امریکايي عسکر له جګړې وروسته خپل ټپیان لېږدوي

طالبان: امریکایان دې د برتانوي امپراطورۍ په ګونډو کېدل نه هېروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): نن له انګریزانو نه د خپلواکۍ د بېرته اخېستو نهه نویمه کلیزه ده، چې د پلازمېنې په ګډون د ځينو ولایتونو په مقامونو کې هم نمانځل کېږي.

طالبانو د همدې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې بهرني یرغلګر دې د برتانوي امپراطورۍ شکست نه هېروي او له هغوی دې عربت واخلي.

«دغه راز امريکايي اشغالګر هم متوجه کوي چې بریتانوي طاغوت څو ځله په خپلو هڅو سره ونشو کړای افغانستان خپله هميشنۍ مستعمره وګرځوي، دوی يې هم د متعال رب په نصرت او د دې اولس په قربانۍ نشی مستعمره کولای؛ نو بناءً د نولسمې پيړۍ د يرغلګرو له برخليک څخه په درس اخيستلو بايد له سرتمبګۍ لاس واخلي، د دې مجاهد پروره هيواد اشغال پای ته ورسوي او خپل ځان د بریتانیا په سرنویشت له اخته کيدو وژغوري.»

په اعلامیه کې د خپلواکۍ اخیستنې د جګړې د سرلارو مجاهدینو، روحانیونو او علماءکرامو ستاینې شوې او په درنښت یاد شوي دي.

«پوره ۹۹ کاله وړاندې (۱۲۹۸هـ ش/۱۹۱۹م) په همدې ورځ د امپراتوريو د هديرې (افغانستان) مؤمن مجاهد ولس د علماء کرامو، روحانيونو او بادرکو مشرانو په لارښونه د سرتاسري پاڅون په پايله کې پرنګي طاغوت ته په دريم ځل تاريخي ماتې ورکړه او د هيواد ملي او سياسي خپلواکۍ يې ترلاسه کړه.»

اعلامیه کې له امریکایانو سره د ګډ حکومت له لوري د امنیتي تړون لاسلیکول د خپلواکۍ د ګرو کېدو علت بلل شوې او پر دې افسوس ښوودل شوی چې اخیستل شوې خپلواکي په لوی لاس په بلواکۍ بدله شوې ده.

«متأسفانه چې نن په افغان مجاهد ولس باندې له بریتانوي استعمار څخه د ازادۍ ګټلو ۹۹يمه کليزه په داسې حال کې رارسېدلې، چې بیاهم افغان اولس داځل تر امریکايي استعمار لاندې دی، او څو افغانما غرب پلوو د پخواني انگلییس د زامنو او ايتلافيانو د ناروا اشغال د پايښت په خاطر امنيتي تړون(!؟) ورسره لاسليک کړی او د هيواد استقلال او آزادۍ يې بیا ګرو کړی ده.»

اعلامیه کې د بهرنیانو او د هغوی د افغان همکارانو پر وړاندې جنګيالي د خپلواکۍ بېرته اخیستونکي یاد شوي او ډاډ ښوودل شوی چې د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغل هم شکست ته بېخې نږدې دی.

«د اسلامي امارت تر قيادت لاندې يې ۱۷ کاله د خپلو نيکونو په څير په دې سپېڅلې لاره کې سترې قربانۍ ورکړې او هر ډول تکليفونه يې وزغمل، چې په نتېجه کې يې د الله تعالی په نصرت خپله برحقه مبارزه د بريا تر پولې رسولې او ډير نژدې ده چې د يويشتمې پېړۍ د نړۍ خور استعمار د شکست وياړ هم وګټي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د