
راشد خان افغانستان ته په راتګ له فلسطیني لوبغاړو مننه وکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نامتو او تکړه سوکه توپ اچونکي له هغو فلسطیني لوبغاړو چې کابل ته د فوټبال سیالۍ لپاره راغلي مننه وکړه.
ګوګلي ماسټر پخپله فیسبوکپاڼه لیکي:
ګرانو هېوادوالو!
د استقلال په ورځ د ګران افغانستان د فوټبال ملي ټيم په کابل کې د فلسطين له ملي ټيم سره دوستانه سیالۍ لري. له خپلو فلسطيني وروڼو مننه چې افغانستان ته راغلل، په دې هیله چې له لوبې خوند واخلي.
دا په داسې حال کې چې د افغانستان فوټبال فدراسیون موده وړاندې له فلسطیني فوټبال لوبغاړو غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته راشي او له دوی سره دوستانه سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې سبا د یکشنبې په ورځ د اګست میاشتې په ۱۸مه چې د زمري میاشتې له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د استقلال په ورځ د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ ترسره کیږي.
فلسطین لوبډله د جمعې په ورځ سهار کابل ته راورسېده او د شپې له خوا یې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تمرینات هم ترسره کړل.
د یادې لوبډلې مشر روزونکي افغانستان ته په راتګ او د سیالۍ په اړه خوښي ښودلې، همدا ډول یې له افغانستان فوټبال فدراسیون څخه مننه کړې چې سیالۍ ته یې راغوښتي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالي کې د فلسطین لوبډله د تمرین پر مهال:
د راشد خان ئې کور ودان خو د فلسطین ځوانان باید ځیر اوسی چه راشد خان او انډېوالان ئې هغوی د کریکټ غلط ورزش ته تشوق او روږد نه کی. د کریکټ په سوټی کی بد انګرېزی سِحر نغښتی دی.