قـرباني/ عُقابي جانان

قرباني د ابراهيم خلیل عظيمه کارنامه ده

قرباني د اسماعیل ذبيح الله ستره کيسه ده

قرباني د پاک رسول سنت او ښکلې طريقه ده

قرباني د رب انعام دی، دې کې لويه فلسفه ده

قرباني په پاک قرآن کې له اللهﷻ سره وعده ده

قرباني د رب په امر وه آدم لره سجده ده

قرباني د نوح دعوت دی هم نجات دی سفينه ده

قرباني خو د موسي کليم الله د نيل څپه ده

قرباني خو د يعقوب او د يوسف يوه نامه ده

قرباني خو د ايوب عليه السلام ستره حوصله ده

قرباني حضرت يحيٰ عليه السلام په سر آره ده

قرباني د ابوبکر او عمر ديني جذبه ده

قرباني د ذوالنورين او د علي حیدر تحفه ده

قرباني د تور بلال په خله احد احده نعره ده

قرباني خو د حمزه ټوک ټوک زخمي زخمي سينه ده

قرباني د جليبيب او حنظله د واده شپه ده

قرباني د بوهريره بې هوشي ده عجیبه ده

قرباني د کربلا د شهيدانو حادثه ده

قرباني د رسول مینه قرباني خو عائیشه ده

قرباني خو د خَنسا بي بي زامنو نذرانه ده

قرباني په کافرانو د حضرت حفصې حمله ده

قرباني ايمان په سر ستر شهادت د سُمَيَّه ده

قرباني خو په ميخونو ټک وهلي آسِیه ده

قرباني خو د نعمان ابنِ ثابت صیب واقعه ده

قرباني د ګران امامِ احمد لويه جنازه ده

قرباني د مجاهد ملاعمر مبارزه ده

قرباني خو د شهيد منصور سکاره سکاره جوسه ده

قرباني د مولوي هبّة الله د زوی صدقه ده

قرباني زمونږ د اسلافو د تاريخ يوه حصه ده

قرباني د فدايانو لوی ارمان او تلوسه ده

قرباني د شهیدانو ستر اعزاز او هَدِیه ده

قرباني په محبت کې آن اوله کلمه ده

قرباني د عشق آغاز دی قرباني یې نتیجه ده

قرباني د دین اسلام او د ایمان مطالَبه ده

قرباني غزوةُالاحد، او د بدر معرکه ده

قرباني جنګ او جهاد دی اوهم صلح حدیبیه ده

قرباني هر مسلمان لپاره سپينه آئينه ده

قرباني، قرباني غواړي قرباني زمونږ عقیده ده

قرباني ګران “عُقابي جانانه” لويه سرمایه ده

“عُقابي جانان”

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د