجد دی چې حضرت رسول اکرم عليهِ السلام دهغه د تهداب ډبره په خپلو مبارکو لاسونو ايښې ده. کله چې محمد صلى الله عليه وسلم  له مکې شريفې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو پر دغه محل يې ملګروته امر وکړ، چې دلته تم کېږو ترڅو حضرت علي کرم اللهُ وجههُ د مکې شريفې نه را ورسيږي، نو ددغه مسجد اساس يې كېښود. په روايت كې راغلي، چې په دغه مسجد کې يو لمونځ د يوې عمرې ثواب لري. ښه طريقه دا ده، چې په مسجد نبوي کې د سهار لمونځ اداء کړئ بيا د قبا مسجد په لور روان شئ په پښو باندې، نو د اشراق لمانځه ته مسجد قباء ته رسيږئ، نو څو ګټې به مو شي هم به د اشراق لمونځ شي هم به تحيه مسجد شي او هم به نفل شي. هر مسجد ته چې داخليږې په هر ځاى او وخت کې چې وي لومړی به راسته پښه دمخه کړئ  مسجد ته  د داخليدو پر مهال  ووايئ: (اَلـَّلهُمَّ افـْتـَحْ لِي اَبْوَابِ رَحْمَتِکَ)  ژباړه:- الهي ستا درحمت دروازې ماته پرانيزه.

مسجد القبلتين (ددوو قبلو مسجد) : دماسپښين د فرض لمانځه د جماعت په منځ کې يعنې وروسته تردوو رکعتو دالله جلَ جلا لهُ له لوري محمد صلى الله عليه وسلم ته وحيې راغله چې له لومړۍ قبلې څخه چې بيت المقدس وو دکعبې شريفې خواته مخ وګرځوئ نو حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم  سمدلاسه  بې له دې چې سلام وګرځوي مخ دکعبې شريفې پر لور واړاوه په هغه پسې لسو صحابه وو بيله سلام ګرځولو همداسې دمکې شريفې پر لور مخ واړاوه نو دا هغه لس کسان رضی الله عنهم دي چې عشره مبشره وبلل شول يعنې هغه لس کسان چې دجنت زيری ورته راغى او پر دوى دجنت شاهدي روا ده (الهي ستا ددغو عشرهَ مبشره وو سره يوځاى موږته هم جنت را نصيب کړه آمين) نو ځکه دغه مبارک مسجد د دوو قبلو د جومات په نامه ونومول شو. دغه مسجد ته به هم  ورشئ اوهلته به هم دوه رکعته تحية المسجد نفل ادا کړئ او د خداى تعالى له درباره به خپل مراد وغواړئ.             

مسجد الجمعه: دا هغه مبارک مسجد دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل دجمعې لومړنى لمونځ په هغه کې ادا کړى دى. دغه مسجد ته به هم ورشئ او دوه رکعته  تحية المسجد به پكې ادا کړئ  او دخداى تعالى په حضورکې به د رحمت او برکت غوښتنه وکړئ.

مسجد الكمامه (غمامة) :كمامه په کلاسيکه (پخوانۍ) عربي کې وريځې ته ويل کېږي نو دا نوم په دې نسبت ورکړل شو چې محمد صلى الله عليه وسلم يو ځل په هغه کې د وچكالۍ له كبله استسقاء وکړه نو فوراً پر اسمان باندې وريځې راغلې او په اورولو يې پيل وکړ نو ځکه يې مسجد الكمامه بولي ولې دغه مسجد مبارک د محمد صلى الله عليه وسلم عيدګاه هم وه او دلته به يې داخترونو لمونځونه ادا کول، دغه مبارک مسجد هم ووينئ او دوه رکعته تحية المسجد لمونځ پکې ادا کړئ او الله جَلَّ جَلالهُ ته د خپلو ګناهونو د بخښنې دعا وكړئ.

