فاریاب: امنیتي ځواکونو د بلچراغ ولسوالۍ سلامته طالبانو ته سپارلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې يې د دې ولسوالۍ، پر مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او شاوخوا پوستو د علمیاتو پیل وکړ، چې ټولو پرسونلو ولسواولي سلامته ور وسپارله.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو د دوی د تسلیمۍ غږ ته لبیک ووایه او له جګړې پرته يې ولسوالۍ په واک کې واخیسته .

د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «مجاهدینو هم په ډېره مینه سره دهغوی تسلیمي قبوله کړه اودا یې ددین او هیواد په ګټه کار وباله.»

د فاریاب ولایتي شورا هم د دې ولسوالۍ سقوط منلی، د تسلیمۍ په اړه يې څه نه دي خو طلوع نیوز ته يې پخلی کړی، چې په ولسوالۍ کې ټول مېشت عسکر ژوندي ورک دي.

د دوی په وینا په ولسوالۍ او شاوخوا پوستو کې له عسکرو سره د مرکز رابطه شلېدلې او ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د فاریاب ځايي چارواکو لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي.