fbpx

امیندوارو مېرمنو ته هګۍ خوړل څومره اړین دي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د روغتیا پوهان وایي چې په بېلا بېلا خوړونکو شیانو کې هګۍ اوس هم د امیندوارو مېرمنو لپاره د لیست په سر کې ده، چې پریښودل یې په هیڅ ډول نه دي پکار.

په هګۍ کې آیوډین، ويټامن ډي، بي ۱۲، فولیټ او یو شمېر نور روغتیایي مواد شتون لري، چې د مور په خيټه کې د ماشومانو د غذا اړتیا پوره کولی شي، د بېلګې په ډول له یوازې یوې هګۍ څخه ویټامن بي ۱۲ سل سلنه پوره کیدلی شي.

د برطانیا پوهانو د امیندوارو میرمنو لپاره د هګۍ خوړلو په تړاو ۱۸ بېلابیلې سروی او څیړنې ترسره کړي، چې ددې ټولو پایله یې په یوه راپور کې جمع کړې.

راپور وایي، که چیرې امیندوارې میرمنې په منظم ډول د هګۍ استعمال وکړي، نو د مور جوړیدو سره سم یې ذهني فشار له منځه ځي، د ماشوم کمزوروالی او وزن کمېدل، له وخته وړاندې زیږیدل او داسې نورې ستونزې تر ډیرې اندازې کمیږي.

پوهانو زیاته کړې، چې هګۍ له یو شمېر پروټینو ډکه غذا ده، دا داسې مواد لري چې زیږیدو نه وړاندې د ماشوم وزن زیاتوي او له بې وخته زیږیدلو څخه یې ساتي، همدا ډول په هګۍ کې شته وسپنه د مور او ماشوم بدن کې د وسپنې اندازه پوره کوي.

په هګۍ کې ویټامن بي ۱۲ ماده د وینې او عصبي حجرې په روغ حالت کې ساتي، چې ورسره د ماشوم صحت غوره کیږي، همدا ډول په میرمنو کې د فولیټ کمي ډيره لیدل کیږي چې یوازې د هګۍ په خوړلو سره یې پوره کول شونې دي.

څیړونکي زیاتوي چې په یوه هګۍ کې ۷۵ کالوریز موجود دي، په دې کې هغه پروټین چې د بدن هر ډوله اړتیا پوره کوي او قوت ورکوي هم موجو دي، په دې سره د ناروغیو پر وړاندې بدن ته کلک مقاومت وربخښي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

کوم ډول هګۍ ګټه لري – د کورنیو چرګو هګې او که هر ډول هګۍ بلا فرقه — بعضی کسان وایی چې د کورنیو چرګو او یو شرط لا بل هم لګوي هغه دا چې چرګو سره به چرګ هم ورسره وي نو بیا ګټه لری — ایا په دغه باره کې کومه څیړنه سوی ده ؟ که معلومات راکې نور به مو هم ممنون سو – جزاکم الله تعالی خیرا