جبل الا حد: د احد غر نږدې شپږ نيم کيلو متره دمدينې منورې شمال ته پروت دى، پر دې ميدان دمسلمانانو او مشرکينو ترمنځ سخته جګړه وشوه، چې د جنګ په لومړۍ مرحله کې دمسلمانانو لښکرې بريالۍ شوې او مشرکينو ماتې وخوړه کله چې هغه کسان چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دجنګ د محاذ په شا كې د احتمالي خطر دمخنيوي لپاره مؤظف کړي وو، هغوى فكر وكړ، چې مشركين مات شول او له خپلو ځايونو را كښته شول او خپل مورچل يې پرېښود. دمشرکېنو يوه ډله سپرو چې دغه موقع ته په انتظار وه دغونډۍ له بلې خوا څخه پر مسلمانانو حمله وکړه او د ډېرې خونړۍ جګړې په نتيجه کې سيد الشهداء حضر ت حمزه رضي الله عنه  دمحمد صلى الله عليه وسلم  تره (کاکا) شهيد شو او هم مشرکينو تر حضرت سرور کائنات عليهِ السلام پورې ځان ورساوه هڅه يې دا وه چې آنحضرت والا مقام هم شهيد کړي ولې دمشرکينو دا کار او پلان داسلام باهمته غازيانو له  خوا شنډ شو، خو افسوس داچې  د رسول الله مبارک غاښ پدې جنګ کې شهيد شو.

نو د احد دميدان ليدنه او د سيدالشهداء حمزه رضی الله عنه  زيارت چې د جنګ دميدان په منځ کې د اسلامي لښکر له نورو شهيدانو سره دفن دى ښه كار دى او د هغو شهيدانو پاکو ارواحو ته درحمت دعا کول داسې چې لومړى به درې ځله قل هو الله ووايې او ثواب يې دهغو شهيدانو او د اسلام دټولو شهيدانو او جمله مسلمانانو ارواح ته هديه کړې او له خداى پاکه څخه به دځان او خپلو اقرباوو لپاره د رحمت او برکت غوښتنه وکړې.

دخندق غر  يا جبل الصلاح: د اسلام لښکرو او غازيانو دمشرکينو د لښکرو دمخنيوي لپاره دلته خندق وکيندلو او د خندق دکښلو په جريان کې دمحمد صلى الله عليه وسلم دوې معجزې ظاهرې شوې دي  يو د آنحضرت عليهِ السلام په مبارکو لاسو د لويې تيږې ماتيدل او بل په يوه ټوټه  ډوډۍ د صحابه كرامو د ټول حشر مړول، چې په دې اړه اوږد تفصيل داسلام د تاريخ په کتا بونو کې لوستلى شئ،  نو ددغه خندق په ساحه کې شپږ مسجدونه بنا شوي وه، ولې په را وروسته کلو کې دسعودي دولت دهغو شپږو جوماتونو پر ځاى يو پراخ مسجد آباد كړى دى، د هغه ليدل او په هغه کې  دتحيې دوه رکعته لمونځ كول ضروري دي. له ياده مه وباسئ، چې ددغه مبارکو ځايونو چې داسلامي تاريخ مهمه برخه ده ليدنه ډېر غوره ده.

د اصطلاحي الفاظو او ځينو ځانګړو ځايونو تشريح

احرام: معنا يې حرامول دي. کوم وخت چې حاجې تر دوو رکعتو نفلو وروسته د حج يا د عمرې يا د دواړو پوخ نيت وکړي او تلبيه ووايي، ددې نيت له امله پرده څو حلال او مباح شيان حرام شي، نو ځکه دې ته احرام وايي او مجازا د حج کاليو هغه دوو نا ګنډلو ټوکرو ته هم احرام وايي چې حاجي يې د احرام پرمهال استعمالوي.

استلام: د حجر اسود مچولو يا لاس ور وړلو يا پر حجر اسود او رکن يماني لاس لګولوته وايي.

اشعار: د هديي د څاروي د پېژندلو لپاره يعنې د قربانۍ څاروي پر راسته اوږه باندې لږ ټپي کول چې يوازې يې پوست پرې شي او غوښې يې نه شي زخمي.

اشهر الحج: د حج مياشتې. د کوچني اختر، ميانۍ او دلوی اخترلومړۍ لس ورځې کومې چې حج پکې ادا کيږي او دې ته ميقات زماني هم وايي.

اضطباع: د احرام ټوکر تر ښي اوږې لاندې اړول او پر کيڼه اوږه اچول.

افاضة: د ډېرو وګړو په يو ځل بېرته يوه لوري ته راګرځېدل.

