کابل: شپاړسمه حوزه کې دوه توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې دوه توغول شوي توغندي لګېدلي دي.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، توغندي د قلعه زمان خان مربوطاتو کې لګېدلي او په وينا يې ځانې زیان نه لري.

هغه وايي د توغندیو د را توغېدو دقیقه سیمه نه ده معلومه شوې، خو د کابل ښار له ختیځې سیمې را توغول شوي دي.

تر اوسه يې د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ د خپلواکۍ د بېرته اخیستل کېدو د کلیزې په مناسبت د بیرغ پورته کولو مراسم هم روان دي.