fbpx

آزاد که اسیر افغانستان؟

لیکوال

لیکوال: نصرت الله حقپال

نن (زمري ۲۸مه) برابره ده د کال ۱۲۹۸ه.ل د زمري د میاشتې له ۲۸مې نیټې سره__ هغه ورځ چې د وخت شاه امان الله خان له ښکیلاکي برتانیا څخه د افغانستان خپلواکي بیرته تر لاسه کړه.

د خپلواکی(ازادی) د نمانځنې په اړه افغان ولس سره ویشل شوی دی__ځنې وایي چې افغانستان د شاه امان الله خان په وخت کې هم خپلواک هیواد نه وو او نن خو بلکل خپلواک هیواد نه دی، خو د دې نظر مخالفین بیا استدلال کوي چې امان الله خان هیواد ته خپلواکي ترلاسه کړه او اوس هم افغانستان یو خپلواک هیواد دی، په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې آزاد او د هیڅ هیواد، ډلې، سازمان او فرد تر اغیز یا مداخلې لاندې نه دی.

د امریکا او ناټو د نظامي حضور او دایمې اډو په هکله هم متنازع فیهٍ نظر پروت دی. د دولت چارواکي او پلویان یې مؤقته مسئله او د وخت اړتیا ګڼي، دوی وایې چې د امریکا او ناټو پوځیان د مؤقت وخت لپاره زموږ په بلنه راغلي او هر کله چې د ترهګری ګواښ ختم شي، سمدلاسه به بهرنیان خپلو هیوادو ته ستانه شي. د دغه ډول کسانو د داعیې منطق په دې کېدی چې بهرنیان زموږ په بلنه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې په اساس دلته راغلي، نو ځکه اوسنی وضعیت نیواک(اشغال) ته ورته نه، بلکې خپلواک وضعیت دی.

خو دا یوازنی نظر نه دی، ډيری افغانان او عام ولس په دې باور دی چې افغانستان د امریکا و ناټو له خوا اشغال شوی دی او امریکا د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو بشپړ تسلط لري. هر څوک یې چې زړه وي— ولسمشر، وزیر، جنرال، والي، امنیه قومندان او … لوړو څوکیو باندې یې ګماري. د افغان ولس اراده په کورنیو او بهرنیو چارو کې هیڅ نقش نه لري او ډیری وخت له ټولټاکنو څخه هم د یوې عوام فریبی په توګه کار اخیستل کیږي.

د امریکا او ناټو ځواکونه په خپل سر په افغانستان کې نظامي عملیات تر سره کوي، عام افغانان وژني، زندان ته یې اچوي، په کورونو چاپې وهي او هر ډول خپل سري یې چې زړه وغاوړي، له کومې ویرې او اندیښنې پرته یې تر سره کوي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د کړنو او شمیر په اړه هیچاته مالومات نه شته او دغه ځواکونه چاته مسؤل او ځواب ورکوونکي هم نه دي.

امریکایان د ټاکنو چاره په ډیر مهارت سره مدیریت کوي— په ټاکنو کې د افغانانو رایه او تصمیم ټاکونکز نه ده، بلکې دا د امریکا سفارت دی چې پریکړه کوي څوک ولسمشر او څوک باید د پارلمان وکیل وي. امریکایانو د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست داسې تنظیم کړي، چې هر څه د دوی تر قوماندې او څار لاندې مخته ځي، دوی د امنیتي سکتور اصلي واکمنان دي. په خصوصي ناستو کې د پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځنې چارواکي په څرګنده وایي چې موږ په اصل کې امریکایانو ته ځواب ویونکي او مسؤل یو، نه تش په نامه افغان حکومت او مشرانو ته یې.

د افغانستان اکثریت مشران (رهبران) داسې ځپل شوي، سپک شوي، ذلیل شوي او یا هم اخیستل شوي چې اوس د امریکا، ناټو، پاکستان، ایران، روسې، چین او… د جاسوسانو نقش لوبوي. دوی خپل عزت النفس او آزادي له لاسه ورکړې، په دې یې قناعت کړی چې له امریکا پرته، د چارو مخته وړل او ځواک ته رسیدل نا شونی کار دی. ډیری مشران دومره منحط او ګمراه شوي، چې اوس جاسوسۍ ته د اړیکو او ارتباطاتو نوم ورکوي او په ډیر ویاړ یې ساتنه او پالنه کوي.