افاقي: هغه سړي ته وايي، چې د ميقات له پولو بهر وي، لکه افغاني، هندوستاني، شامي، مصري، عراقي، ايراني او نور…

افراد: يوازې د حج احرام تړل او صرف د حج احکام تر سره کول.

ايام تشريق: هغه ورځې چې تکبيرات تشريق پکې ويل کيږي.دلوی اختر (ذوالحجې) د نهمې له سهار څخه بيا د لوی اختر د دريالسمې ترمازديګرپورې.

ايام نحر: هغه ورځې چې قرباني (اختري) په کې کيږي. دلوی اختر د مياشتې له لسمېې تر دولسمې پورې.

بُدنة: د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه په نزد اوښ يا غوايي او ګامېښې ته وايي او د امام شافعي رحمة الله عليه په نزد صرف اوښ ته وايي.

بطن عرنة: عرفات ته نژدې يوه اُرشو ده چې په هغې کې درېده (د عرفات وقوف) صحيح نه دی، ځکه چې دغه ځای د عرفات له پولو بهر دی.

بقيع الغرقد: د مدينې منورې هغه لرغونې هديره چې ډېر صحابه پکې ښخ دي، په عامه توګه (جنت البقيع) ورته وايي.

بيت الله: يعنې  کعبه شريفه چې په مکه معظمه کې دمسجد حرام په منځ کې يو پېځلی ځای دی. په ټوله نړۍ کې دا لومړۍ کوټه ده چې تر آدم عليه السلام وړاندې د لوی څښتن په حکم ملايکو جوړه کړې وه. بيا تر نړېدو وروسته آدم عليه السلام بيا ابراهيم عليه السلام بيا قريشو بيا عبد الله بن زبير رضی الله عنه بيا عبد الملک بن مروهن ودانه کړه. تر عبد الملک وروسته بيا په بېلوبېلو مهالونو کې لږ لږ مرمت شوې ده. دا د مسلمانانو قبله او ډېر له برکته ډک او مقدس ځای دی.

تحليل: دقربانۍ (هديي) ښکلي کول، د قربانۍ پر څاروي باندې د ځل غوندې ټوکر اچول.

تحميد: الحمدلله ويل.

تسبيح: سبحان الله ويل.

تقليد:دقربانۍ په غاړه کې د ونې دپوست يابل څه وړغندي اچول. که اوښ دی دهغه بوکام لږ څه څېرل څو دغه څاروې ته څوک تاوان ونه رسوي او که ورک شي دمکې دحرم پر لور يې روان کړي.

تکبير:الله اکبر ويل.

تکبيرات تشريق: په ايام تشريق کې د جماعت تر هر لمانځه وروسته په لږ څه لوړ آواز دغه الفاظ ويل: الله اکبر، الله اکبر لااله الا الله والله اکبر، الله اکبر ولله الحمد.

تلبية: لبيک اللهم لبيک تر پايه ويل.

تمتع: د حج په مياشتو کې لومړی عمره کول بيا په هغه سفر کې د حج احرام تړل حج کول.

تنعيم: د مدينې پر لار له مکې څخه لږ څه لېرې يو ځای دی حاجيان دغه ځای ته ځي او له هغه څخه د عمرې احرام تړي.

تهليل: لا اله الا الله ويل.

ثبير: په منا کې د هغه نامتو غره نوم دی، چې د عقبه جمرې شاته او دخيف جومات مخ ته دعرفات پرلور غځېدلی دی.

جبل رحمت: دعرفات په ميدان کې يو غر دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ددغه غره په لمن کې درېدلی دی او دعاوې يې کړې دي، خو دغه غره ته ځان رسول او پر سر يې ختل کوم شرعي اصل نه لري، بلکې د سنتو خلاف کار او بدعت بلل شوی دی.

جحفة: له مکې څخه پر دريم يا څلورم منزل رابغ ته نژدې ځای دی، چې د سوريې دخلکو ميقات (د احرام تړلوځای) دی.

جمرات يا جمار: په منا کې درې څلي دي، چې په شګو ويشتل کيږي، کوم څلی چې لمرخاته لوري ته مسجد خيف ته نژدې دی،هغه ته جمره الاولی وايي. له هغه څخه چې دمکې خواته راتېر شې، دوهم يا منځنۍ څلي ته جمره الوسطی وايي، له دې څخه چې بيا دمکې خواته راتېر شې، درېيم ته جمره الکبری يا جمره العقبه يا جمره الاخری وايي.

