fbpx

د منا شريفي په هکله په زړه پوري معلومات

عبدالمالک همت

منا چي په عربي د ( منى ) په بڼه ليكل كيږي، د وينو بهېدو معناوركوي. څنګه چي حاجيان په دغه ځاى كي د قربانۍ ويني بهوي، له دې امله دغه ځاى ته منا وايي. ځيني وايي چي منا د هيلي په معناده، څنګه چي جبرايل عليه السلام ابراهيم عليه السلام ته په دغه سيمه كي وويل چي له خدايه څخه څه هيله وكړه، ځكه نو دغه ځاى په منا ونومول سو. ځيني بيا وايي څنګه چي دلته آدم عليه السلام د جنت هيله څرګنده كړې ده، ځكه نو دغه ځاى ته منا وويل سول.

منا هغه مشهوره او تاريخي سيمه ده چي د حضرت ابراهيم عليه السلام لخوا د حضرت اسماعيل عليه السلام د قربانۍ د ازمويني ستره او تاريخي پېښه پكښي رامنځته سوې ده. د رسول صلی الله عليه وسلم د بعثت په يوولسم كال د منا په خوا كي په عقبه نومي ځاى كي د مدينې د اوسېدونكو څخه شپږ تنه نېكمرغه وګړي د لومړي ځل لپاره د رسول صلی الله عليه وسلم په حضور مشرف او مسلمانان سول. بيا د هغو په واسطه مدينې ته د اسلام مبارك دين ورسېد. بيا په دې لړكي په همدغه ځاى كي د رسول صلی الله عليه وسلم او د مديني د خلكو د استازو ترمنځ د لومړي او دوهم بيعت عقبه مشهور او تاريخي تړونونه وسول. بيا رسول صلی الله عليه وسلم او يو لك څلور څلوېښت زرو تنو اصحابو كرامو د مشهور او تاريخي حج ( حجة الوداع ) په ترڅ كي دلته د حج مناسك اجرا كړي، چي د هغو په پيروي تر او سه حاجيان د لوى اختر د مياشتي په اتمه د مكې مكرمې څخه د احرام په حالت كي هلته ځي. د ماپښين، مازديګر، ماښام، ماخستن لمونځونه هلته كوي، شپه تېروي بيا د سهار ترلمانځه وروسته عرفات ته ځي. شپه په مزدلفه كي تېروي او سهار بيرته منا ته ځي، عقبه جمره ولي، هديي حلالوي، د سر وېښتان خريي يايې لنډوي او احرام باسي، مكې ته ځي ترطواف زيارت او واجبي سعيي وروسته د رمي ( شيطان ويشتلو ) شپې په منا كي تېروي او بيا مكې مكرمې ته درومي.

د منا پولي:

منا د مكې مكرمې او عرفات په لاركي پرته ده. خو مكې مكرمې ته ډېره نژدې ده. تر دې چي اوس د مكې ودانۍ تر منا رسيږي.

منا د مكې يوه سيمه ده چي ختيزاو لويديز لوري ته يې غرونه پراته دي، جنوب ته يې د مكې لخوا د عقبه جمرې سيمه پرته ده، او شمال ته يې د محسر ناوه واقع ده. ځيني عقبه او په هغې كي واقع د جمرې څلي له منا څخه بولى. خو ملا علي قاري ( حنفي ) او امام نووي ( شافعي ) او نور عقبه او په هغې كي واقع د جمرې څلي له منا څخه نه بولي.

د جمراتو د ويشتلو اصل او حكمت :

لكه چي څرګنده ده رمي الجمار (شيطان ويشتل) او داسي نور تعبد ي چاري دي، چي په دې كي عقل ته لار نسته. خو قاري شريف احمد په تاريخ حرمين شريفين كي وايي : د دې پوښتني جواب د حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما له دې روايت څخه څرګنديږي: هغه وايي چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ” كله چي حضرت ابراهيم عليه السلام د حج مناسك ترسره كول نو شيطان د جمرهْ عقبه ( د لوى شيطان ) پرځاى راڅرګند سو، هغه عليه السلام دى په اوو شګو وويشتى اوپه مځكه ننوتى. بيا د جمرهْ وسطٰى ( منځني شيطان ) پرځاى څرګند سو، بيا يې په اووشګو وويشتى. څو بيا په مځكه ننوتى. بيا د جمرهْ اولى ( كوچني شيطان ) پرځاى وليدلسو، چي بيا يې په اوو شګو وويشتى او ورك سو “. وروسته حضرت ابن عباس رضي الله عنهما وفرمايل: تاسي چي رمي كوئ، نو د خپل پلار ابراهيم عليه السلام پر دين ځئ.

