نن د جهاد پر مټ د اخیستل شوې خپلواکۍ ۹۹مه کالیزه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د برتانوي ښکېلاک له منګولو د افغان مجاهد ولس د خپلواکۍ ۹۹ کلونه پوره شول.

پوره ۹۹ کاله وړاندې افغان علماوو، روحانیونو او مجاهدینو د خپل ولس په مرسته د تورې په څوکه د وخت ستر ښکېلاکګر دې ته مجبول کړل، چې د دې هېواد خپلواکي په رسمیت وپېژني.

په هغه وخت کې چې د واک چارې له امیر امان الله سره وې، نوموړي هم د خپل واک په لومړیو کې پر روحانیونو، علماوو او مجاهدینو تکیه وکړه او د برتانوي امپراطورۍ سفیر ته يې مخامخ د خپلواکۍ پیغام واوراوه.

د امریکا تر یرغل وړاندې به د خپلواکۍ جشن د کابل په ګډون په ګڼو لویو ښارونو کې د طالب سرتېرو د رسم ګذشتونو، ترانو او بېلابېلو لوبو په وسیله نمانځل کېده، چې د امریکايي ښکېلاک له راتګ سره هم دا دود پر ځای پاتې شو او د حامد کرزي په واکمنۍ کې د عیدګاه مسجد مخې ته دا مراسم ترسره کېدل.

ګډ حکومت له پیله دا مراسم د ودانیو د ننه محصور کړل او نن هم محمد اشرف غني د عبدالرشید دوستم او د واک د نیم شریک عبدالله عبدالله په ګډون په دفاع وزارت ودانۍ کې د ننه دا مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د واک د دواړو شریکانو مرستیالانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی و.

په خواله رسنیو کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت هم یو دريځ نه لېدل کېږي، افغان ولس پر دې باور دی چې د بهرنیانو په پوځي حضور کې د دې ورځې نمانځنه په ځان پورې خندا ده، خو ځينې نور بیا وايي دوی یوازې د هماغې ورځې یاد تازه کوي، مني چې اوس واک د پردیو په لاس کې دی.