جنايت:  د حج په اصطلاح کې داسې کار کول چې په حرم يا د احرام په حال کې منع وي، د جنايت جمع جنايات ده او د دغسې کارکولو له امله جزا لازميږي.

جنت المعلی: د مکې شريفې هديره.

حج:په ځانګړو ورځو کې په احرام کې د بيت الله طواف او د عرفات وقوف او نورو افعالو ته حج وايي.

حجر اسود: يعنې توره ډبره ،کومه چې د جنت ډبره ده، لومړی دشېدو غوندې سپينه وه بيا د انسانانو دګناهو له امله توره شوه، دبيت الله د دېوال په سهيل ختيز (جنوب شرقي) کنج کې د سړي دونې په کچه لوړه ځای پر ځای شوې ده او چار چاپېره دسپينو زرو کړۍ پرې راګرځېدلې ده.

حج مبرور: هغه حج ته وايي چې هغه کې ګناه نه وي، ځينې وايي : مقبول حج ته مبرور حج وايي ، ځينې وايي: مبرور حج هغه ته وايي، چې د ريا او نامه لپاره نه وي، ځينې وايي: مبرور حج هغه ته وايي چې پس له هغه ګناه نه وي. حسن بصري رحمه الله فرمايي: مبرور حج هغه ته وايي چې پس له هغه له دنيا څخه بې توجه شي او آخرت ته يې مينه او رغبت پيدا شي.

حرم: د مکې شريفې چار چارپېره ځمکې ته تر جوړو شوو څلو پورې حرم وايي، له دې امله حرم ورته وايي دحرم پر پولو د جبرائيل عليه السلام په ښوونه د حضرت ابراهيم عليه السلام لخوا د نخښو په توګه څلي جوړشوه، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم له سره جوړ کړه بيا حضرت عمر رضی الله عنه بيا حضرت عثمان رضی الله عنه بيا حضرت معاويه رضی الله عنه مرمت کړه بيا نورو هم په بېلوبېلو مهالونو کې ترميم کړي دي.

حرمې: هغه څوک چې د حرم په ځمکه کې اوسيږي، په مکه کې وي يا له هغې څخه د باندې.

حطيم: درسول الله صلی الله عليه وسلم تر نبوت لږ زمانه د مخه قريشو وپتېيل، چې د کعبې شريفې ودانۍ په حلالو پيسو له سره ودانه کړي، خو څنګه چې پيسې لږ شوې له دې امله يې د کعبې د شمال خواته له اصلي ارشو څخه د شپږو شرعي ګزو په کچه غولی پرېښودلو، اوس د سړي د ونې په کچه دېوال پرې راګرځېدلی دی دغه ځای ته حطيم او حجر او حظيره وايي. اصلي حطيم نژدې شپږ شرعي ګزه و، خو اوس يې احاطه څه زياته شوې ده.

حل: دحرم چارچارپېر دحرم له پولو د باندې او دميقاتونو دننه ځمکه حل ده، هغه شيان چې په حرم کې حرام دي هغه په دې کې حلال دي، نو ځکه حل ورته وايي.

حلي: د حل اوسيدونکي.

حلق: د نارينه لخوا په وخت او ځای کې د سر ورېښتان خرېل.

دم: (لفظي معنا يې وينه ده) د احرام په حال کې چې د ځينو منع شوو افعالو د ترسره کولو له امله پر محرم د پسه يا نورو ذبح (حلالېده) لازميږي. دغه ته دم وايي.

ذات عرق: د عراق لخوا مکې مکرمې ته د ورتلونکو ميقات دی.

ذوالحليفة:له مدينې منورې څخه تقريبا پر شپږ ميله يوځای دی، چې بئرعلي (د علي څا) هم ورته وايي. (دغه څا حضرت علي رضی الله عنه ته نه، بلکې يوه بل علي نومي ته منسوب ده) څوک چې له مدينې څخه راځي د هغو لپاره دغه ځای ميقات دی.

رکن شامي:  دبيت الله شمال لوېدېز کنج دی چې د شام خواته واقع دی.

رکن عراقي:‌ دبيت الله شمال ختيز کنج دی، چې د عراق خواته واقع دی.