د مکې مکرمې يو نامتو تاريخ ليکونکی علامه محمد طاهركردي او نور ليكي : عربو تراسلام د مخه هم دغه درې جمرې ويشتلې او عقيده يې درلوده چي كله ابراهيم عليه السلام ته د هغه د زوى اسماعيل عليه السلام د حلالولو امر وسو او هغه اسماعيل حلالولو ته رهي كړى وو، نو شيطان د لومړۍ جمرې پر ځاى پر را څرګند سو او وسوسه يې ور واچول چي دا كار مه كوه. نو حضرت ابراهيم عليه السلام په شګو وويشتى. بيا شيطان بي بي هاجرې ته ورغى او د حضرت ابراهيم عليه السلام دغه كار يې ورته وغندى. هغې هم په شګو وويشتى. بيا د دريمي ياعقبه جمرې په خوا كي حضرت اسماعيل ته ورغى او د ده د پلار دغه كار يې بد ورته وايساوه. هغه هم په شګو وويشتى. نو له دې امله به عربو دغه ځايونه ويشتل. البته كه سړى لږ څه ځير سي وبه پوهيږي چي دغه مادي ويشتل ډېره دقيقه معنا لري چي هغه په ويشتونكي كي د يوې نوي مَلَكې او روحيې روزل دي كوم چي د نفس او شيطان سره مخالفت او له شر او شرارت څخه ګوښه اوسېدل دي.

په منا كي د هديو ( شكرانې ) د څارويو حلالول :

د اسلام تاريخونه او نوركتابونه راوړى: كله چي رسول صلی الله عليه وسلم عقبه جمره وو يشتل د لومړۍ جمرې او خيف جومات تر منځ يې په هغه ځاى كي چي رسول صلی الله عليه وسلم اړولى وه سل اوښان حلال كړل. له دغو اوښانو څخه رسول صلی الله عليه وسلم ( 63 ) اوښه په خپل لاس حلال كړل او د نورو د حلالولو چاره يې حضرت على كرم الله وجهه ته وسپارل.

وايې د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس د ( 63 ) اوښانو حلالول د ده مبارك عمر ته اشاره وه. ځكه رسول صلی الله عليه وسلم ( 63 ) كاله عمر وكړ او هر اوښ د ده د عمر د يوه كال لپاره وو.

رسول صلی الله عليه وسلم امر وكړ چي د هر اوښ لږ لږ غوښي په دېګ كي پخې كړي او خپله رسول صلی الله عليه وسلم د دغو هديو څه غوښي وخوړلې، او د هغو ښوروا يې و څښل. هغه على كرم الله وجهه هم د دغو غوښو او ښوروا په خوړلوكي شريك كړ.

رسول صلی الله عليه وسلم وويل: ” ما دلته خپلى هديي حلالي كړې خو منا ټوله د هديو د حلالېدو ځاى دى، او اصحابو ته يې وفرمايل چي تاسي يې په خپلو خپلو مېشت ځايونوكي حلالي كړئ، او بل ځاى يې وفرمايل:” د مكې هر لورى لار او د حلالي ځاى دي”.

د مخه به حاجيانو د منا په هر لوري كي هديي حلالولې. خو او سمهال د دې لپاره چي د وبا او نورو ناروغيو او بد بو ييو مخه نيول سوې وي، د هديو د غوښو څخه ښه استفاده سوې وي او د هغو د حلالولو په كار كي شرعي او روغتيايي اصول رعايت سوي وي، سعودى حكومت ډېري ښې طريقې په كار اچولي دي، او د ډېرلوړ معيار او په ډېرو نوو آلا تو او مشينرۍ سمبال دولتي اوغير دولتي حلال ځايونه ( سلخا نې ) يې چي دوى ( المجزره ) ورته وايې په منا كي جوړي كړي دي.

په منا كي د اودس تازه كولو او ځان پرېوللو ځايونه :

په منا كي هره خوا د اودس تازه كولو، ځان پرېوللو او بيت الخلا وو كمپلكسونه جوړ سوي دي، چي د سعودي د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د يوې خپروني په قول يې شمېر څه د پاسه څوارلسو زرو ته رسيږي. پردې سربېره هلته د څښلو د اوبو اته سوه زره متره اوږد پايپ لين غځېدلى او د منا په هره خواكي يې د چيښلود اوبو آسانتياوي برابري كړي دي.علامه كردي په تاريخ القويم كي وايي :” په منا كي د بيت الخلا وو او اودس تازه كولو ځايونه د لومړي ځل لپاره په 1282سپوږميز كال جوړ سول.

كله چي په دغه كال په مكه مكرمه كي د وبا ناروغي خپره سوه د تركيې د عثماني دولت لخوا مكې ته اوامر ورسېدل چي په منا كي دي پنځه سوه بيت الخلاوي جوړي سي. او د څارويو د حلالولو لپاره دي يو ځانګړى ځاى وټاكل سي. بيا كله چي سعودي حكومت د حرمينو او ټول سعودي هيواد د پراخه ودانۍ كار په لاره واچاوه په 1375 سپوږميز كال يې د منا په بېلو بېلو برخوكي پاخه او اساسي تشنابونه او د اودس تازه كولو ځايونه جوړكړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د