
ډاکټر عبدالله: د مخالفینو سره یو اړخیز اوربند نه کوو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د ازادۍ ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې دا ځل به حکومت د مخالفینو سره یو اړخیز اوربند ونه کړي.
نوموړي وویل که مقابل اړخ اوربند ته غاړه کښيږدي، نو مونږ به یې هم احترام وکړو خو که هغوی تیار نه وي، د حکومت له لوري اوربند اعلانول به هسي بی معنی خبره وي.
د اوربند موضوع وروسته تر هغه ډیره مطرح ده چې تېر اختر هم طالبانو او حکومت د اوربند اعلان وکړ او د افغانستان په سرتاسرۍ کې امنیت قایم شو چې د افغانستان ولس او نړیوالي ټولنې په لوړه کچه استقبال کړ او په افغانستان کې يې د متخاصمو ډلو تر منځ د روغې جوړي امیدونه را وټوکول.
نن ټکی اسیا ته د طالبانو نیژدو سرچینو په تیر اختر کې ویلي وه چې دوی هر کال د اخترونو په لومړیو ورځو کې نا اعلان شوی اوربند کوي او د هر نوعه بریدونو څخه ډډه کوي. معلومه نه ده چې سږ کال په لوی اختر کې به هم ورته اوربند وکړي او کنه.
د طلوع نیوز د راپور سره سم حکومت تر اوسه د اوربند په اړه وروستۍ پریکړې ته نه دی رسیدلی، خو موضوع یې په لوړه کچه تر بحث لاندي ده.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چې دوی د اوربند په اړه د مختلفو سیاسي او غیر سیاسي جهتونو څخه نظرونه را ټول کړي او د اشرف غني سره یې شریکي کړي دي او په وینا یې د افغانستان ولس د حکومت او طالبانو تر منځ دایمي اوربند غواړي.
طاهري وویل چې د خلکو غوښتنه د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ خبرې دي چې په ترڅ کې د دواړو تر منځ اوږدمهاله اوربند را منځته شي، موقت اوربند به ډیر ګټور نه وي.
كه طاليبان آور بند كوى : دوى كولاى شى چه د شار تول جنگى أهداف په دقيقه توگه زان ته معلوم كى ،كولاى شى چى د شار په مختلفو زايو لكه لوى مسجدونه،پوهنتونونه،پاركونه أو په نورومزدهم أو عامه زايو كي خپل مبلغين وگمارى اوپه مستقيم دول سره خپل اهداف بيان كى دشارو ومسكينانو او غريبانوته دى تحفى وركى په دى سره به نور هم د خلكو زرونه خپل كى
که طالبان د کوچنی اختر په څیر کابل ته د راتلو اجازه په دی شرط ورکول کیږی چه وسلو ته یی ورله اجازه نه ورکوی ، خلغ سلاح طالبانو ته کیدی شی دتحفو د ویشلو اجازه وی مګر د جهاد او اشغال په اړه ویلو ته به اجازه ورنکړی مګر هغه چه کوم یی په اوایلو کی ووایی خو کله چه دکابل غلامه اداره یا اشغالګر متوجه کیږی بیا ورته اجازه نه ورکوی او طالبان هم نه غواړی له دی تشنج او ګډوډی رامنځته او یا تری لویه بله فتنه راو وزیږول شی
افغانان یو ولسمشر لری هغه هم اشرف غنی بابا طالبه وروره په جنگ کی کمه کتی نسته راسه زموژ ولسونه نورمه ژره وه دیر دی ووژل نور بس دی راسه داختر په مبارکو شپو کی دغه اوربند دایمی کره خدای ج به دی اخریت او دونیا به دی سمه سی نور بس دی جنگ نه غوارو مننه
د مور لونډګان مو وباسي، په هغه ورځ به جګړه قطعه شي. وطن داشغال دي. غواړي چه اشغالګر ووځي او که نه؟ دا جګړه په افغانانو او طالبانو تپل شوي ده. هيڅوک ليونيان ندي چه خپل عسکراو پولس ووژني، اما دغه عسکر خو ولس ځوروي او اشغالګر ساتي او دهغوي په مخ کشي سپر دي. نه مورال لري، نه اخلاق او بداخلاقي ته لاره برابره وي. څه چه هغوي ته مهم دي، هغه دالر دي، چه دکومي نارواح لاري څخه ئي پيدا کړي. په دي هر ځوک پوهيږي، چه جګړه په څنګ کي ډيري بدبختي دځان سره لري. اما په… نور لوستل »
ډير کم عقل يي دا بيغيرته خبر دی غلام حکومت ته وکه طالب ته دا خبری مکوه نور بحث ته راسره مه زه ناکام به شی
د بابا دروند لقب د هر ګاډۍ وان وړ ندی.