رکن يماني:د بيت الله دسهيل لوېديز (جنوب غربي) کنج نوم دی، چې ديمن خواته واقع دی.

رمل: د طواف په لومړيو درو دورونو (شوطونو) کې د پهلوان غوندې لږ چټک تللو، د اوږو ښورولو او د ګامونو نژدې نژدې اخيستلو ته رمل وايي.

رمي: د شيطانانو څلي په شګو ويشتلو ته وايي.

روضة الجنة: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مطهر قبر او نبوي مسجد ترمنځ اُرشو کومه چې اووه ستونونه پکې ولاړ دي.

زمزم: په مسجد حرام کې يوه مشهوره چينه ده، چې لوی څښتن جل جلاله په خپل قدرت سره په لومړيو کې د اسماعيل او د ده د مور بي بي هاجرې لپاره را منځته کړه دغه چينه تر څه وړاندې وختونو پورې دڅا په بڼه ښکارېده خو اوس نه معلوميږي او تر ځمکه لاندې يې نلونه ځنې کش کړي دي.

سعي: په عربي ژبه تللو ته وايي او د حج په احکامو کې اووه دوره هغو ځانګړو تلو راتلو ته وايي چې د صفا او مروه په منځ کې په ځانګړې طريقه ترسره کيږي.

شوط: پر کعبه شريفه باندې يوځل يا يو دور را ګرځېدل.

صفا: بيت الله ته نژدې، دهغې په سهيل کې يو غر ګوټی دی، چې سعی له هغه څخه پيل کيږي (او پر مروه پای ته رسيږي. دصفا او مروه په منځ کې واټن ٣٩٤،٥متره ، سور يې ٢٠ متره پر هغې د جوړې شوې ودانۍ د لومړي پوړ د چت لوړوالی د وولس متره او د دوهم پوړ د چت لوړ والی نهه متره دی).

صفة: په نبوي مسجد کې يوه صفه ده، چې ځينو اصحابو درس پر وايه او دلته اوسېدل دغو اصحابوته.(اصحاب صفه) وايي.

ضب: دهغه غره نوم دی چې په منا کې په خيف جومات پورې پروت دی.

طريق المشاة: له مکې څخه منا ته د پلوځانګړې لار، چې څه برخه يې پر ښکلو، هوا لرونکو تونلونو مشتمل ده او پر نوره لار د تودوخې څخه د ساتلو لپاره چت پر اچول شوی دی.

طواف: په ځانګړې طريقه پر بيت الله اووه واره را ګرځېدل.

عرفات يا عرفة: له مکې څخه لمر خاته تقريبا نهه ميله ليرې يو ميدان دی، چې حاجيان د ذوالحجې پر نهم تاريخ هلته درېږي.

عمره: له حل يا ميقات څخه احرام تړل، بيا يوازې طواف او سعی کول.

قارن: قران کوونکي د عمرې او حج د دواړو ادا کوونکی.

قران: د حج او دعمرې نيت په يوه وار کول،لومړی عمره بيا حج داکول.

قرباني: ( د دم شکر څاروی، وروسته تر دې چې حاجې د عقبې جمره وولي که قارن يا متمتع وي د دې نعمت په شکرانه کې هدی يا دم شکر چې موږ زياتره د قربانۍ څاروی ورته وايو حلالوي، دغه قرباني به وزې يا ميږې وي يا به د اوښ يا غوا يي يا ګامېښې اوومه برخه وي البته د قربانۍ په جواز کې د څاروي نر او ښځه فرق نه کوي)

قرن:يا السيل يو سپين غر دی، چې له عرفات او له طائف څخه ښکاري.له مکې څخه د ختيز او سهيلي نجد لوري ته تقريبا (٤٢) ميله ليرې واقع دی، د نجديمن او له دغه لوري مکې ته د تلونکو ميقات دی.

قصر: يا تقصير وېښتان لڼدول.

مَحرَم: هغه خپل چې نکاح ورسره حرامه وي.

محرمات: هغه شيان چې حرام شوي وي.

محسر: په مزدلفه پورې نښتی يو ميدان دی، چې حاجيان په منډه ترې تيرېږي، وايي چې دلته پر اصحاب فيلو چې د بيت الله شريفې د ورانولو په موخه را روان شوي وو عذاب نازل شوی وو.

