غزني: کمانډو ځواکونو د پولیسو د روزنې امر وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): په غزني کې کمانډو عسکرو د امنیه قومندانۍ د پولیسو د روزنې امر پخپل کور کې وژلی دی.

قومندان مرزاګل چې د پولیسو د ښوونیزې پروسې مسؤلیت يې پر غاړه و، تېره شپه د کمانډو عسکرو د ټوپکو تر شپېلیو لاندې راغی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چې تېره شپه کمانډو عسکرو په قلعه قدم سیمه کې عملیات ترسره کړل، چې قومندان مرزاګل هم پکې ووژل شو.

نوري زیاتوي، قومندان مرزاګل د کمانډو عسکرو پر وړاندې درېدلی و او فکر يې کړی و، چې طالبان راغلي، په مقابل کې کمانډو عسکرو هم برید پرې وکړ او ځای پر ځای يې وواژه.

غزني کې امنیتي ځواکونه لا هم د تېرې اوونۍ د توندې جګړې له رواني اغېزه خلاص نه ښکاري.

تېره اوونۍ د طالبانو په پنځه ورځنۍ جګړه کې سلګونه امنیتي مسؤلین مړه او ټپیان شول، چې حکومتي چارواکو يې په مقابل کې د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو دعوه هم وکړه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه

دا کومانډو عسکر هم د کور زمریان او د سحرا ګیدړان دی لږ دی وشرمیږی چی په کلو کلو روزنه ګوری ښه خواړه دویته ورکول کیږی ښی وسلی دوی لری بیاهم هماغه خړ پړ طالبان یی داس ځغلوی لکه موږکان او داسیی وژنی چی زړه یی ورته د کوماندوڅخه توروی د دوی زور په خپلو او بیګناه خلکو رسیږی الله ج دی طالبان د دوی له سره مه کمه وی هماغه طالبان پوهیږی چی څنګه سبق دی ګیدړانوته ورکړی.