
د فتحو اختر
شاعر: عبدالقديم نظام
چې په را تلو دې پيل کړو بل د فتحو باب اختره
زړونه ټکور کړه او تعبير مو شه د خواب اختره
چې اسماعيل مو له چړې بيا مرۍ روغه راوړي
د وخت خليل هم په ازمون کې کړه کامياب اختره
چې مو و مرستې ته جِبرِيل له آسمانونو راځي
بِشارت راوړه د يو داسي انقلاب اختره
د خوار مظلوم ولس پر سر د شفقت سيوری شه
او پر مُلحدو مُفسدينو شه عذاب اختره
دلته پر هر کور غم خپور کړی تور څادر د ماتم
ته د خوښۍ په نور ترې پورته کړه نِقاب اختره
دلته له زړونو پورته کيږي د آهونو لمبې
پرې ووروه باران د رحم، شه سَحاب اختره
دا د نفرت شپه کړه سبا په پلوشو د مينې
نظام ته داسي سباوون راوړه آفتاب اختره