محصب: له منا څخه د مکې په لار کې د يوه ځای نوم دی، ابطح او بطحاء هم ورته وايي.

محصر: هغه څوک چې له ميقات څخه د حج يا عمرې احرام وتړي، خو د څه بنديز له امله له حج يا عمرې څخه راوګرځي.

مزدلفه: د منا او عرفات په منځ کې يوميدان دی، چې له منا څخه درې ميله ليرې، دهغې ختيز لوري ته واقع دی.

مسجد خيف:په منی کې د هغې په سهيل کې په غره پورې نښتی مسجد دی.

مسجد نمرة: دعرفات د پولې پر څنډه يو مسجد دی.

مشعرالحرام: هغه غر دی چې د منا لوري ته د مزدلفې په پای کې واقع دی او (قزح) يې هم بولي، دلوی اختر دسهار تر لمانځه وروسته د رڼا تر خپرېدو پورې قبلې ته مخامخ ذکراو دعا کيږي.

مطاف: د طواف ځای کوم چې پر بيت الله شريفه چار چارپېره را ګرځېدلی دی.

مفرد: يوازې حج کوونکی (هغه څوک چې بېله عمرې يې يوازې د حج احرام تړلی وي).

مقام ابراهيم:هغه ډبره ده چې ابراهيم عليه السلام د کعبې د جوړولو پر مهال پر درېدلو اوس يې په مسجد الحرام کې د جالۍ په قبه کې خوندي کړې ده.

مکروهات:د مکروه جمع ده دبد او ناسم په معنا د شرعې په اصطلاح هغه کار يا شي چې پرېښوول يې غوره وي او تر سره کول يې جزا نه لري.

مکي: د مکې مکرمې اوسېدونکي.

ملتزم: د کعبې هغه دېوال دی، چې د حجر اسود او د کعبې د دروازې په منځ کې واقع دی، سينه، لاسونه څنگلې او ورغوي د کعبې پر دېوال اېښودل او دعاکول سنت دی.

مناسک: دمنسک جمع ده دعبادت دطريقې په معنا ، دقربانۍ د طريقې معنا هم ورکوي د حج ارکانو، عباداتو او اعمالو ته هم مناسک وايي په قرآن کريم دوه ځايه د (نسک) دوه ځايه(منسک) دوه ځايه (مناسک) الفاظ  راغلي دي د البقرې د سورې په (٢٠٠) آيت کې د مناسک لفظ د حج د ارکانو په معنا راغلی دی.

منی: له مکې مکرمې څخه د ختيځ (شرق) لوري ته درې ميله ليرې يو ځای دی، چې قربانې او رمی پکې کيږې دغه ځای په حرم کې داخل دی.

منحر: دقربانۍ ځای په منا کې نوې سلخانه چې منحر يا المجزره ورته وايي.

ميزاب رحمت: د کعبې شريفې ناوه ، کومه چې اوبه يې په حطيم کې توييږي.

ميقات: هغه ځای چې له هغه څخه مکې ته دتلونکي لپاره احرام تړل واجب وي. دې ته مکاني ميقات هم وايي.

ميقاتي: د ميقات د سيمې اوسېدونکي.

ميلين اخضرين: دصفا او مروه په منځ کې دوه زرغونه څلي وه، خو اوس يې د هغو پرځای د مسعی د وانۍ د دواړو خواوو پر دېوالونو زرغونې نښې او زرغونه څراغونه لګولي دي، د دغو نخښو په منځ کې حاجي چټک درومي.

وقوف: په اصل کې درېدو ته وايي، خو دلته يې معنا ده، په ځانګړو مهالونو کې دعرفات يا مزدلفې په ميدانونو کې درېدل.

يوم عرفة: د ذوالحجې نهمه ورځ.

يوم التروية: د ذوالحجې اتمه (کومه چې د حج لومړۍ ورځ باله شي او حاجيان منا ته په تلو سره حج پيلوي. د (تروية) معنا ده اوبول څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په منا، مزدلفه او عرفات کې اوبه نه پيدا کېدلې، نو په دغه ورځ به حاجيانو مناته تر تلو دمخه خپل اوښان اونور څاروي ښه اوبول دا هم وايي چې ابراهيم عليه السلام درې شپې خوب وليده. لومړی يې د لوی اختر د مياشتې د اتم په شپه خوب وليد،سهار چې راپورته شو تر ماښامه يې په دې هکله چورت او فکر واهه، چې آيا دا خوب به خدای له لوري وي که د شيطان له لوري، ځکه نو دغه ورځ (يوم التروية) وبلل شوه، يعنې دغور او فکر ورځ).

