نړۍ

په تهران کې سنیان په کورونو کې هم د جماعت له لمانځه منع شول

sunnah_iranد ایراني سنیانو سرچینې وايي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د تهران په لوېدیځ کې د سعادت اباد په سیمه کې پر یوه کور برید کړی چې سُني مسلمانان به پکې د لمانځه لپاره راټولېدل.

د ایران سنیان د خپل هیواد په شپاړس ملیوني پلازمېنه کې اجازه نه لري چې جومات ولري .دا په داسي حال کې ده چې په همدې ښار کې عیسویان(ارمنیان) په دې ښار کې لږ ترلږه پنځوس کلیساوې او یهودان نژدې لس کنیسې لري.

د ایراني سنیانو د ویبپاڼې (سني انلاین) د راپور له مخې د فبرورۍ په شپږمه(دلو۱۷)د سعادت اباد په سیمه کې د سنیانو د جماعت پر لمونځ ایراني ځواکونو حمله وکړه او امام مولوي عبیدالله موسي زاده یې ونیوه.

راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو سنیانو ته خبرداری ورکړی چې دوی د تهران په دوو نورو سیمو کې هم د جماعت لمونځ کوي او که یې ترې لاس وانخیست نو برید به پرې وکړي.

ایراني سنیانوله حکومت څخه په تېرو دېرشو کلونو کې بیا بیا غوښتنه کړې چې د تهران په شپاړس ملیوني ښار کې د یوه جومات د جوړولو اجازه ورکړي خو ایراني چارواکي ورسره مخالفت کوي.

کابو پنځلس کاله پخوا د هند د ډیلي د شاهي جومات امام مولوي بخاري د ایران د سفر په مهال ایراني چارواکو ته وړاندیز وکړ چې په خپلو شخصي پیسو به د ایراني سنیانو لپاره په تهران کې یو جومات جوړ کړي خو ایراني چارواکو ورسره سخت مخالفت وکړ.

له ډېرو کلونو راهیسي اکثرو سنیانو د جمعې او اختر لمونځونه  په تهران کې د پاکستان د سفارت په ښوونځي کې ادا کول خو په وروستیو کې د ایران امنیتي ځواکونو سنیان منع کړي چې لمونځ ونه کړي.

په زاهدان کې د سنیانو یوه دینی عالم مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي، چې په زاهدان کې د جمعې د لمانځه امام هم دی ، وايي: سره له دې چې ایراني چارواکي سنیانو ته اجازه نه ورکوي چې جومات ولري یا د پاکستان د سفارت په ښوونځي د جمعې لمونځ ادا کړي، اوس یې په شخصي کورونو کې هم نه پرېږدي چې په جماعت لمونځ وکړي.

په ځلونو په ایران کې مېشتو افغانانو هم ورته شکایت کړی چې ایراني چارواکي یې لمونځ ته نه پرېږدي.

د روان کال په سنبلې کې ایراني سنیانو په خپلو ویبپاڼو کې ولیکل چې د ایران امنیتي ځواکونو هغه کورونه محاصره کړل چې د لوی اختر لمونځونه پکې ادا کېدل.

ایراني شیعه نه یوازې دا چې د لوی اختر لمونځ نه کوي بلکې قرباني هم نه کوي او وايي چې قرباني یوازې هغه کسان باید وکړي چې حج ته تللي وي.

په ټول تهران کې، چې د ایراني چارواکو په ادعا شپاړس ملیونه نفوس لري، یوازې یو ځای د جمعې لمونځ کېږي چې هغه د تهران پوهنتون دی .د شاهدانو په وینا د تهران د جمعې په لمانځه کې له شپږو تر لسو زرو زیات کسان نه رایوځای کېږي او هغه هم اکثره د حکومت د امنیتي ادارو کسان وي.

تاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x