مظلوم او سرپیچلی افغان ولس دومره د قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تبلیغاتو تر اغیز او یرغل لاندې دی چې اوس ترې لار ورکه ده— ښه او بد ترې خلط شوي او تفکیک یې ورته ډير ګران شوی دی. د خاین او امین، صادق او کاذب تعریف او مصداق ترې ګډوډ شوي، حیران دی چې د وتو لار کومه ده. ولس په خپلو کې اعتماد بایللی او قصداً بهرنیانو داسې حالت او کړنې رامنځ ته کړلې، چې د ولس په ځان-باوري زیانمنه کړي، په افغان مشرانو یې داسې جنایات وکړل چې اوس یې په ولس کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او یوازې په بهرنیانو یې ځان تکیه کړی او بس.

د پورته سرپېچلي او کړکیچن وضعیت په شتون کې به څنګه یو عاقل او د بصیرت څښتن د خپلواکی او آزادی کلمه په خوله واخلي او د نمانځنو مټې په را بډ وهي.

ولس ټوټه-ټوټه دی. څوک په یوې ران او څوک په بلې. ډیری مهم او اساسي مسئلې دي چې د یو ولس په توګه باید پرې راټول او متحد وای. د بیلګې په توګه، د خپلواکی په شتون او نه شتون. د اسلامي نظام په حاکمیت او نه حاکمیت، بهرنیانو په شتون او نه شتون او … خو له بده مرغه چې په دغو بنسټیزو مسایلو هم ولس ټوټې شوی او یو واحد دریځ نه لري.

په کار دا ده چې افغان ولس لومړی ځان د یوه متحد او متفق ولس په توګه را څرګند کړي. ځان له قومي، ژبني، مذهبي او سمتي اړیکو له پالنو څه پاک کړي. ځکه چې د نړۍ په تاریخ کې هیڅ ملت او ټولنه— کله چې په دغه ډول ناروغیو اخته شوې د بریا لوړو ته نه ده رسیدلې او خپله موخه یې نه ده ترلاسه کړې.

موږ باید په مهمو او بنسټیزو مسایلو باندې یوه واحد تعریف او دریځ ته سره ورسیږو— هغه که د خپلواکی موضوع ده، که د بهرنیانو د شتون او نه شتون موضوع ده او که هغه د اسلامي یا سیکولر نظام د حاکمیت او … موضوعات وي. په دغو او دې ته ورته موضوعاتو هغه وخت یوه واحد تعریف او دریځ ته رسیدای شو چې، افغان ولس په یوه فکر او عقیدې سره را غونډ شي. ځکه دا فکر دی چې هرې مهمې او بنسټیزې مسئلې ته تعریف ورکوي او توضیح کوي یې.

د افغان ولس دښمنان هیڅ کله هم نه غواړي او په ډول-ډول مکرو سره د پورته چارې مخه نیسي او په وړاندې یې تبلیغات کوي. خو دا پر موږ ده چې د دښمنانو د شومو تبلیغاتو تر اغیز لاندې را نه شو او خپل مسیر په دقیقه توګه وټاکو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هندوکش
میلمه
هندوکش

بده به نوه که ښاغلي نصرت ستراتیژیک تړونونو او امنیتي تړون ته یو لنډکۍ نغوته کړې وه؛ ځکه د دغو تړونونو تر چتر لاندې بهرنیان پراخې سیاسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي هڅې تر سره کوي او د افغانانو د همغږۍ مخه پرې نیول کیږي.

masoom
میلمه
masoom

اشغال صرف هیواد نه ده بلکې اشغال عامه ذهنونه هم اشغال شوی اشغال څخه د خلاصون یوه لار پاته ده چې خپلمنځی ګیلې پریژدو او متحده افغانان جوړ شو موژ څلور پینځه کروړه عوام الناس د یو دوه لکه خلکو څخه دا خپل ملت نشو ژغورلﺉ ډیره د افسوس خبره ده د جګړې ګټلو واحد علاج انقلاب انقلاب په اولس کاله کې دا جګړه موژ په فکری لحاظ کړﺉ وه بیا به هم موژ ګټلې وه

جميل
میلمه
جميل

محترم معصوم وروره؛ دمسلمان افغان په وژنه أو حقارت به هر غيرتي افغان خوابدى شي. ما پخپله تَر اوسه په طالبانو كى گيلي ندى اوريدلي پدى چى توله د امر منونكي دى گيلي يوازي دغلام دولت په ساحه كي دى. بل دا چى په چرت او فكر سره نشو كولاى وطن ازادكرو ، فرض كه چه خداى نخواسته ستا وكورته مسلح غله در ننوزى ستا پلار،ورور، كاكا، ماما اونور نژدي اقارب ووژني او بنديان يي كي أو د زنانه و بي عزتي وكي، دا رشتيا ده چه ته به تلتك پر سر واچوى أو فكر به كوى چى سه به… نور لوستل »