يلملم:  يا السعديه د مکې مکرمې په جنوب کې (٣٢) ميله ليرې غر دی.

اخځليكونه:

ددې مقالې دليکلو  لپاره له لاندې ماخذونو څخه استفاده شوې ده:

۱:- قرآن کريم ، تنزيل من الرب العلمين او د هغه ځينې تفاسير.

۲:- صحيح بخاري. ابي عبدالله محمد بن اسماعيل البخاري.

۳:- صحيح مسلم.امام ابوالحسين مسلم بن الحجاج القشيري.

۴:-   سنن ابن ماجه. ابو عبدالله محمد بن يزيد ابن ماجه.

۵:- سنن ابو داود. امام سليمان بن الاشعث ابي داود السجستاني.

٧:- مسند احمد بن حنبل.

٨: –  جامع الترمذي. ابو عيسی محمد بن عيسی بن مسی الترمذي.

٩:- الهداية.  او فقه اسلامي وادلته – دوکتور وهبة الزحيلي.

١٠:- البحر الرائق امام ابو البرکات عبدالله بن احمد بن محمد نسفي.

١١:- بدائع الصنائع.

١٢:- الفتاوی العالمګيريه.مولانا شيخ نظام او د هند د سترو عالمانو يوه ډله.

١٣:- ارشاد الساري الی مناسک الملا علي القاري.حسين بن محمد سعيد.

١٤:- خلا صة المناسک مؤلف الحاج ملا عبدالغني آخند افغاني کندهاري.

١٥:- حج او عمره ليکوال عبدالعزيز بن عبدالله ترجمه:- نظام الدين عبدالجبار (شايق) چاپ او خپرونه دسعودي دولت د اوقافو او اسلامې چارو وزارت.

١٦:- نماز کامل مرتب خليل الرحمان نعمان مظاهري او مترجم مولانا محمد شهداد سرواني.

١٧:- د حج او عمرې ګام پر ګام لارښود په انگليسي ژبه ليكوال ډاکتر عمر خطاب دريور سايډ حج معلم.

١٨:- احکام ومناسک حج وعمره، دکتور عبدالرحيم فيروز.

١٩:- دليل الزائر للمسجد الحرام.

٢٠:-  صفة الحج والعمرة.ليکوال  محمد بن صالح بن عثيمين.

٢١:- معلم الحجاج دمفتي سعيد احمد رحمه الله ليکنه، حرمينوشريفينو دمؤرخ عبد المالك(همت) ژباړه.

٢٢:-  طريقه حج وعمره. مولانا مفتی محمد عاشق الهي.

٢٣:- احکام حج،مولانا مفتي محمد شفيع.

٢٤:- د حج او عمرې لارښود ليکوال مفتی عبدالحق حقاني.

٢٥:- الفتاوی الهندية.

٢٥:- زاد المعاد. علامه ابن قيم الجوزي.

٢٦:- زموږ دقبلې تاريخ ليکوال عبدالمالک (همت).

([1]) مسند احمد بن حنبل ٥\٧٧٠ حديث شميره:٢٦٤٧٩.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

خیر یوسې ښه ګټور معلومات دی لیکلی دی. مخکی لدې چه لږ غوندی د نصواریانو خبره وغُرېږم یو وړوکی عرض لرم: د قباء د مسجد د پېژندګلوۍ د پراګراف په دوهمه کرښه کی لیکلی شویدی چه تر کعبې شریفی وروسته دا دوهم مسجد دی چه نبی علیه السلام ئې د تهداب ډبره پخپلو مبارکو لاسو ایښې ده. په پورته جمله کی مفهوم واضح نه ښکاری، آیا د کعبې شریفی د تهداب څخه منظور مسجدالحرام دی او که نه اصلاً منظور مسجد النبی دی چه اشتباهاً کعبه شریفه لیکلې شویده، که منظور مسجد الحرام وی نو بیا د ( دوهم) مسجد… نور لوستل »