ویټالټي بلاسټ: د راشد او ظاهر لوبډلې کوارټر فاینل، د نبي او مجیب لوبډلې بهر شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي «ویټالتي بلاسټ» سیالیو کې بالاخره د راشد خان او ظاهر خان لوبډلو (سسیکس او لنکا شایر) کوارټر فاینل ته لار وموندله.

د راشد خان لوبډله چې په لومړیو کې یې څو پرلپسې سیالیو کې ماتې وخوړه او کوارټر فاینل ته تګ ورته ستونزمن شو، په داسې حال کې راشد خان په خپل کمالي ګوګلي توپ اچونکو سیال لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

ګوګلي ماسټر په هغو پرلپسې دوو سیالیو کې چې بریا ورته اړینه وه ۳-۳ ویکټې واخیستې، او د لوبډلې هیلې یې راژوندۍ کړې، خو په وروستۍ سیالۍ کې یې ګډون ونکړ.

همدا ډول د ظاهر خان لوبډلې هم کوارټر فاینل ته لار وموندله، د نوموړي لوبډله که څه هم څو بریاوې خپلې کړې وې، خو د ظاهر خان په ورتګ یې د توپ اچونې لیست نور هم قوي شو، چې په پای کې یې لوبډلې کوارټر فاینل ته لار وموندله.

له بل پلوه د محمد نبي لوبډله لیسسټر شایر او د مجیب ځدراڼ لوبډله همپا شایر د لیست له وروستیو لوبډلو څخه وو، که څه هم د محمد نبي او مجیب ځدراڼ لوبه د پام وړ وه خو بدبختانه په پای کې یې لوبډلې له سیالیو بهر شوې.

محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ اوسمهال د انګلستان کاونټي سیالۍ پریښي او په آیرلینډ کې له خپلې ملي لوبډلې سره یوځای شوي څو د آیرلینډ پر وړاندې سیالیو ته چې د اګست په شلمه پېل کیږي چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې د انګلستان ویټالټي بلاسټ کوارټر فاینل سیالۍ به راتلونکې پنجشنبه د اګست میاشتې په ۲۳مه نېټه له محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن پرته ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د