عطامحمد نور: حکومت ته داسې درېږم، لکه د شوروي او نجیب پر وړاندې چې ولاړ وم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخوانی والي، د جمعیت اسلامی اجراییه مشر او «د افغانستان لوی ائتلاف» غړی عطامحمد نور وايي، دا نظام د سمېدو پر ځای بېخې بدلېدو ته اړتیا لری او باید لاس پکار شو.

هغه چې د یو لرې کړل شوي نوماند اسدالله شریفي په ملاتړ غونډه کې يې خبرې کولې وویل اوس هغه وخت نه دی چې د نظام د سمون په فکر کې شو، دا باید بدل شي.

هغه د بدیل نظام یادونه ونه کړه، خو ګواښ يې وکړ، چې د دې نظام پر وړاندې به داسې ودرېږي، لکه د ډاکټر نجیب او شورویانو پر وړاندې چې درېدلی و.

د نور په وینا دا حکومت پر خبرو نه پوهېږي او تل يې د خبرو پر وړاندې له زوره کار اخیستی دی، ځکه خو به يې د بدلون لپاره په هغه ډول پر مخ لاړ شي، لکه د شورویانو او ډاکټر نجیب پر وړاندې چې تللی و.

نور د ټاکنو کمیسیون هم تر توندو نېوکو لاندې ونیو او په وينا يې یوازې نوم يې د «خپلواک» کمیسیون دی؛ کنه عملاً هیڅ خپلواکي نه لري.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د قانون ماتونې په جرم ۳۵ تنه له ټاکنیز نوملړه ایستلي دي، چې نږدې هر یوه يې پخپله ساحه کې خېمې درولې او ځينو خو ان په کابل کې د ټاکنیز کمیسیون د دفتر دروازه هم تړلې ده.

د شنونکو په باور روان امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو ښايي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پر اعلان شوي وخت ترسره نه شي.

عطامحمد نور په داسې حال کې د خپلې تېرې مبارزې یادونه په «ویاړ» کوي، چې تر یوې لسیزې ډېر وخت يې، له هماغو مخالفینو سره يو ځای د ناټو تر چتر لاندې د بهرنیانو لپاره ماموریتونه ترسره کړي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

وايي دغه عطانور ته د ده يوه ملګري وويل چي ته خو مازي لافي ولې. ده ورته وويل: که لاف نه زنم، شاف نه زنم چي کنم؟

عبدالولی(فهیم)
میلمه

ته څوک یی ته څه حیثیت او ابرو لری لږ وشرمیږه چی ته بیناموسه د ډاکټر نجیب نوم په خوله اخلی ته هماغه وخت کی هم د روسانو سپی وی او اوس دکفری نړی سپی دی له ځانه جوړکړی دی الله دی هاغه بدبخته خلک هم تباه کړی چی ستابیناموسه خبروته ناست دی او درته غوږیی نیولی دی. هیڅ شی دی له لاسه نه کیږی هاغه وختونه به په خوب کی هم ونه وینی ته اوس په ډالرو روږد یی چی مړهم شی بیابه غروته مخه نکړی هسی دا بدمخته خلک مه هڅوه دا بدبختان مخکی کوی اوبیا ځان تری… نور لوستل »

مختار درانی
میلمه
مختار درانی

دا هسی عبث خبری دی عطا محمد نور او دومره زړه ههههههه ددی بیناموسانو له لاسه خو دا وطن تباه او برباد شو.
دډاکتر صاحب نجیب شهید د نوم بلا در پسر کړی ته یو بیناموسه رزیل په ډاکټر صاخب پسی خبری کوی تو لعنت دی پتا وی

جميل
میلمه
جميل

عجيبه منطق دى،دپاك الله سبحانه و تعلى بندگان وايي پلانى د الله په لاره كي شهيد شو، دلينين بندگان وايي دكمونيزم په لاره كي شهيد شو أو د بوش أو ترمپ بندگان بيا وايي د سيكولريزم په لاره كي شهيد شو.پاك الله(ج)دى له ما سره وتولوته هدايت وكي